د لغمان په تاريخ کې د نبوي سيرت ستره سيالۍ+تصویر

راپور: خاکسار (وقار)
د سيرت النبي (ص) دغه سيالۍ چېد لغمان د جمعيت اصلاح، نجم او د سيمې ميشت يو شمېر با احساسه او مسلمانو سوداګرو په مالي مرستهاو ګډو هڅو برابره شوې وه د روان کال د وري (حمل) مياشتې په ۳۰مه نېټه د جمعې ورځ د نوموړي ولايت دمرکز په  قلعة السراج تاريخي بڼ کې ترسره شوه. د يادې سيالۍ د نوم ليکنې لپاره يو مياشت وړاندې په مرکز او ولسواليو کې د نوم ليکنې پنځلس مرکزونه په نښه شوي و چې پايله کې يې شاوخوا ۲۰۰۰ تنو (۲۰۰تنو ښځينه او پاتې نورو نارينه)  نوم ليکنه کړې وه. د ازموينې په ورځ د سهار په اوه بجوګډونوال په نوبت سره د کارتونو له کتلو وروسته په نښه شويو ځايونو کې په منظمو ليکو کښينول شول. د ازموينې له پيل څخه وړاندې د جمعيت اصلاح  ننګرهار پوهنتون مسئول ښاغلي ډاکټر صيب نجيب الله (صالح) خبرې وکړې، ګډونوالو ته يې ددغسې پروګرامونو هدف او اغيزې څرګندې کړې او زياته يې کړه چې جمعيت اصلاح افغانستان د ځوانانو په منځ کې کار کوي ترڅو دوی له دين سره وتړياو لدې يې خبر کړي چې ځوانانو ته فساد خپل پراخ څادر خپور کړی دی نو بايد ډېر په غور سره له ځايه قدم پورته کړي. ورپسې د جمعيت اصلاح– لغمان څانګې مرستيال ښاغلي استاد محمد عثمان (اخلاص) د ازموينې په اصولو خبرې وکړې، هغوی له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې د نظم ډېر خيال وساتي تر څو ازموينه په پوره شفافيت سره ترسره شي،استاد ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې په سيالۍ کې به هېڅ ډول زياتی له هېچا سره هم نه کيږي او ترڅنګ يې زياته کړه چې د سيالۍ د پايلو د اعلان لپاره به د ثور په ديارلسمه نېټه همدلته د سهار په اوه بجو يوه ستره غونډه نيول کېږي او د ازموينې پايلې به اعلانيږي. د نوموړي له خبرو وروسته هغه بکسونه چې د ازموينې پارچې پکې ايښودل شوې وې د ډاکټر صيب نجيب الله (صالح) او يو شمېر قومي مشرانو او ځايي علماؤ له لوري د مهرلاک له بېرته کولو وروسته پرانستل شو. د ازموينه اخستونکو هر ټاکلي سرګروپ ته خپله برخه کتابچې ورکړل شوې تر څو يې په ګډونوالو وويشي. ازموينه له وعدې سره سم په ۹ بجو پيل او له دوو ساعتونو وروسته په ۱۱ بجو پای ته ورسېده. د يادولو وړ ده چې د نظم په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د نجم ځوانانو هم برخه اخستې وه.  د يادې سيالۍ د ستیج چارې د لغمان ولايت د نجم عمومي مسئول ښاغلي عبدالرحيم (مياخيل) پر مخ بيولې.

1 دیدگاه برای «د لغمان په تاريخ کې د نبوي سيرت ستره سيالۍ+تصویر»

  • نوامبر 27, 2017 در t 9:28 ق.ظ
    Permalink

    ماشاءالله ډیر ښه با نظمه ښکاري

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *