نجم

لوگو زموږ د نجم

لیکوال:

عبدالجبار مطمئن – فراه د نجم رکن

پيغام د انقلاب لري لوګو زموږ د نجم

په زړه کې یو کتاب لري لوګو زموږ د نجم

لاسونه سره یو کړو هم زرغون کړو دا هیواد

ځوانانو! دا خطاب لري لوګو زموږ د نجم

هره لوګو او هر سمبول، هر رنګ او هر نښان د ځان لپاره تعبیرونه او ماناګانی لري چې واضعین پري خبر وي او بیا هغوي نورو خلکو ته د خپل زړه خبري او تعبیرونه واضح کوي. د بیلګي په  توګه دا چې د افغانستان اوسنی بیرق تور، سور او زرغون دی نو څنګ ته ورسره یوه ستره فلسفه پرته ده.

د نجم لوګو یوه ډیره ښکلي او په زړه پوري لوګو ده، دومره چې په یوازي کتلو یې د انسان سترګې د خوښۍ احساس کوي او یو ډول عمیق کشیش او جذب لري. ددي لوګو غوره والی د ۱۳۹۶ کال په سر کې د رهبري هیئت د غړو په مشوره وشو او بیا چې کله د فیسبوک پر پاڼه دا لوګو د عامو نجومو د تأیید لپاره وړاندي شوه نو دتود هرکلي سره مخ شوه او په خورا شوق باندي د ټولو ولایاتو أکاونټونو د خپلو پروفایلونو زینت کې تري کار واخیست.

خو له هغي لمړۍ ورځي د نجم د هر رکن، غړي، همکار او همفکره په ذهن کې ګرځي چې د هلالونو، رنګونو او کتاب تعبیر به څه وي؟ او فلسفه به یې څومره پيچلي وي؟ خو لا تر اوسه چې د ۱۳۹۷ کال سر دی وروستۍ لایحه نه ده چاپ شوي ترڅو د لوګو اړوند سوالونو ته تري ځواب ولټوو.

خو له هغه ځایه چې هر شخص د خپل ليد له زاويې یوڅه ته ګوري نو ما هم چې کله د لوګو دا په زړه پوري ترکيب ته وکتل او څو ځلي د غړو، همکارنو او عامو خلکو له پوښتنو سره مخ شوم نو خپل تعبیرونه مي داسي په ذهن کې ځاي پر ځاي کړل او ځان ته مي قناعت ورکړ.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه قول مطابق چې وايې: اطلبوا العلم من المهد الی اللحد. نجم له لمړنۍ ورځي بیا د تل لپاره تعلیم او لا زیاتي زده کړي ته ادامه ورکوي او نسلونه د تعلیم پر نیغه لار د خپلواکۍ، سوکالۍ، او برلاسۍ هسک منزل ته رسوي. ان شاء الله

دا هغه تعبیر وو چې زما په ذهن کې راوګرځید، کیدی سي نور زیات کمالونه پکي وي چې زما فکر لا نه وي ورته شوئ. او یا هم کیدی شي له دي یادو تعبیرونو یو هم د واضع په ذهن کې نه وو.

او  دا چې د هر کال لپاره بیل نښان لرو دا بیا د کال په پلان او موخي پوري تړلي خبره ده. سږ کال د یو والی ورورلۍ (اتحاد و همدلۍ) کال دی، تیر کال د (تعلیم او خدمت) کال وو او ښایې راتلونکی بیل نوم او بیل کلنۍ پلان د کلني نښان سره ولري.