عبدالجبار مطمئن – فراه
وایې چې امام صاحب ابوحنیفه رحمه الله په یوه کوڅه کې تیریده چې ناڅاپه یې یو کس ولید چې سیب (مڼه) یې غلا کړه!! او بیا یې په حیرانتیا ولیدل چې هغه سیب یې خپله و نه خوړ او یوه بل غریب ته یې صدقه کړ!!
امام صاحب پوښتنه تري وکړه چې ولي دي سیب غلا کړ؟ زما ګمان وو چې خپله به وږی یې، خو تا هغه بل چاته ورکړ؟!
هغه سړي امام صاحب نه پیژانده، نو ویل: سړیه ته زما د کار په حکمت نه پوهیږي، زه د الله پاک سره تجارت او معامله کوم او ښه ګټه هم کوم!!
امام صاحب ویل: څنګه معامله کوي؟
ویل: چې زه کله یو سیب غلا کړم نو ملائکي راته یوه ګناه ولیکي، او کله چې هغه سیب صدقې کې ورکړم، بیا راته لس ثوابونه ولیکل سي، یو ثواب یې په یوه ګناه او (9) نور ثوابونه راته په ګټه کې پاتیږي!!
مگر په آیة کریمه کې ندي راغلي : مَن جاءَ بالحَسَنةِ فَلَهُ عَشرُ أَمثَالِهَا وَ مَن جَآءَ بِالسَّیئةِ فَلا یُجزی إِلَّا مِثلَهَا وَهُم لَا یُظلَمُون. انعام 160 که چا یوه نیکی وکړه هغه ته لس برابره ثوابونه ورکول کيږي او که چا ګناه وکړه، هغه اندازه نه جزاء نه زیاتیږي او ظلم نه پري کيږي؟ نو زه په دي ډول ګټمن تجارت کوم!.
امام صاحب رحمه الله ورته وویل:
خبره داسي نه ده لکه تا چې د ځان سره جوړه کړي!
چې کله تا یو سیب غلا کړ نو تا ته یوه ګناه ولیکل سوه او چې کله تا د غلا سیب صدقه کړ دا بیا الله پاک نه درڅخه قبلوي… ځکه الله پاک دی او پاکه صدقه قبلوي مګر تا د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قول مبارک نه دی اوریدلی چې فرمایې: (ان الله طيب لا يقبل إلا طيبا– او کما قال صلی الله علیه وسلم)
نو ستا په غاړه کې هغه ګناه پاته سوه او ګټه خو دي هیڅ و نه کړه!.
نن سبا زموږ په زمانه کې داسي خلک بیخي ډیر دي چې د خپلي خیټي څخه ځان ته د خلاصون لاري چاري لټوي او رنګارنګ ګناهونو ته دلیلونه تراشي!
پر باطل به روان وي خو ادعاء به د حق کوي او د یوه عالم څخه به د پوښتني اړتیا بیخي نه ویني.
الله ج دي موږ ټول په خپله حقه لار روان کړي او له غلط برداشت نه مو دي وساتي.