غوښتل مې مؤرخ شم، خو…

لیکنه: اسدالله ریان
له هغو مهمو عناصرو نه چې د یوه انسان د شخصیت په جوړښت او پیاوړتیا کې ستره ونډه لري، یو هم د تاریخ د لویو اتلانو د ژوند لوستل دي. په دې کې هیڅ شک نه شته چې د عمرالفاروق، خالد بن ولید، ابوعبیدة بن الجراح، موسی بن نصیر، طارق بن زیاد، محمد بن قاسم، قتیبة بن مسلم، صلاح الدین ایوبی… او نورو انقلابي شخصیتونو(رضی الله عنهم اجمعین) د ژوند په هکله مطالعه د مسلمان په ژوندون کې لوی بدلون راولي او مسلمان ځانګړي او لوړ هدف ته د ټاکنې لپاره هڅوي.
آیا نن سبا څوک شته چې د اسلامي امت تاریخ ولیکي؟
یوه ورځ مې د صلاح الدین ایوبي (رحمه الله) د ژوند په هکله کتاب لوست چې  لیکوال یې عبدالله ناصح علوان وو، د صلاح الدین لوړ همت، شجاعت، زهد او کوم غیرت یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه درلود په ما کې ډیر تغیر راووست. لاسونه مې پورته کړل او صلاح الدین ایوبي ته مې دعا وکړه. له صلاح الدین سره جوخت، د کتاب لیکوال ناصح علوان صیب هم را په یاد شو، ځکه دا هغه وو چې زه یې د صلاح الدین له ژوند سره آشنا کړم، نو هغه ته مې هم دعا وکړه او له الله سبحانه و تعالی نه مې د اجر غوښتنه ورته وکړه.
د اسلامي امت تاریخ او مهمې پیښې ډیرې مستندې لیکل شوی دي او مونږ ترینه ګټه اخلو. دا سوچ را ته پیدا شو چې آیا په یوویشتمه پیړی کې د اسلامي امت مهمې پیښې څوک لیکي که نه؟  داسې نه چې زمونږ راتلونکی نسل د ننیو پیښو نه عبرت وا نه خلي او له کومو ستونزو سره چې مونږ لاس او ګریوان یو، دوی هم وي.
ما ویل خدای مه کړه داسې و نه شي چې د دی امت د سبا بچيان، شهید احمد یاسین و نه پیژني، هغه معیوب چې اسلامي امت یې په حرکت راووست. داسې و نه شي چې د سعید صیام نوم یې له یاده ووځي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه مخلصه امتي چې د وزارت پست یې اشغال کړی وو مګر بیا هم د خپل ګاوندي دوه سوه ډالره قرضداره وو…داسې نه چې سیف الاسلام خطاب له یاده وباسو؟ د اسلامي امت له پسرلي نه به مو ځوانان خبر شي که نه؟ او….


د سوچونو نچوړ:

ددې سوچونو نچوړ او نتیجه دا وه چې زه باید په خپله هڅه وکړم تر څو د اسلامي امت د یوویشتمې پیړی د لومړی لسیزی مهمې پیښې ولیکم.
په برما کې چې  په روهینګي مسلمانانو کوم ظلمونه وشول او کیږي. د پیښو په لیکلو وم، هغه جملې مې چې لیکلې، صحنې یې په ذهن کې راتلي. په لسګونو زره مسلمانان له محکمې پرته وژل کیږي. زمونږ په خویندو جنسي تیری او ماشومان سوزول کیږي، داسې حالت را باندې راغې چې نه پوهیدم څه لیکم؟       په دې وخت کې تلیفون ته مې زنګ راغې او زنګ هم د شهید سید قطب هغه شعر وو چې:
اذا کنت بالله مستعصما                 فماذا یضیرک کید العبید
زما هم باور شو چې که نن مونږ دومره ذلیله شوي یو، یوازینی دلیل یې دا دی چې معتصم بالله نه یو، د دنیا سره حب او له مرګ نه کراهت راکې پیدا شوی.
د عربي پسرلي چې په واقعیت کې د اسلامي امت پسرلی دی لیکلو ته راورسیدم.   د سوريی د انقلاب په لیکلو لګیا وم، ډیر کوښښ مې وکړ ترچې ولیکم په دې انقلاب کې تر اوسه اویا زره کسان شهیدان شوي دي، او دا سلسله جریان لري. لاس مې دا و نه شوای زغملی چې قلم واخلي او د یوه نسل د نابودی خبره ولیکي. په دی حال کې  سترګوهم  ځواب راکړ. کاغذ ټول لوند شو او له څاڅکو، څاڅکو اوښکو نه نژدې وه سمندر جوړ شي.
له کور نه بیرون ته ووتلم تر څو مې ذهن آرام شي او په خورا آرامې سره لیکلو ته دوام ورکړم. انټرنټ ته لاړم تر څو ځینې مهم مواد پیدا کړم. له تازه خبرونو نه داوو چې په بنګله دیش کې هم د اسلامي غورځنګ په غړیو ډیر بد حالت راغلی، هره ورځ شهیدانیږي او د بشر د حقونو چغې وهونکي آرام ناست دي.
په انټرنټ کلپ کې وم چې غوږ ته مې د مرګ په امریکا او زنده باد اسلام چغې راغلی. ګورم چې د میدان وردګو مظلوم ولس وو او له کرزي نه یې غوښتل چې د امریکا خاص ځواکونه یا (سپیشل فورس) باید له دی ولایت نه زر تر زره وباسي او ددوی د زامنو او وروڼو یا ژوندي یا مړي ورکړي.
یو ماشوم چې غالبا ۶ کلن به وو په ژړه غوندي غږ وویل: زه مې پلار غواړم. ددې ماشوم غږ په ما توره شپه کړه او الله ته په زاریو شوم چې یا ربه دا په مونږ څه کیږي؟
کور ته لاړم او سر مې په لاس کې ونیو. فلسطین، افغانستان، یمن، سوریه، برما، مالي….. له کوم ځای نه خبره پیل کړم؟ څه ولیکم؟  آیا دا چې ورځ په ورځ مسلمان وژل کیږي او نور مسلمانان ټول چپ دي؟  آیا دا چې د اسلامي امت ډیری نسلونه د تباهی سره مخامخ دي؟
زه نه شم کولی د دنیا په حب کې د اسلامي امت د بچیانو ډوبیدل ولیکم. زه د اسلامي امت د یوویشتمی پیړی په تاریخ کې څه ولیکم؟ آیا دا چې د عربستان او دوبی مسلمانان د سوريي او فلسطین د مسلمانانو په کیسه کې نه دي؟ آیا دا چې ډیری مسلمانانو خپل مسؤلیتونه هیر کړي؟
نه،نه… زه دا کار نه شم کولای. زما په لاس او قلم کې دومره توان نه شته چې د زرګونو مسلمانانو د شهادت پیښي ولیکي په داسې حال کې چې نور مسلمانان په قصرونو کې ژوند کوي او اصلا د خپلو خویندو او وروڼو په کیسه کې نه دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *