د فرانسې مسلمانان تاوتریخوالي سره فرهنګي مبارزه کوي

آن اسلام

د پاریس له برید وروسته په فرانسه کې د مسلمانو لږکیو د نوم بیا ښه کولو په موخه یو کمپاین په لار اچول شوی، چې په ترڅ کې یې د فرانسوي فرهنګ په وده کې د مسلمانانو ونډه لمانځل کیږي.

د اسیا، افریقا او منځني ختیځ زده کړو لپاره د لندن پوهنتون د دکتورا برخې محصلې لیلی فتحي العربیه خبري چینل ته ویلي، داسې مې احساس کړه، چې په فرانسه کې زمونږ مسلمانانو شتون تر پوښتنې لاندی راغلی دی.

فرانسه کې د مسلمانانو په وړاندې د تیرو څو اونیو تندو غبرګونونو، فتحي او پدې هیواد کې میلیونونه نور مسلمانان دې ته مجبور کړي څو د پاریس برید په اړه بښنه وغواړي، کوم چې د دوی د دین په نامه ترسره شوی وه.

له خپل دین نه د دفاع په موخه فتحي او له بیلا بیلو تخصصونو نورو مسلمانانو یو انلاین کمپاین پیل کړی، چې موخه یې په فرانسوي فرهنګ کې د مسلمانانو ونډه په نښه کول دي.

دا کمپاین #JeSuisNous نومیږي، چې معنی یې ده مونږ ټول یو یوو. د کمپاین موخه د سوله ایز ګډ ژوند او په فرانسه کې د ګڼو توکمونو یو ځای اوسیدلو وده ده.

د کمپاین مدیر او د امه تلویزون ژورنالیست سهیل نجمی د کمپاین مقصد داسې بیانوي: کمپاین د مسلمانانو د فردي کیسو په اړه د خبرو او د فرانسوي ټولنې، فرهنګ او هنر په وده کې د مسلمانانو ونډې ښکاره کولو له لارې د مسلمانو ښاریانو کړنو ته د ارزښت په سترګه کتلو لپاره پیل شوی.

د کمپاین لپاره د فیس بوک پاڼې تر څنګ پر یوټیوب میاشتنی چینل جوړ شوی، چې موخه یې د فتحي په وینا داسې ډیجیټل پلټفارم رامنځ ته کول دي، چې د مسلمانانو او نورو لږکیو د اغیز غني کولو لپاره کار وکړي.

د نوموړې په خبره کمپاین اساسا غواړي داسې پروګرامونه جوړ کړي، چې مسلمانان په خپل فرانسوي هویت کې د باور احساس وکړي او لدې لارې د فرانسې مدني ټولنې بیلا بیلو فعالانو تر منځ اړیکه ټینګه شي.

هغه همدارنګه وايي، چې د کمپاین نوم یې د دې لپاره غوره کړی، چې د #JeSuisCharlie یعنې زه چارلي یم له خوا رامنځ ته شوی درز له منځ یوسي. کمپاین لدې برسیره د فرانسوي هویت ادعا ده، چیرته چې ګڼ توکمونه د ازادۍ، برابرۍ او یو ځای اوسیدو تر ارزښتونو لاندې ژوند کوي.

فرانسه کې د اسلام د سمې څیرې معرفي کولو تر څنګ کمپاین هڅه کوي، چې د فرانسوي مسلمانانو ستونزې په ګوته کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *