خبري توکي او خبري ارزښتونه

عبدالمعید هاشمي

په ظاهره د خبر توکي او بنسټونه يوشى دي. د ژورنالېزم د ماهرينو يوه ډله وايي په دواړو کې توپير ندى په کار، خو يوه ډله بيا وايي چې خبري توکي په اصل کې د خبر جوړونې توکي دي چې له هغو پرته د خبر بشپړول ناشوني وي. د خبر تر ټولو عام توکي او لوازم دا دي:

۱. څه وشول

۲. څه وخت

۳. چېرته

۴. څنګه

۵. ولې

۶. له چاسره

د بېلګې په توګه: کله چې د لوبې سيالۍ وي پورته پوښتنې لاندې بڼه خپلوي.

څه؟ د کرکټ مهمه سيالي وشوه.

چيرته؟ په دوبۍ کې.

کله؟ نن د چهارشنبې ورځ.

څنګه؟ دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، هستې ګل عابد د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو.

چا؟ دافغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ.

څه ډول؟ لومړى لوبه پاکستان او بيا افغانستان وکړه.

په انساني ټولنو کى توپير ارو مرو وي. ددوى ترمنځ جغرافيي، تهذيبي، مذهبي، فکري او ټولنيز واټنونه شتون لري. يوه پېښه يوه ملت ته په زړه پورې وي، خو بل ملت ته بيا نه وي، نو له همدې امله ويلاى شو چې هر خبر ځانګړي خبري ارزښتونه لري.

پر وخت والي

خبر بايد له ځنډ او خنډ پرته خپورشي. هغه د پښتو متل دى چې ((اوګره سړېږي بلا پرې لګېږي)) څومره چې خبر زوړ شي د لچسپي يې له منځه ځي.

نن چې څومره کوچنۍ پېښه رامنځته کېږي. هغه د تېرو اونيو، مياشتو او کلونو له مهمو خبرونو ډېره ګرمه او ارزښتمنه وي. يوه مشهور ژورنالست ويلي دي ((تازګي د خبر مهم عنصر دى)).

د يوه اخبار پلورونکي د هټۍ اخبارونه نن ارزښت لري، سبا ته هېڅ پکار ندي. اوس چې پرمختللې زمانه ده يو ساعت وړاندې خپور شوى خبر ساعت وروسته خبر نه دى.

د خبر د ځاى نږدېوالى

سره له دې چې اوس نړۍ د يوه کلي بڼه غوره کړې ده، د نړۍ د يوه ګوټ خلک غواړي له بل ګوټ څخه خبر شي. د چين ساينسي لاسته راوړنې، د اسرائيلو مظالم، د عربو لاريونونه سره له دې چې جغرافيايي واټن لري ولې له خبرېدو سره يې خلک مينه لري او هر چا ته په زړه پورې وي.

خو له دې سره سره چې د چين ساينسي پرمختګ څومر ه چينايانو ته په زړه پورې دى، د نورو لپاره نه دى. په ننګرهار کي د يوه سړک پخېدنه ننګرهاريانو ته د مزار شريف تر يوې سترې پروژې ډېر ارزښت لري. څومره چې د پېښې سيمه لوستونکو، اورېدونکو او کتونکو ته نږدې وي هغومره ورته خبر ارزښتمن او په زړه پورې وي.

ناڅاپي والى

د پېښى ناببره منځ ته راتګ خبر په زړه پورې کوي. په يوه ګرمه سيمه کې د يخنۍ څپه، بى وخته واوره او ږلۍ اورېدنه، په يوه لنګون د ډېرو ماشومانو زېږون، د انسان له لوري د سپي خوړنه، له پنجرې د زمري راوتل، د يوه ژوبڼ د فيل لېونتوب دا ټولې غير معمولي ناببره او ناڅاپي پېښې دي، چې خبرونه يې په زړه پورې دي. څومره چې يو ژورنالست خلکو ته بې ساري خبرونه او ناڅاپي معلومات وړاندې کوي په همغه کچه د خلکو زړونه لاسته راوړي او محبوبيت يې زياتېږي.

ټکر او شخړه

په يوه خبر کې خوځښت يوه ستره ښېګڼه ده. د حرکت نه مراد دادى چې د لوستونکي يا اورېدونکي په ذهن کې دا احساس پيدا کړي چې په ژوند کې يو نوى بدلون راغلى دى او پوه شي چې ژوند جامد او په ټپه ولاړ نه دى _که دغه حرکت د ټکر بڼه غوره کړي، ډېر به په زړه پورې وي.

