امام حسن البنا د یوه امریکايي له نظره

بختی مشتاق

د یوې امریکایي ورځپاڼې لیکوال روبر جکسون د شهید امام حسن البنا په اړه لیکي، چې په مصر کې مې د خپل چکر پر مهال د یو داسې کس په اړه واوریدل، چې شاوخوا پنځه سوه زره خلک پرې راټول دي. زړه کې مې له هغه سره د لیدو تلوسه ډیره شوه. تر دې وړاندې مې د مصر له نورو مشرانو سره هم لیدلي و، خو دې کس په بشپړ ډول زما پام د ځان په لور واړوه.

د ۱۹۴۱ میلادي کال د فبروري میاشت وه، که څه هم ده په انګلیسي خبرې نشوی کولې، خو زه یې په څو ټکو کې په هغه څه پوه کړم، چې ما غوښتل. ژباړونکو د هغه د دعوت په اړه ډیر څه وویل، خو زما پرې سر خلاص نه شو. ده ته زما په څیره کې ټول هغه څه ښکاره شول، چې ما یې غوښتنه کوله. هغه ژباړن ته وویل، چې له ما څخه پوښتنه وکړي، چې ایا د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه څه لوستلي.

ما وویل: هو!

هغه وویل: څه چې هغه غوښتل او څه ت یې چې بلنه کوله، زمونږ کار هماغه دی.

دا پخه وینا زما لپاره هغه څه و، چې زه یې له نورو پوښتنو خلاص کړم.

هغه په ډیر ستونزمن چاپیریال کې مبارزه کوله او په داسې لارو ولاړ، چې له ډبرو او ګرنګون ډکې وې؛ نه ستړي کیدونکې هلې ځلې یې کولې او په سړه سینه یې د پیښو څارنه کوله. د جکسون په نظر د هغه ژوند او کړه وړه د هغو اصولو ریښتینی تطبیق و د کومو لپاره یې چې غږ پورته کړی و. هغه په ډیر ښه اصل منګولې لګولې وې، د پراخ عقل، ازاد فکر، روښانه روح او قوي ایمان خاوند و. هغه ډیر ساده لباس او ساده ژوند کاوه، ستړیا یې نه احساسوله او هرې ستونزې ته یې اږه ورکوله.

امام به په وینا کې له چیغو، نارو او احساساتو کار نه اخیسته، تل به یې په حقایقو اتکاء کوله، په شور او شعارونو یې د روح ګرمولو هڅه نه کوله. په ملګرتیا کې دیر ریښتینی و او هر ملګری به یې له ځان سره په شلیدونکې رسۍ تاړه. هغه په ختیځ کې لومړنی داعي و، چې ولس ته یې پوره څیړل شوی پروګرام وړاندې کړ، هغه مذهب له سیاسي اخلاقو سره پداسې طریقه یو ځای کړ، چې هیڅ فکر یې نه کیده.

سید جمال الدین افغان د حکومت له لارې په اصلاح عقیده لرله او محمد عبده د روزنې له لارې، خو امام دا دواړه متضادې لارې سره یو ځای کړې. زما تمه وه، چې حسن البنا به د خپل فکري ځواک او شعور په مرسته نه یوازې په مصر، بلکې په ټول ختیځ واکمني وکړي. که هغه د لږې نورې مودې لپاره هم پاتې شوی وای نو مصر به ننی مصر نه وای.

ما په نیویارک کرونیک ورځپاڼه کې داسې سرلیک خپور کړ، چې دا ځل مې له یو داسې چا سره لیدنه کتنه وشوه، چې د معاصر تاریخ ډیر مشهور شخصیت په توګه به راڅرګند شي. ما غوښتل د هغه کړو وړ او ژوند په اړه ډیره څه ولیکم، خو له ده سره ژوند یاري ونکړه او زما د هیلو کاروان هم نیمګړی پاتې شو. روح یې ښاد!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *