نجم کندهار د ۱۳۹۷ لپاره ټاکنې ترسره کړي!

راپور: د کندهار د نجم رسنیو ټیم

دپنجشنبې ورځ (1397/01/30) نجم کندهار ولایتي ادارې خپلې کلنۍ ټاکنې د کندهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دعبدالمجید بابی تالار کې ترسره کړي.

يادو ټاکنوته دکابل څخه دنهاد جوانان مسلمان (نجم) تنظیمي معاون انجنیر عبدالواحد “همت” او دنجم مالي او اداري معاون انجنیر علیم خان “سعید” ,دکندهار ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ريس(فضل الباری “بریالی”) د ځوانانو چارو امرحفیظ الله “پوپل” جید دیني عالم سید محبوب شاه “ساجد” او دنجم کندهار ولایتي ادارې منصوبینو،علماء کرامو، مخورو مشرانو ، دمدني ټولنو استازو او ځوانانو ګډون کړي وو.

دپاکو او شفافه ټاکنو له لارې په اکثریت رایو سره محترم ورور قاري صاحب احمدالله خالد د(1397 ) ه ش کال لپاره دنجم کندهار ولایتې مسؤل وټاکل سو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *