نجم

په نجم کی زما د غړیتوب خاطره!

درې کاله مخکې د سه شنبې ورځ مازدیګر پنځه بجې وې، د کابل د نجم مسؤل راته زنګ وواهه له روغبړ وروسته یې راته وویل: په نجم کې ستا تربیتي مرحله وروستی پړاو ته رسیدلې ده، تاسو به له موږ سره سبا نه بله ورځ ننګرهار ته د ارکانو په غونډه کی شمول لپاره ځئ ستاسو راتګ لازمی دی هیله لرم چی ضرور به راسره ګډون کوئ.

که څه هم زه له دی کبله ډیر پریشانه وم چی د کور خاوند موږ ته د وتلو یوه اونۍ وخت راکړی و په یوه دوه کی وم چی څه وګړم، که د مسول خبره منم؛ نو د کرایي کور پسي د ګرځیدو لپاره څوک نشته او هلته موږ ته د یوی اونۍ اخري نیټه ټاکلې ده. زه ډیر په چرت کی وم چی څه وکړم؟ ځکه چی دواړه ډیر مهم وو. پلار جان زما په پریشاني پوه شو او له لږ فکر وروسته یی راته وویل بچیه! هیڅ تشویش مه کوه. اجتماع ته لاړ شه دا کار به زه سمبال کړم او زما د نیک ګام هر کلی وکړ. او ډاډ یی راکړ چی ستاسو د امیر په فیصله به خیرایښې وي. د پلارجان پدی تصمیم می زیات خوشحاله شوم. سره لدی چی ده کور مشر زوی په ټوګه زما کومک ته زیاته اړتیا درلوده.

دوه ورځی وروسته د سهار له چای نه وړاندی می ځان تیار کړ یو جوړه جامی، واسکټ او يو څادر می واخیست، له کوره د وتلو پر وخت په جیب کی می سل افغانۍ وې؛ خدای خدای می کول چی پلار جان را باندي غږ وکړی چی د لاري خرچه درسره شته که نه؟ د کور نه د وتو په وخت مې پلار ته وکتل هغه راته مسکی شو اود زو افغاینو یو لوټ یې زما په جیب کی کیښود. پلارجان مې د دریو کلو راهیسي د تور ژیړی په ناروغۍ اخته و. زموږ اقتصادی حالت ډیر خراب و؛ خو هغه پوهیده چی د دین په لار کی مال لګول بی ځای نه ځی او الله تعالی د دی بدله بنده ته څو برابر کوی.

زه د وعدی مطابق د نجم له ورونو سره د پل څرخی هډه کی یو ځای شوم، هغوی زما پر لیدو د الله اکبر ناره پورته کړه او امیرصاحب هم ډیر زیات خوشال ښکاره کیده. د دغه حالت په لیدو سره زما هم له هغوی سره د مینی کچه ډیره لوړه او ولولی می ځوانی شوی. د ننګرهار په لور مو سفر پیل کړ، د نجم له ورونو نه می د سفر په اوږدو کی می د هغوی د ژوند او تحریک د کار خوږی خاطري واوریدلې او زما احساسات او عزم یی نور هم غښتلی کړ.

کله چی د جلال اباد ښار کی خپل ټاکلی ځای ته ورسیدو، د ننګرهار ستورو په ورین تندی زموږ تود هر کلی وکړ. لږه شیبه وروسته د مازیګر لمونځ وخت شو د جمعی پسی متصل مو ماثورات شروع کړل تردی چی د ماښام لمونځ وخت شو، وروسته برنامه پیل شوه. امیرصیب چی پر مخ یی مسکا وه زموږ د ګروپ خوا ته راغی او ویې ویل تاسو اودسونه تازه کړئ زه ورته نژدی شوم او خوش طبعي له مخی می ورته وویل: ‌ډو‌‌ډوی خوړلو ته اودس تازه کړو؟ هغه وخندل او ویی ویل نه د نویو ستورو لپاره یوه ځانکړی برنامه ده د هغه لپاره. موږ لاړو اودس مو وکړ او د غونډی تالار ته بیرته راغلو.

صفونه منظم شول، ټول ځوانان اوږه په اوږه د قبلې په لور ودریدل. د نجم مشر صف مخی ته راغی او ویې ویل زه له تاسو نه د نجم رکنیت لپاره بیعت اخلم، آیا تاسو چمتو یئ؟ ټول کاندید شوي زلمیانو په لوړ غږ د لبیک ناره بدرګه کړه، یو ورور راغی او موږ ته یي د رکنیت فورمی کاغذ راکړ، لږ شیبه وروسته د نجم مشر وویل دغه لیک ماپسی په لوړ غږ تکرار کړئ، د لیک په اخری برخه کې داسی لیکل شوی وو” زه د ټولو کایناتو خالق پخپل په دی عهد ګواه نیسم “ د دغی جملی په لوستلو سره د الله اکبر ناری پورته شوی. ورونو د یو بل ته د رکنیت مبارکي ورکړ، او له سترګو یی اوښکی روانی شوی د زلمیانو ځلاندی څیری، منظم حرکات، په ایمانی رڼا منور مخونه، له جذبو ډکی سینې، د دی خبری ښکاره شاهدی ورکوله چی نجم یوه سوچه ایمانی قافله ده. د غو زلمو دا عهد یواځی د پاک رب د رضا لپاره وه، پخپلو کی د مینی او وروګلوی تړون یی الله ته د رسیدو او د خپل ځوریدلی مسلمان امت اوهیواد ته د خلاصون ذریعه ګنله. د هغوی له څیرو نه پر الله کلک ایمان اخلاص او ریښتونی عزم له ورایه بریښیده

ګرانولوستونکو!

اصلا موږ الله تعالی دی لپاره خلق کړي یو چی د هغه پر زمکه د اسلام سپیڅلی قانون حاکم او خپل هغه مسؤولیت ترسره کړو چی الله تعالی پر موږ اچولی، د دین د اقامی فرضیت زموږ اساسی فرض دی. او دا کار هله ترسره کیدای شی چی ځوانان په ډیره مینه او اخلاص د دغه مسؤولیت د ترسره کولو لپاره لسټونی و نغا‌ړی او د عمل ډکر ته وردانګی، نه یواځی پخپل هیواد کی بلکی په ګرده نړی کی داسلام اصلي فهم په ړنا کی د ظلم او بی عدالتی توره تیاره ختمه او اسلام عادلانه سباوون ړنا د نړی ګوټ ګوټ ته ورسوی او هغه مړی هیلي چی تراوسه لا ارمانونه دی تحقق وربښو.