نجم

چېرته چې مینه وه وروري او ايثار وو!

شایق خان، رکن نجم- کابل
کابو له اتلس ساعت مزله وروسته هرات ته ورسېدو د رسېدو سره سم ورور د ښه راغلاست په پار د شپې په اتو بجو ترمینل کې ولاړ او زمونږ د سلامت لیدو پر مهال یې دا تکراروله :
‎الحمدلله ، شکر خداوند است که شما را به سلامتی رسانید.
‎دا په داسې حال کې وه چې دده په عمر ځوانان په خپل کور او یا هم نورو ځایونو کې شاید په عبثیاتو او یا هم په بل څه مصروف ول ، خو دلته دده لپاره مسئله بل څه نه مګر همدا چې ایماني ورونه یې له لرې ولایاتو څه ورتلل او دوی ته انتظار یې عبادت ګڼلو ځکه د دوی سره یې مینه د الله د رضا په پار وو !
‎د اجتماع محوطې ته د داخلېدو وروسته فضا څه بل ‌‌‌‌‌‌ډول وه ، نا آشنا څېرې آشنا معلومېدې ، د محبت او مینې فضا د ستړي مشي پر مهال ورین تندي او د ښه راغلاست دا کلمات:
‎خوش بیامدین ، الحمدلله که بخیر ببینیم
‎د ماسخوتن لمونځ مو په جماعت ادا کړ ، ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډې وخوړل شوه او ورونه استراحت لپاره خپل بستر ته ولاړل ، دسها ر لمونځ هم په جماعت ادا او د چای وروسته اجتماع ارکان په رسمي بڼه پیل شو !
‎د دوو ورځو جریان کې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو فرهېخته استاذانو لخوا درسونه وشول تر څنګ یې د معمول مطابق د دوه کلو تېرېدو وروسته د نجم ریاست انتخابات ترسره شول چې په ترڅ کې یې ځوان قائد استاذ حمزه مومن حکیمي د ددې قافلې سر لاری وټاکل شو ، دا هغه وخت وو چې د مسئولیت د درانه پېټي د بار لاندې استاذ حکیمي خپل رب ته سلګی وهلې او ورونو شعار بدرګه کاوو ، د ایثار منظر خو دا وو چې د نجم پخواني رئيس استاذ محمد مدثر اسلامي په خپله شعار ورکوو !
‎‌‌‌‌‌‌ډېرې خاطرې مو له ځانه سره راوړې ، له ټولو یې یادونه نشم کولای د استاذ حکیمي په قول چې وه یې ویل :
‎له ما چا وپوښتل چې اجتماع ارکان کې څه وي ؟
‎ورته مې ویل چې داسې یو حالت وي چې د هغې بیانولو ته الفاظ نه برابریږي، هغه باید له دې کاروان سره واوسې چې پوی شې چې اجتماع ارکان یانې څه !!
‎له یوه به یې یادونه وکړم:
‎معانقه (یو و بل ته غاړه وتل)
‎دا نو هغه مهال ترسره کیږي چې درسونه او نور تنظیمي مسائل پای ومومي ، ورونه یو و بل ته ور غاړې وځي په داسې حال کې چې سترګو کې یې اوښکې او په خولو یې د الله د رضا لپاره د مینې اظهار وي ، او له یو و بله د دعا غوښتنه کوي !
‎د ژبې ، رنګ او نورو باطلو دعوو رنګ پکې هېڅ څرک نه لیدل کېده او د علامه اقبال ددې شعر مصداق ول:
نه افغانیم و نی ترک و تتاریم

چمن زاریم و از یک شاخساریم

‎تمیز رنگ و بو برما حرام است
‎که ما پرورده ای یک نو بهاریم
‎په آخره کې د هرات ولایت د خلکو د مېلمه پالنې او ښه خدماتو د تر سره کولو په موخه مننه کوم او د الله عزوجل له درباره ورته د اجر عظیم غوښتونکی یم !
‎والسلام علیکم ورحمت الله
‎شایق احمد
‎رکن و معاون مالي نجم کابل
‎کابل ، افغانستان
1397/01/07