نجم

خلک به څه وایي!

لیکنه: اسدالله ریان

که کوم ځوان لمونځ نه کوي، جماعت ته نه ځي، تر نیمې ورځې ویده وي، په غوږونو کې یې غوږی وي او سندرې اوري،  سینما ته تګ باندې معتاد وي، پتلون یې شل ځایه سوری وي، او یا یېپه غاړه کې ځنځیرونه وي، شاید پلار به ورته ووايي:
–    زویه! دا کارونه مه کوه، مونږ افغانان یو. آخر خلک به څه وایي؟
همدارنګه که کومه پیغله تنګ او نازک کالي اغوندي یا یې هم مختلف پوډر په مخ وهلي وي، شاید ډیرې کمی میندی به  پیدا شي چې وبه وایي لوري داسې مه کوه، خلک به څه وایي؟
ننۍ میندې او پلرونه خپلو اولادونو ته ورزده کوي چې دا کار وکړئ او دا کار مه کوئ تر څو خلک خوشاله شي. مګر دا ورته نه وایي چې الله به څه وایي؟
آیا په دی کار کې به د الله خوشالي وي که نه؟
1392/1/19