نجم

د نجم لاسته راوړنې ستایم

نجم په یو حساس پړاو کې د افغان ځوانانو د ذهني او روحي روزنې کار ته اوږه ورکړې ده.

 په تیرو پنځو کلونو کې یې د خپلو پراخو فعالیتونو له لارې ځوانانو ته د اسلام د اصیل پیغام په اړه پوهاوی ورکړی، په هغوی کې یې ملي روحیه پیاوړې کړې، د هیواد پالنې، زغم او ښه ښاریتوب په اړه یې هڅولي او منظم کړي دي او د ټولنیز سمون، پرمختیا، بشري حقونو، چاپېریال ساتنې او یوې سالمې جامعې د رامنځ ته کولو په موخه یې مدني فعالیتونه ترسره کړي،‌علمي غونډې او سیالۍ یې په لاره اچولي او د روزنیزو حلقو تر څنګ یې علمي سفرونه، ورزشي پروګرامونه او نور فعالیتونه ترسره کړي دي. ‌

زه یې د لاسته راوړنو د ستایني تر څنګ ورته د پنځه کلن بریالي یون مبارکي وایم او په راتلونکي کي ورته د لا نورې غوړېدا هیله کوم.

 ډاکټر حمدالله محب
په امریکا کي د افغانستان سفیر