نجم

تحصیلي رشته څنګه غوره کړو؟

لیکنه:داکتر عثمان افضلی

د تحصیلي رشتې انتخاب د یو انسان په ژوند کې تر ټولو ډېر ستونزمن او تر ټولو د ډېرې توجه غوښتونکی کار دی. د افغانستان په شان ټولنه کې، چېرته چې د نورې دنیا په شان هر چا ته د څو رشتو او مسلکونو د لوستلو زمینه مساعده نه ده، دا کار نور هم ستونزمن کېږي. ځکه زمونږ ټولنه کې معمولا د کور یو یا دوه کسان کار کوي، نه ټوله کورنۍ کار کوي او نه هم د اولاد او متقاعدینو مصارف د حکومت په غاړه دي. معمولا ځوان نسل د یوې رشتې له سرته رسولو نه وروسته مسلسل باید کار وکړي. همدا علت دی چې په دې انتخاب کې ډیر دقت ته ضرورت دی. طبیعي ده چې په دې انتخاب کې د محصل خپل ذهن او رجحانات یې، د کورنۍ او مشرانو غوښتنې، محیطي عوامل او اقتصادي عوامل عمده تاثیرات لري.
د محصل خپل ذهن او رجحانات یې: د هر انسان ذهن خپل رجحانات او غوښتنې لري. ګورو چې د ځینو له ماشومتوبه له لیک لوست سره مینه وي، چا ته توپ او سپورت خوند ورکوي او د ځینو ماشومانو څټک، پلاس او پېچ کش سره جوړه وي. یو رسامي کې تکړه وي، خو حساب به نه شي یادولای، بل حساب کې تکړه وي خو رسامي او لیک یې زما په شان وي (خراب وي). همدغه د ماشومتوب ذهن دی چې د انسان آینده ټاکي. په بهرنۍ دنیا کې کله چې ماشوم وړکتون ته لېږل کېږي، نو هلته یې د ذهن همدغه حالات تر نظر لاندې نیول کېږي او له وړکتون نه په خلاصېدو سره والدینو ته یو تقریبي راپور ورکوي او د ماشوم د ذهني او فزیکي رجحان په اړه ویل کېږي. هلته والدین پوهېږي چې ماشوم یې آینده کې څه جوړېدلای شي. بیا هماغه ډول محیط ورته برابرېږي او مربوطه سهولتونه ورته مهیا کېږي. په همغه اړخ یې زیات کار کېږي، او که ولیدل شي چې له لیک لوست نه یې زیاته، له ماشینونو او مسلکي مهارتونو سره مینه ده نو میخانیکي ښوونځیو او پوهنتونو ته لېږل کېږي. که سپورت سره یې مینه وه نو هم له ماشومتوبه ورته هماغه حالات مهیا کېږي. کله چې دغه ماشوم ځوان شي نو کولای شي د خپل د خوښې وړ رشته او مسلک کې تحصیلات وکړي.

که وغواړو چې د ماشوم له اصلي ذهني رجحان نه خلاف بلې خوا ته یې تشویق کړو، نو دا هم ستونزمن کار نه دی، خو په ټولو کې شاید نتیجه ورنکړي. کېدای شي ماشوم بل مسلک ته مخه کړي، خو د خپل ذهن له اصلي رجحان نه به د عمر تر آخره خلاص نه وي. کېدای شي ځوانۍ کې بل مسلک کې هم وځلېږي، خو په دې به پوهېږي چې که د خپل د خوښې مسلک یې لوستی وای نو له دې به هم زیات ځلېدلی ؤ.
د کورنۍ او مشرانو غوښتنې بد بختانه په ډېرو کورنیو کې تحمیلي دي. والدین ټول همدا غواړي چې باید زامن یې داکتران یا انجینران شي، حال دا چې دا امکان نه لري. خو په دې اړه یو ځوان نه شي کولای خپلو والدینو ته قناعت ورکوي، کېدای شي وجه یې احترام او اطاعت وي. بله وجه یې دا ده چې نوی ځوان په خپله هم نه پوهېږي چې څه یې خوښ دي. ځکه هغه خو نه وړکتون ته تللی او نه مکتب کې د سمو او پوهو استادانو تر نظر لاندې روزل شوی. نه یې په ذهني رجحان غور شوی او نه یې مسلکي وړتیاوې تر نظر لاندې نیول شوي. طبعي ده چې داسې یو وخت کې دا ځوان یو پوه لارښود ته ضرورت لري او کېدای شي د یوې هر اړخېزې مطالعې په نتیجه کې دا معلومه شي چې نوی ځوان کوم مسلک لوستلای شي. خو دا به بیا هم نیمګرې نتیجه وي.

محیطي او اقتصادي عوامل په دې انتخاب کې ژور تاثیر لري. معمولا ځوان ته ویل کېږي چې د کاکا زوی دې طب لولي نو په تا څه ټکه راپرېوتې؟ یا فلانی ګاونډی انجینر دی نو ته هم باید انجینر شې. یا خو د خپلې کورنۍ خوار ژوند ته ګوري او که له ادبیاتو یا تدریس سره یې هم شوق وي، خو غواړي چې دخپلې کورنۍ ضروریات باید پوره کړي، نو په نه زړه او د خپلې غوښتنې په خلاف، طب، انجینري، اقتصاد او کمپیوتر ساینس ته ملا تړي. طبعي ده چې په داسې یو مسلک کې به په د خپل ذهن په زور نه، بلکه د نقل او نورو حیلو په زور بریالی کېږي، او نتیجه به یې هماغه وي چې اوس یې مونږ د زیاتره افغاني انجینرانو او داکترانو په بڼه ګورو.

سمه ده چې په دې برخه کې زمونږ تحصیلي سیستم هم نیمګرتیاوې لري، خو که محصل په خپل شوق یو مسلک لولي نو د تحصیلي سیستم له نیمګړتیاوو سره سره، ځان په ښه ډول رسولای شي.
د تحصیلي سیستم اصلاح او ریفورم یو بېل بحث ته ضرورت لري او دا مضمون ورته کافي نه دی، خو دومره ویل غواړم چې د کانکور سیستم اصلا بې ځایه او بې ګټې دی. بهر دنیا کې کانکور نشته او هر څوک چې هر مسلک لوستل غواړي څوک یې مخه نه نیسي. خوښه یې چې ټول مضامین څلورو کلونو کې ختموي یا لسو کلونو کې، خو باید کریدت پوره کړي. په دې ډول په آسانۍ سره هم کار کولای شي هم تحصیل کولای شي او حتی له یوې رشتې نه وروسته بله رشته هم لوستلای شي.