نجم کندهار د مينې او ورورولۍ په لور علمي کنفرانس داير کړ!

نهاد جوانان مسلمان (نجم) کندهار ولايتي ادارې د 1397/02/06 په نیته د مينې او ورورولۍ تر نامه لاندې ستر علمي کنفرانس داير کړ. په کنفرانس کې د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئيس دکتور محمدعاطف ، دکتور رحمت الله زاهد، استاد عبدالفتاح جواد ، شيخ القرآن احمدالله صافي ورسره راغلو پلاوو همدارنګه د کندهار ولايت د جمعيت اصلاح او نجم پرسونل ، او زيات شمير محصلينو او متعلمينو ګډون درلود.

کنفرانس د حافظ عبدالباقي په تلاوت او ډاکټر طارق عزيز په وياندويي پيل سو د نجم کندهار مسٶل احمدالله خالد ګډونوالو ته ښه رغلاست وينا وکړه .

د جمعيت اصلاح محترمو رهبرانو هر يوه په وار سره د مينې او ورورولى او د هغې په راوستلو کې د نجم د نقش په هکله خپلي ويناوي و کندهاري ولس ته وړاندي کړي، او تر څنګ يي د کندهار ځوانانو ته نيکې مشوري ورکړې .

د يادونې وړ ده نجم او جمعيت اصلاح افغانستان د څو لسيزو راپه دې خوا د ګران هيواد هر اړخيزه پرمختګ کې تر حد زيات خدمتونه کړي او دالله ج په مرسته دې لړۍ ته نور هم ادامه ورکوي.

احمد الله خالد، د کندهار ولایت د نجم مسوول
استاد محمد خان عاطف د جمعیت اصلاح د مرکزی شورا رئیس
استاد احمدالله صافی د جمعیت اصلاح د مرکزی شورا غړی
استاد امین الله معتصم د جمعیت اصلاح د مرکزی شورا غړی او د جمعیت اصلاح د تربیت څانګی مسوول
دوکتور رحمت الله زاهد د نجم موسس او پخوانی رییس
دوکتور رحمت الله زاهد د نجم موسس او پخوانی رییس

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *