رهبر څوک دی؟

دملت او په ځانګړې توګه د ځوان قشر رهبري او لارښوونه آسانه او ساده کار نه دی، ځوانان احساسات او عواطف لري، توان او پياوړتيا لري، هيلې او ارزوګانې لري، خيالات او افکار لري، او دغه شيان د ځوانانو تر منځ په دومره تفاوت سره وجود لري، څومره تفاوت او توپير چې د ځوانانو په شکل او صورت کې ليدل کيږي.

لدې امله د ځوانانو رهبري ګرانه ده، د ځوانانو رهبري هغه څوک کولای شي چې په خپلو احساساتو پوره واک لري، توان او پياوړتيا ولري، هيلې لرې او د هيلو د پوره کولو هوډ لري، دومره لوړ خيالات او افکار لري چې له امله يې پر ځوانانو اغيزه کولای شي.

رهبر بايد د ځوانانو د احساساتو سره لوبې کوونکی نه وي، رهبر بايد د ځوانانو له احساساتو او د هغوي له توان او پياوړتيا څخه ناسمه ګټه پورته نه کړي، رهبر بايد ځوانان ناهيلې نه کړي، رهبر بايد د ځوانانو اروزګانې د خاورو سره خاورې نه کړي، رهبر بايد د ځوانانو خيالات او افکار له منځه وړلو ته پرينږدي.

د رهبر هميشنۍ هڅه بايد دا وي چې د ځوانانو احساسات مثبت خواته رهبري کړي، د ځوانانو له توان او پياوړتيا څخه د هيواد او ملت د ائنده د روښانه کولو لپاره کار واخلي، د هيلو او ارزوګانو په پوره کولو کې ورسره مرسته وکړي، د خيالاتو او افکارو قدردانې يې وکړي.

خو بدبختانه چې زمونږ هيواد د اوس لپاره له دغه شان رهبرانو څخه خالی دی، ډير وخت کيږي چې زمونږ ملت او په ځانګړې توګه ځوانان مو داسې رهبر نه لري چې په واقعي توګه د ځوانانو رهبري او لارښوونه وکړي، ځوانان مو سمې لارې ته رهبري کړي، هيواد مو نور له تش په نوم رهبرانو ستړی دی، او ځوان نسل مو حقیقي رهبر غواړي.

د «رهبر» کالم چې د نهاد جوانان مسلمان افغانستان د رئیس په قلم به دنجم د رسمي ويب پاڼې له لارې وخت په وخت خپريږي، هڅه کوي چې د افغانستان ځوانان مثبت لورې ته رهبري کړي، د هيواد او ملت اړوند مسائلو کې ځوانانو ته لارښوونه وکړي، د هيواد او ملت په بدن کې بې شماره مرضونه تشخيص او د درملنې لارې چارې یې په ګوته کړي.

«رهبر» به هڅه کوي چې په هر مشکل وخت کې د ځوانانو لاس ونيسي، ځوانان په ترينګلو حالاتو کې ځانته ته پرينږدي، «رهبر» به د مشکلاتو په تيارو کې د ځوانانو لپاره د رڼا څرک وي، «رهبر» به نه يواځې په مهمو مسائلو کې د «نجم» درسمي نظر د ښکاره کولو وسيله وي بلکه په ډيره زړورتوب سره به د حق د ښکاره کولو او په ډيره زړه سواندۍ سره به د ملي مرضونو درملنه کوونکی هم وي. ان شاء الله.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *