ای نجمه تانه ځار شم

ای نجمه تانه ځار شم ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

همیش په تربیت کی يي وختونه دوی ورکړي
د دین په نصحیت کی یی وختونه دوی ورکړي
په دی لنډه موده کی ښه داعیان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

ای نجمه تانه ځار شم ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

دخپل دین لپاره تل دوی ټينګ دي ، دوی ولاړ
قرآن او دسنت سره دوی ټینګ دي ، دوی ولاړ
په دی حساسه وخت کی ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

ای نجمه تانه ځار شم ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

قوي عزم متین لري زموږ دغه ځوانان
په هر ډګر کی شتون لري زموږ دغه ځوانان
په دې عصر نړئ کې انقلابی ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

ای نجمه تانه ځار شم ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

ددین دوی لارویان دي هم د مینی پتنګان
داکتر که انجینر دی ټول ددین خدمتګاران
په دی توره تیاره کی ښه کدریان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم ازمریان دې وروزل

ای نجمه تانه ځار شم ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

د علم په دگر کی زموږ ستره مقابله ده
کفارو یرغلگرو سره زموږ ستره مقابله ده
په دغه سپن ډگر کې ښه لیکوالان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم زمریان دې وروزل

ای نجمه تانه ځار شم ښه ځوانان دې وروزل
په دین وسله سمبال خو سم ازمریان دې وروزل

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *