د دیموکراسۍ او جمهوریت پیژندنه

لیکوال : حضرت نبي نبی زاده

جمهوریت په عربي ژبه کې په خپله اصلي معنی کې کوم خراب شي ته نه ویل کېږي ، د جمهوریت معنی جک، لوړ او په هر شي کې ډير ته ویل کېږي او جمهوریت الناس څخه مو خه د خلکو اکثریت دی د حدیثو ، فقهې او لغت په کتابونو کې د جمهور د کلیمې لغوي معنی په همدې مفهوم وار وار راغلې ، یعنې ډیر ښکاره او یالوړ رتبه ورکړل شوې، چې په دغه ډول استعمال کې یې کومه شرعي بدي نشته ، د اسلامي ریاست مشر جمهور الناس یا د هغوي د استازو ( اهل الحل والعقد ) لخوا ټاکل شوي او د هغوي بارو یې ترلاسه کړی وي ، نو له دې امله د اسلام حکومتي نظام یو جمهوري او شوارایي نظام دی ، خو اوس زمونږ بحث په جمهوریت یا جمهورنه دی بلکې  زمونږ د بحث موضوع د یموکراسي ده ، غربي خلکو د جمهوریت فکر د عربي ډیکشنرۍ څخه نه دی اخیستی ، بلکې د یوناني کلیمې د دیموکراسۍ څخه یې اخیستی دی چې معنی یې( د خلکو حکو مت ، د خلکو په واسطه ، د خلکو لپاره ) .

اصطلاح او تفصیل 
جمهو د شګو غونډۍ ته وایي ، چې په دوه ډوله ویشل شوی . 

۱: جمهوري حاکیمیت : چې دیموکراسي ده .

۲: دیني جمهوریت : د ډیرو خلکو په واسطه د الله ج نظام حاکمول ، ( ډیر خلک راغونډ شي یو مشر وټاکي او بیا د هغې ترشا ودریږي ترڅو د الله ج له لوري رالیګل شوی نظام حاکم وګرځوي .

دیموکراسي څه ته وایي ؟

په لغوي لحاظ باندې دیموکراسي یوه یوناني کلمه ده چې له دوو کلیمو څخه ترکېب شوې ده ، چې یو د ډیمو (  Demo )او بله کراسۍ  ( Cracy) ده ، د زمانې په تیرېدو سره د دغه دوو کلمو له ترکېب نه دیموکراسي جوړه شوې ده ، ( ډیمو ) په یو ناني ژبه کې ولس او ملت ته ویل کیږي ، او ( کراسي ) حکومت او حاکمیت ته وایي ، یعنې د ملت او حاکمیت ، خلک به حاکم وي دین به حاکم نه وي ، الله به ( نعوذ باالله من ذالک ) حاکم نه وي ، د هغه رسول ( ص ) به حاکم نه وي ، بلکې د ملت به حاکم وي ، دا د دیموکراسۍ لغوي معنی شوه ، او په اصطلاح کې د ټولو لپاره د منل شوی او متفق علیه تعریف د یونان مشهور فیلسوف افلاطون  ( Plato)  ( متولد ۴۲۷ قبل المسیح او متوفی ۳۴۷ قبل المیلاد ) په خپل کتاب   ( Republique) کې او د امریکا د متحده ایالاتو شپاړسم جمهور رئیس ابرلنکن ( متولد ۱۸۰۹ مقتول ۱۸۶۵ کال ) داسې کړی دي :

Government of the People, by the people, for the people

د خلکو حکومت ، د خلکو لخوا ، د خلکو لپاره .

د ډيموکراسۍ مخینه ( تاریخچه ) 

د غربي فکر او اوږد تاریخي پس منظر او شالید  مطالعي څخه وروسته دا نتائج لاسته راځي چې،اروپا له پیل څخه د داسې دین د تسلط لاندې راغله چې په انساني افکارو یې بنسټ ایښودل شوی وه.

بیا د وخت په تیریدو سره د کلیسا مشران په هغې دین کې داسې بدلونونه را وستل چې  ، هغوی یې د هرډول واک واکداران کړل ، د دې بې ساري واک څخه د کلیسا دیني مشرانو ناوړه ګټه پورته کړه او په ټولنه کې یې بې سارې استبداد ته مخه کړه .

دوی به هغه ساینس پوهان هم وژل چې نوې اختراع به یې کوله ، ځکه دوی به وېلې چې دغه څه زمونږ په دین کې نشته ، تقریباً درې سوه اودیرش زره ( ۳۳۰۰۰۰ ) انسانان یې په همدې بهانه و وژل .

د ې هر اړ خیز استبداد د هر ډول علمي او ساینسي پرمختګ مخه ونیوله چې له امله یې پوهان او علماء او فلسفیانو د بیلابیلو لاملونو په نتجه کې دې ته اړ شول چې  عکسل العمل په حیث د دې استبداد پرضد را ولاړ شي .

په پیل کې دا عکسل العمل انفرادي وه  ، چې وروسته یې عام حالت غوره کړ او خلکو د انتقالي مرحلې په توګه یوه طبعي دین اختیار کړ، چې د انسان په ژوند یې کومه اغیزه هم نه درلوده .

په دې وخت کې علطي دا وشوه ،پرځای د دې چې دا عکس العمل د همدې تحریف شوې کلیسایې عقیدې په مقابل کې منحصر پاتې شي ، دې عکس العمل یو عام حالت خپل کړ ، او ټول ادیان په کلیسا باندې قیاس شو ل او د اروپا خلکو د ټولو  ادیانو په مقابل کې هماغه درځ غوره کړ چې د کلیسا په مقابل کې یې غوره کړی وو.

د دې نادرست قیاس او عکس العمال په نتجه کې د اروپا په خلکو داسې تصورات حاکم شول چې هغه په بشپړه توګه الحادي تصورات وو . سره له دې چې یو زیات شمیر وکړي یې تراوسه په مسیحیت د ایمان دعوه کوي مګر د هغې سره سره دوۍ په بشپړ الحاد کې ژوند کوي .

له نن نه درې سوه کاله وړاندې په اروپاکې د (مثلث په شکل )  طباقاتي نظام موجود وو چې  ، اشراف ، دیني شخصیتونه او غلامان پکې شامیل وو .

دلته درېمې طبقې چې غلامان وو  ، د اروپا  ( ۹۸ ) سلنه یا فیصده نفوس تشکیلاوه ،دغه اته نوي سلنه خلکو په ډير بد حالت کې ژوند کاوه ، لوګه ، فقر ، بېوزلي ، لوړ مالیات … هغه څه وو چې نور یې د دوۍ زړه له دین څخه تور کړ  ، دا چې پورته هم ترې یادونه شوې چې ، دوۍ ټول دینونه په کلیسا قیاس کړل ، نو همدا وجه وه چې دوۍ په ځای د دې چې اسلام ته مخه کړي ، ورو ورو د الحاد په لور ور وښوېدل .

د ډيموکراسۍ بنسټونه

مولانا صیب ګورالرحمن وايي : سیکولریزم ، لبرالیزم ، کپټالیزم اونشنلیزم د دیموکراسۍ بنسټونه دي .

الف : سیکولریزم : Secularism

د سیکولریزم یوه لنډه معنی او هدف دا دی چې دین ته باید په سیاست کې هیڅ برخه ورنګړای شي ، سیاست او دین سره جلا شیان دي ، سیاست جلا شی دی او دین جلا، دین به یواځې په کلیسا او مسجد کې وي ، په سیاست ، حکومت ، بانک ، رسنۍ …… او پارلمان کې باید دین نه وي ، او نه باید د دین کوم اصل ته پکې توجو وشي .

دا مفکوره چې څوک لري هغې ته سیکولر ویل کېږي او دې نظریې ته سیکولریزم وایي .