ټکر ډېرې ګټې هم لري لکه د لوبو او پوهې سيالۍ. د ټکر او شخړې په هره بڼه کې خلک د لچسپي لري. ټکر که د دوه لوبډلو ترمنځ د ګټلو او بايللو وي او يا د ستونزو او جګړو. موخه دا ده چې د مقابلې، مسابقې، ټکر او شخړې په ټولو بڼو کې سړى د خبر تل ته ورکوزېږي.

مهم والى

ارزښت لټونه او پلټنه په انساني فطرت کې اغږلې ده. انسان تل هڅه کوي مهم کارونه وکړي. ډېرى خلک په خپله مهم کارونه نه کوي، خو د نورو مهم کارونه ګوري او څاري يې او ځان ترې خبروي. د يوه غره هسکې څوکې ته ختل چارواکو ته هم په زړه پورې وي. که يوه غريب مزدور هېڅ ونلري مهمه نده، خو که يو پانګوال بې پانګې شي دا مهم خبر دى. که يو ملنګ شکېدلې تڼۍ ګرځي پروا نه کوى، خو که يو څوک د واک له ګدۍ راپرېوځي مهم خبر دى.

جذبات

هر وګړى په يوه دود جذباتي وي. ځکه نو داسې خبر خوښوي چې د ده د جذباتو استازولي کوي.که په داسې خبرونو کې د کوم هېواد ولسمشر، شهزاده، مشهور اديب ټول منلى فلمي لوبغاړى ورګډ شي خبر نورهم په زړه پورې کوي. په دغه ډله کې هغه خبرونه هم راځي چې په اړه يې ويل کېږي چې د انساني ژوند يو اړخ يې راپورته کړى دى.

له ناکاميو او محروميتونو سره سره د يو چا لوړ ظرفيت، قربانۍ  جذبه، د مظلوميت او بې اسرې ژوند تېرول نا برابر حالات او بيا ورسره همدردي، شرافت او سرلوړي که په څرګنده کوچنۍ او غير مهمه پېښه وي، خو د انساني فطرت  او عظمت هېنداره وي، د لوستونکو او اورېدونکو زړونه داسې اغېزمن کړي چې په ناڅاپي موسکا يې اړ کړي او له خولې يې آه يا واه رواباسي.

شمېرې او پراختيا

د خبر په اهميت کې شمېرې او پراختيا لوى لاس لري. که په يوه امنيتي پېښه کې څو تنه ټپيان شي او يا څو تنه ووژل شي ډېر اهميت نلري. خو که بل سياستوال بيا سل زرو کسانو ته وينا وکړي ارقام دي چې رسنۍ ورته ارزښت ورکوي او په شد مد يې خپروي. د ډيورنډ له کرښې تیریدل ډېر اهميت نلري، خو که دا ورسره راشي چې مليونونو افغانانو ډيورنډ کرښه په خپلې مرۍ د چړې کشولو په معنى بلله او مخالفت يې کولو بيا نو خبر سره له دې چې نوى ندى خو ډېر په زړه پورې، مهم او د لچسپ دى.

شخصيتونه

پېژندل شوې څېرې چې د هرې څانګې وي، په ولسي وګړو کې ځانګړى ځاى لري او ورته په زړه پورې وي.

که يو مشهور شخص  له ېوې کوچنۍ پېښې سره مخ شي ستر خبر ترې جوړېږي، لکه د ښار په واټونو کې په بايسکل د ولسمشر ګرځيدل. يو کيسه بر د پوليسو د يوه چارواکي جېب ووهي دا ډېر جالب او په زړه پورې خبر دى. د مشهورو خلکو په اړه خبرونه خلک په ډېره مينه ګوري، اوري او لولي يې.

ځايونه

د څلي پر وړاندې مظاهره، د پوليسو له قوماندانۍ غلا، په جومات کې بدعملي او يا داسې نور خبرونه، همدا ځايونه ارزښت او اهميت ورکوي. د بېلګې په ډول په يوه کلي کې له چاودنې څخه د يوه مشهور دفتر پر وړاندې چاودنه ډيره مهمه ده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *