لیکنه: اسدالله ریان
یوه ورځ اخلاص او ریا په لار روان وو او یو له بل سره یې خبرې کولې.
ریا وویل: زما په لاس یو کس د خلکو په زړونو کې ځای نیسی.
اخلاص وویل: زما په مټو بنده خپل رب ته نژدې کیږي.
ریا: زه خلک شهرت ته رسوم.
اخلاص: زه یې جنت ته رسوم.
ریا: زما سره د شیطن مرسته ده چې ته هغه نه شې لیدلی.
اخلاص: زما سره د رحمن مرسته ده چې ما او تا دواړه ویني او په مینځ کې به مو قضاوت کوي.
ریا: زما ملګري تل بریالي وي.
اخلاص: ستا له ملګرو بد بخته نه شته، ځکه نه د دنیا له نعمتونو ګټه اخیستلی شي او نه په آخرت کې اجر لري.
(الا لله الدین الخالص).
1392/1/19