نجم د کرکټ ملي لوبډلې هرکلی وکړ

نهاد جوانان مسلمان (نجم) د اسیا په شل اوریزه سيالیو کې د بريالیتوب له امله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کابل په هوايې ډګر کې راغلاست ووايه.
د نجم لس نفري ډله چې مشري يې د نجم رئيس دکتور رحمت الله زاهد کوله د دوشنبې په ورځ سهار اته بجې د کرکټ دملې لوبډلې د استقبال لپاره ميدان هواې ته ورغله، په پيل کې د کرکټ اکاډمۍ لسګونو ځوانانو ته چې د ملي لوبډلې د استقبال لپاره راغلي وو نجم معرفي او هغوي خپلو ديني او ملي مسؤوليتونه ته متوجه کړل شو.
د لوبډلې په رارسيدو د نجم د رئیس لخوا عيسی نبي خيل ته ګلونه ډالۍ او وروسته ورسره يو ګروپ فوټو جوړ شو، نجم د خپل ملي احساس له امله د کرکټ د ملي لوبډلې استقبال ته ورغلی وو، د نجم په ټيم کې د رئيس سربيره فرهنګي مسؤول احمد جاويد صالحي او د کارته نو او خوشحال خان د ساحوي حلقو ځوانانو ګډون درلود.

1 دیدگاه برای «نجم د کرکټ ملي لوبډلې هرکلی وکړ»

  • نوامبر 27, 2017 در t 9:59 ق.ظ
    Permalink

    ډیر ښه کار مو کړی، الله جل جلاله دې خیر درکړي.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *