نجم

ټولنې په ځوانانو ارزول کېږي!

لیکونکی: رحیم الله حریفال

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

په ختیځ په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ کې د ګڼو کړاوونو ترڅنګ, چې هیله او امید ورته کېږي, هغه د ځوانانو لوړه فیصدي ده.

د یوې شمېرنې پر بنسټ اوسمهال د لوېدیځې ټولنې 30 په 100 کې ځوانان تشکیلوي او په ختیځ کې بیا په 100 کې 70 سلنه ځوانان جوړوي.

همدا ځوانان دي, چې ټولنې او هېوادونه د بریا او هوساینې لوري ته بیایي او په خپلو مخلصانه هڅو سره د ټولنو برخلیک ټاکي.

له نیکمرغه په افغانستان کې د ځوانانو د زیاتو جریانو تر څنګ د مسلمان ځوانانو بنسټ ( نجم )  یو له هغو خوځښتونو څخه دی, چې د پیل په لومړنیو شپږو کلنو کې یې د جګړه ځپلي هېواد لپاره په پېلابېلو برخو کې ویاړمن فعالیتونه او کارونه تر سره کړي دي.

د نجم د لا ښېرازۍ په هیله!

 رحیم الله حریفال

لیکوال او ژورنالست