ليکنه: عبدالحنان قريشې د نجم رکن، د احمد شاه بابا مینه مسؤول
تبې او لړزې اخيستۍ وو، ځان يې په شړۍ کې پيچلۍ وو، چې په همدې وخت کې لوى څښتن تعالى ج د جبرآييل عليهم سلام په واسطه خپل ستر پيغام ورته راوليږه.
ياايهاالمدثر، قم فاانذر: اې په شړۍ کې ځان نغښتونکيه! پاڅه او خلک وويروه(خلکو ته د الله په لور بلنه ورکړه، او هغه څوک چې ستا له خبرې مخ اړوي د الله تعالى له عذابه وډار کړه)، هو د رسول الله صلى الله عليه وسلم دنده معلومه شوه، همغه دنده چې له ده څخه وړاندې د نورو انبياء عليهم سلام دنده وه، رسول الله صلى الله عليه وسلم خلکو ته د سمې لارې، د انسانيت د نيکمرغۍ او سعادت، د ټولنې دثبات، په خپل منځ کې د مينې او ورورګلوۍ او له ګناهونو(شرک، بت لمانځنې، بداخلاقۍ، سود،قمار، وينې تويولو، د لوڼو ژوندۍ خښولو، تهمت لګولو …) څخه د ځان ساتلو پيغام ورکړ، خو ډير شمير خلکو دده له دې خبرو مخ واړوه، خلکو ته دا خبرې د خندا وړ او پخوانيو کيسو ته ورته ښکاريدې، خلکو په محمد صلى الله عليه وسلم باندې دا ګومان وکړ، چې ګواکې د پاچاهۍ لاسته راوړلو شوق اخيستۍ، نو ددې په خاطر چې محمد ص د خپلو کارونو پښيمانه کړې، ډول، ډول نومونه (جادوګر، ساحر، ليونۍ) کيښودل ترڅو خلک ورڅخه بيزاره کړې، مشرکانو په دې هم بسنه ونکړه بلکه د رسول الله ص دآزارولو، وهلو، بنديزونو لګولو، له مکې څخه د شړلو او وژلو هڅې يې وکړې، خو د بشريت د ستر استازې سره د ځان هيڅ انديښنه نه وه، هغه مبارک د ژوند تر وروستۍ ثانې پورې آرام ونکړ او د انسانانو د فلاح او کاميابۍ، عزت او سرلوړۍ، آمن او سوکالۍ لپاره يې هلې ځلې وکړې.
هو رسول الله صلى الله عليه وسلم د زنکدن په شيبو کې هم (امتې،امتې) ويل او د خپل امت درد يې نشو زغملئ.