په ۱۷۸۹م کال امریکا ،  بشري حقوقو په اعلامیه کې سیاست او دین یو د بل څخه جلا کړل دا اعلامیه د جرمني د فرانکفورت او برلین د ۱۸۴۸م کال په اعلامیه کې او سویزرلنډ د ۱۸۶۶م کال په اعلامیه کې ومنل شوه او کمونست روس خو د ۱۹۱۹م کال را په دې خوا په دین او مذهب پسې خپل لور او څټک راخیستي وو .

د غیرې اسلامي هیوادونو څخه علاوه په اسلامي هیواونو کې هم ځینې داسې کړی او اشخاص شته چې په مغزوکې یې د سیکولریزم نظریه وجود لري ، خو د امام حسن البناء ( رح ) او سید ابو علي موودي ( رح ) او نورو علماؤ په دې اړه زیاتې لیکنې کړي چې اسلام د ژوند هر اړخیز نظام دی ، یواځې عقیده او عبادت ندی بلکې هم عقیده ده او هم عبادت هم اخلاق هم اقتصاد …..

ب : لبرالیزم ( بې قیده خپلواکي ) : Liberalism

 د دې مفکورې طرفداران په دې عقیده دي ، لکه څنګه چې انسان دنیا ته ازاد راغلی دی په همدې شکل دی باید ازاد وي او هیڅ قانون او دین ته باید پابند نه وي ، انسان چې څه غواړي کولای یې شي ، نه حکومت دی منعه کولای شي ، اونه کوم دین .

د دغې مفکورې پیروانو ته لبرالان وایي او دې مفکورې ته لبرالیزم وایي .

د سیکولریزم او د خلکو د حاکمیت ( دیموکراسۍ ) نتجه د قانون ، مور او پلار څخه کاملاً ازادي ترلاسه کول دي ، چې دا د خلکو منل شوی جمهوري حق هم ګڼل کیږي ، د دې خپلواکۍ په اساس د غرب وګړي الله ( ج ) او د هغه رسول ( ص ) ته په ښکاره کنځلې هم کولای شي ، مور، خور، او لور سره جنسي اړیکې ټینګولای شي ، لوڅ ، بربنډ ګرځیدای شي ، او په کوڅو کې د خلکو ترمخ هم جماع کولای شي ، نو هر چیرته یې چې خوښه وي هلته خپل خواهشات پوره کولای شي ، که چېرې مور او پلار پرې اعتراض وکړي نو هغهوی نیول کیږي او بندي کیږي او جزا هم ورکول کیږي ، دا په دې خاطر چې د چا په شخصي ژوند کې مداخله کول قانوني جرم او د جمهوري حقوقو خلاف کار دی ، مور او پلار او د لویانو احترام او عزت کول د لبرالیزم او ماډرنیزم په خلاف یو خیالي کار دی ، د سیاسي خپلواکۍ په نوم د تحریک چلول ، په مظاهروکې اورلګول ، تیږې ورول او هر ډول تخریبي عمل کول جمهوري حق ګڼل کیږي ، لبرالیزم یواځې د شاه یا پاپ د غلامۍ څخه د خپلواکې ترلاسه کولو ته نه وايي بلکې د هغې په څنګ کې د الله ج له هدایاتو او د هغه د رسول او د اخلاقوڅخه ازادي ده .

دا هغه ازادي ده چې د جمهوریت بیرغ پورته کوونکې یې د خپل ځان لپاره فخر ګڼي او ناز پرې کوي خو په حقیقت کې دا ډول جمهوریت او خپلواکي د ( حیوانیت ) دوهم نوم دی او بس .

