مدثر اسلامي

له کارونو او درسونو، چې ستړی شم، کلي ته ځم. د کلي موسم، هوا، سمسوروالی او د سیند د اوبو نغمې مې زړه ته سکون ورکوي. د کلیوالو مینه او سادګي مې ستړیا او اندیښنې د لنډې مودې لپاره رانه هیرې کړي. د کلي جومات کې د ماشومانو د درسونو ازانګې مې په زړه کې د راتلونکې لپاره هیلې وټوکوي. ښوونځي ته د هلکانو او نجونو کتارونه د هوسا او ارام ژوند الهامونه راوړي.

لس کاله وړاندې زمونږ د کلي په نږدې شاوخوا کې ښوونځی نه و. مونږ به د ښوونځي لپاره په ساعتونو په پښو مزل کاوه، هغه هم یواځې تر نهم ټولګي وه. له نهم ټولګي وروسته ډیرو ښوونځی نه لوست، ځکه لیسه په ولسوالۍ کې وه او تر ولسوالۍ هره ورځ تګ راتګ د هر چا د وس کار نه و. له بل پلوه ټول هلکان مجبور وو، چې د ځمکې او مال په ساتلو کې د کورنۍ له غړو سره مرسته وکړي؛ کورنیو نه غوښتل، چې د هلکانو ډیر وخت تر لیسې پورې په تګ راتګ کې ولګیږي. لیسې هم د سیمې د ټولو هلکانو د جذب وړتیا نلرله.

زمونږ په سیمه کې د نجونو هیڅ ښوونځی نه و. د نجونو په خیال او خاطر کې هم نه ګرځیده، چې له کوره بهر دې ښوونځي کې لوست وکړي. د دولتي او نادولتي ادارو له لوري کله کله په ځینې کلیو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ او نورو مهارتونو د زده کړې لنډمهاله کورسونه جوړیدل. هغوی، چې ډیرې بختورې وې، دې کورسونو کې د ګډون موکه په لاس ورتله.

کله به، چې کومه لوستې میرمن د واکسین یا کوم بل کمپاین پر مهال کلي ته راغله د کلي ښځې او سړي ټول به ورته داسې خوشاله وو، لکه کور ته، چې ناوې راولي. بیا به نجونو تر ډیره د یادې میرمنې په څیر د پاکو جامو، پاک بدن او ښو خبرو خوبونه لیدل. هره لوستې میرمن به په کلي کې ډاکټره بلل کیده.

د ولسي خلکو او قومي او دیني مشرانو په هڅو زمونږ کلي ته نږدې د نجونو ښوونځي جوړ شو؛ د ښوونځي ځمکه کلیوالو ورکړه او تعمیر یې دولت ودان کړ. که څه هم د ښوونځي ټول کارکوونکي او ښوونکي سړي دي، خو د شاوخوا کلیو لسګونه نجونې پکې زده کړه کوي.  تیر کال، چې نجونې نهم ټولګي ته ورسیدې، په کلي کې د پوهنې بلې شوې شمعې راتلونکې ته اندیښمنې وې، خو د کليوالو په زیار ښوونځی لیسه شوه.

اوس زما  د کلي نجونې ښوونځی لري. زما د کلي تورې بلبلې د حیا په سپین پړوني کې د خپل پیغمبر دا لارښوونه عملي کوي، چې د علم زده کړه په هر مسلمان فرض ده. زما د کلي نجونې اوس د ډاکټر او ښوونکي کیدو خوبونه لیدلای شي. زما د کلي نجونې اوس د درمند پاتې شونو ټولولو او ټټۍ جوړولو په سر نه، بلکې په کتاب، قلم او کتابچه له یو بل سره سیالۍ کوي. زما د کلي نجونې اوس د افغانستان د نورو نجونو په څیر د زده کړې حق لري.

لدې هر څه سره، د درسي موادو کموالی، د ښځینه ښوونکو نشتون، د مناسب تعلیمي چاپیریال نشتوالی او د زده کړې د کیفیت ټیټوالی ځینې هغه ستونزې دي، چې په ټوله کې زده کوونکي او په ځانګړي ډول نجونې ورسره مخ دي.

دا پداسې حال کې ده، چې په ټول هیواد کې شاوخوا پنځلس زره ښوونځیو کې ۸ میلیونه زده کوونکي زده کړه کوي، چې ۴۲ فیصده یې نجونې دي. لغمان د نجونو د زده کړې په برخه کې په پنجشیر پسې دویم ولایت راځي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.