مدثر اسلامي

زه…

نه پښتون یم..

نه تاجک..
نه هزاره..
افغان یم.
تر څو، چې مونږ د خپلو مړو لمانځنه د پښتون، تاجیک او هزاره په نامه کوو، همداسې به مرو. تر هغو، چې مونږ خپل مړي د طالب، اردو، اربکي او عام وګړي په توګه ژاړو، همداسې به مو وژني.
مونږ باید د هر افغان مړي او ټپي په ویر کې د ګډون احساس وکړو، بیا به د جګړې ختمولو تصور رامنځ ته شي. له تصور پیدا کیدو وروسته به د جګړې د مخنیوي لپاره ګډې حل لارې وړاندې شي. او چې حل لارې وموندل شوې اوږه په اوږه به د جګړې ټغر له خپله کوره ټول کړو.
خو دلته داسې نه کیږي؛ دلته یواځې د دې هڅه کیږي، چې جګړه له یوې سیمې بلې ته ولیږدول شي. کله شرق، کله غرب، کله جنوب او اوس شمال ته.
د جګړې د ختمولو او افغاني سولې طرح لا نده منل شوې؛ عملي کول یې وړاندې خبره ده.
له سیاسیونو دا کار نه کیږي، ځکه که غوښتل یې په تیره یوه نیمه لسیزه کې به دا کار شوی وای؛ له پردیو هم دا تمه لیونتوب دی.
یواځینۍ چاره دا ده، چې ولس له یو بل سره د مینۍ او همدرۍ په احساس راولاړ شي او په خپل کور، سیمه او وطن کې د جګړې په خلاف فکري بدلون رامنځ ته کړي. د فکر بدلون بیا دومره کمزوری ندی، چې عمل کې مو وروڼه نکړي.
بله چاره نشته، یا به همداسې بیل بیل په خپلو مړو ویر کوو او یا به ګډ د یو بل خوشالۍ لمانځو؛ اختیار زما او ستا دی، چې هره لار ټاکو.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.