ج : کپیټلیزم ( سرمایه داري او ماده پرستي ) Capitalism

کپیټل ( ( Capital په اصل کې سرمایې ته وایي ، او کپیټلیزم هغه مفکوره او نظریه ده چې د هغې له مخې مال او دولت ته ډیر اهمیت ورکول کیږي ، پدې معنی چې مال او دولت باید لاسته راوړل شي که د هرې لارې څخه وي که روالاره وي او که ناروا ، او د مال خاوند بیا خود مختاره دی چې دا مال او دولت چیرې مصرفوي ، مصرفولای یې شي ، که شراب پرې څښي ، که په ډمانو یې مصرفوي ، که قمار پرې کوي ، او که نور د فحشاء او فساد کارونه پرې کوي ، دا خو د مختاره دی ، هیڅ قانون او دین دی نشي منعه کولای ، که مال او دولت دې درلود ته  د ټولنې عزتمند شخص یې ولو که د ټولنې جاهل انسان لوی زناکار ، ډم ، فاحس او فاسد انسان او سې ، او که دولت درسره نه وي ته د ټولنې یو پست او ذلیله شخص یې ، ولو که ته یو ډیر علمي او نیک شخصیت اوسې .

هغه خلک چې دا مفکوره لري هغې ته کپیټلیستان وایي او دې مفکورې ته کپیټلیزم وایي .

د دین اوروحانیت څخه د سرکشۍ لازمي نتیجه همدا وي چې انسان د ګيې غلام او د الله تعالی د بندګۍ په ځای یې د زر او سیم بنده ګرځوي ، په غربي نظامونو کې د سودد او ګټې نه پرته چاته قرض هم نه ورکول کیږي ، د دولت د لاسته راوړلو په خاطر د عصمت او آبرو خرڅول هم ښه کسب ؛ڼل کیږي ، چې په دې نظام کې د ټولو نه ډیر دولت لاسته راوړل او د ځمکو اخستل د ژوندانه مقصد او هدف دی .

 

د : نشنلیزم ( قوم پرستي ) Nationalism

Nation په انګلیسي کې قوم ته وایي او په اصطلاح کې نشنلیزم هغه مفکوره ده چې یو څوک خپل قوم ، نژاد ، هیواد او ژبه د حق معیار وګرځوي او په باطل او ناروا کې د هغې ملاتړ او حمایت کوي دې ته نشنلیزم وایي او دا مفکوره چې څوک لري دوي ته نشنلیستان ویل کیږي.

د دین اومذهب څخه د غربیانو د مخ اړولو او انکار کولو علت ، قومیت ،رنګ ، نژاد او وطن دی ، د هغوی په فکر کې پراخوالی نشته ، بلکې په جعرافیایي چوکاپ کې بند دي قوم پالنه او وطن پالنه د هغوی نوی دین او مذهب دی ، او یا په بل عبارت ، قوم او وطن د هغوي خدای دی خپل قوم د ګټو په خاطر د نورو قومونو لوټول او د استثمارول د فخر سبب ګڼې ، د خپل هېواد بد ترین افراد خپل ورور ګڼې ولې د بل هېواد یو مسلمان او نیک شخصیت د خپل ورور په حیث منلو ته تیار نه وي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ      

ماخذ :

د اساسي قانون تحلیل او شننه ـــ عبدالصبور مبارز

سلام : شپږمیاشتېنۍ  مصباح الله عبدالباقي

2 دیدگاه برای «د دیموکراسۍ او جمهوریت پیژندنه»

  • آوریل 6, 2019 در t 8:26 ب.ظ
    Permalink

    ماشاالله الله تعالی مو نور هم لوړ کړه ښه ليکنه دا د خوشحالۍ ځای دې چې د ژورنالیزم پوهنځی محصل ورور مو د نظامونو په هکله دومره ښايسته لیکنه کړيده چې د ستايلو وړ ده واقيآ ستاسو زیار او کوښښ همدلته معلوميږي د خوشحالۍ ځاي دي الله تعالی د په هر ډګر کې کاميابه لره
    په درنښت ستاسو ورور وحيدالله کامران صافی

    پاسخ دادن
  • ژوئن 14, 2019 در t 7:24 ق.ظ
    Permalink

    الله مو په عمر کې برکت واچوه ډېر په زړه پورې معلومات

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *