په لغمان کې د کانکور بريالي شاګردان تقدیر شول

راپور: عبادالرحمن مهربان

پنج شنبه د ۱۳۹۳ لمریز د وري ۱۳مه  د لغمان مرکز مهترلام ښار په سراج بڼ کې د ۱۳۹۳ کال د کانکور ازموینې بریالیو شاګردانو په ویاړ د نجم لخوا غونډه جوړه شوه.

غونډه د ماسپښین په دوه نیمو بجو پیل او په څلور بجو پای ته ورسیده چې په لسګونو متعلمینو، محصلینو، د ښوونځیو او پوهنتون استاذانو پکې ګډون درلود.

پروګرام د اصلاح لیسې استاذ انجنیر علیم خان سعید لخوا د قرانکریم په تلاوت پیل شو. د ویاندوی چارې  قاضی اکمل بسمل پر مخ بیولې. د تلاوت څخه وروسته په لغمان کې د جمعیت اصلاح معاون استاذ محمد عثمان اخلاص ګډونوالو ته د تعلیم او تربیې  په ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او نوي بریالي شاګردان يې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل. استاذ وویل چې محصلین باید په پوهنتون کې خپل تحصیل ته زیاته توجه وکړي او خپلو مسلکونو کې ځان ورسوي.

همدارنګه استاذ په چارواکو غږ وکړ چې څومره چې د نورو مسلکونو بریالي کسان ستایل کیږي او امتیازونه ورکول کیږي باید متعلمین او محصلین، چې د ستایلو ډیر مستحق دي، وستایل شي خصوصا هغه چې د ټول هیواد په کچه يې په کانکور کې لوړې نمرې تر لاسه کړي دي. استاذ د دې خبرې دلیل دا وښود چې هیواد مو په روان وخت کې تر هرڅه تعلیم ته ډیر ضرورت لري.

دویم ویناوال د پوهنې ریاست د نظارت غړی استاذ سلیمان زلمی وه. نوموړي  دغه غونډه وستایله، د نجم له فعالیتونو یې خوښي څرګنده کړه او  ځوانان يې ورته پروګروامونو جوړولو ته تشویق کړل. وروسته د اکمل بسمل او د هغه د ملګرو لخوا یوه ښکلې عربي ترانه زمزمه شوه چې پروګرام یې لا رنګین کړ.

دریم ویناوال د نجم لغمان ولایتي مسؤل انجنیر عبدالرحیم میاخیل وه ، نوموړي ګډونوالو ته نجم معرفي او د نجم په هر اړخیزو فعالیتونو  يې رڼا واچوله او شاګردانو ته يې سپارښتنه وکړه چې په پوهنتونونو کې له نجم سره خپلې اړیکې ټینګې وساتي .

د پروګرام دویم پړاو کې هغو شاګردانو ته چې په د لغمان په سطح یې کانکور کې  لوړې نمرې اخیستي تقدیر نامې ورکړل شوې.

غونډه د مولوي کوهستاني په وینا او دعایې سره پای ته ورسیده، ملا کوهستاني یاده کړه چې چارواکي باید په جدي ډول په کانکور کې د درغلۍ مخه ونیسي او پرینږدي چې نالایقه او تنبل کسان د پیسو او نورو څیزونو په بدل کې د لایقو کسانو حق تلف کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *