نجم

د اميد سترګې د ځوانانو په لور دې !

لیکونکی: احمدالله خالد

ځواني د ژوند له شتمنيو او نعمتونو څخه يو ستر نعمت او لويه شتمني ده ، ځواني د عمر يوه داسي مرحله ده چې انسان پکې د سترو وړتياوو او استعدادونو څخه برخمن کيږي ، خاوندان يي د ستر هوډ او کلک عزم خاوندان ګرځي ځکه چې لرونكي يې د پوره انرژى او کامل ځواک څښتنان او د هر ستر تکليف او مشکل د زغملو ځواک ورسره وي .

په څومره اندازه چې ددې مرحلې( ځوانى ) قوت او وړتياوي زياتې دي په همغه اندازه د ولس او ټولني هيلي او اميدونه هم د ځوانى له خاوندانو زيات وي ، ملتونه تل د ځوانانو د قوت او ځواک په برکت خپلو هسکو او او له وياړ ډکو مراحلو ته رسيږي ، او ملتونه تل د سختيو او کړاوونو پر وخت خپلې د هيلو سترګې د ځوانانو په لور اړوي ځکه همدوى دي چې ملت ته د دردونو دوا او د ستونزو په په مقابل کې سپر جوړيدى شي .

همدا علت دى مسلمان امت د ژوند په نظام ( اسلام ) کې هم د ځوانى اهميت ته په کتو سره ځواني يو له هغو سترو نعمتونو څخه شميرل شوې چې د قيامت په ورځ به يي خاصه پوښتنه کيږي ، د اسلام ځلانده او له وياړ ډک تاريخ د ځوانى اهميت او د ځوان وړتياوي ښې را په ډاګه کوي هغه کس چې په پوره ميړانه يي د وخت د ستر بادشاه ( نمرود ) بتان مات کړل ځوان ابرهيم عليه سلام و [ قالو سمعنا فتى يذکرهم يقال له ابراهيم ] له شرک او معصيت څخه د الله لور ته پناه وړونکې اصحاب کهف ځوانان وو [ انهم فتيته امنو بربهم و زدنهم هدى ] سند ته د تلونکې مسلمان لښکر امير او د سند فاتح 17 کلن مسلمان ځوان محمد بن قاسم و چې سند يي د اسلام په روښنايي روښانه کړ !

درنو ځوانانو اوسني وخت کې هيڅ با احساسه ځوان خپل ځان بي مسٶليته نه احساسوي ځكه پوهيږي چې ولس مې په هر ډګر کې زما هڅو او قربانيانو ته ضرورت لري سلګونه بدبختى دي چې بايد ورکې شي او سلګونه نيکمرغى دي چې بايد راوړل شي ، زرګونه د کندو پر غاړه ولاړ ځوانان د لويدو په حال کې دي چې بايد له لويدو وژغورل شي او زرګونه په اوښكو لندې سترګې دي چې بايد وچي کړى شي د افغانستان مومن ولس هم چې نن ورځ په لسګونو کړاوونو ، دردونو او مشکلاتو کې ژوند کوي خپلې د هيلو او اميد سترګې په ځوانانو خښې کړي ، او خپل روښانه راتلونكى د ځوانانو په هڅو او کوششونو کې ګوري .

موږ بايد وپوهېږو چې ځواني مو يو له هغو سترو نعمتونو څخه ده چې د قيامت په ورځ به يي په هکله پوښتل کيږو چې ځواني دې په څه کې تيره کړه ؟؟؟

د نني اسلامي امت کړاوونه د مشکلاتو او دردونو ډک ژوند چې کتابونه پرې ليکل کيږي د يو مسلمان ځوان وجايب او مسٶليتونه لا زياتوي ، مسلمان ځوان د خپلې ځوانى په هکله د اسلامي امت ، ټولنې او الله پر وړاندي مسٶل دى ، مسلمان ځوان بايد تل د درديدلي اسلامي امت او ټولني په فکر فکرمند و اوسي ، له مشکلاتو او ستونزو يي ځان با خبره وساتي او د دوا کيدو لپاره يي په قوي عزم او کلکې ارادې سره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي .

ددې لپاره تر هر څه مخکې اړينه داده چې ځانونه په علمي او اخلاقي لخاظ سمبال کړو هغه مقدسې لارښووني چې اسلام راته کړي زده او پر ځان عملي کړو او بيا د همغو سپيڅلو اسلامي آدابو او احکامو په وسيله د يوې هوسا او نيکمرغه ټولني په راوستو کې خپل رول ولوبوو ځوانانو اوسنى قوت به د تل لپاره درسره نه وي او نه به مو هڅي رب ضايع کړي !

ان تنصر الله ينصرکم او يثبت اقدامکم ان ينصرکم الله فلا غالب لکم