لیکنه: اسدالله ریان
یو پادشاه وو چې په بخت یې خوشالي وه
ورته پاتې له خپل پلاره پادشاهي وه
سلطنت کې یې بې دینه وزیران ول
بس یواځې یو مومن نور کافران ول
یوه ورځ پادشاه مخ واړاوه مومن ته
د کارونو ښه شنونکي او فاطن ته
ویل ماسره په زړه کې دي پوښتنې
تر څو ځواب نه شي تباه به وي زما کړنې
زما لومړی پوښتنه دا ده چې خدای څه خوري؟
او دوهمه چې کارونو کې خدای څه کړي؟
که دې ځواب کړلې زما دا دوې پوښتنې
خپله دنده کې به وې او کړه شننې
که بې ځوابه پاتې شول زما سوالونه
کار ته مه راځه پیدا کړه ځوابونه
د پادشاه له دې سوالو وزیر حیران شو
له ماڼۍ څخه رخصت کور ته روان شو
وزیر سپور وو په سپرلي، کړل یې سوچونه
غم به ډیر شو چې تازه به شول یادونه
لنډ مزل وو وزیر ورسېد خپل کور ته
ښکارېدل لکه راغلی وي خپل ګور ته
د وزیر سره په کور کې یو غلام وو
د بادار کومک به تل د ده مرام وو
غلام راغی او وزیر ته را نژدې شو
د وزیر له دې چوپتیا دی په ګیلې شو
ویل زما باداره ولې ته غمګین یې؟
سربېره په ټولو شتو لکه مسکین یې
وزیر وویل زما ګرانه غلامه!
خوګلن شوی دی زما ها ژوند آرامه
وزیر خپل حالت بیان کړلو غلام ته
غلام ورک شو په فکرونو کې حکام ته
ویل ځواب د دې پوښتنې دی آسانه
نور نو مه کیږه ستومان او پریشانه
خدای غمونه خوري د خپلو بنده ګانو
نېک عمل وکړی وخت کم دی زنده ګانو
وزیر ډیر شولو خوشاله له دې ځوابه
د پادشاه او د ماڼۍ شو دی بې تابه
د سلطان بله پوښتنه شوه ترې هېره
حرکت شو څو ګړی نه شي ترې تېره
د مانۍ په ليدو زړه له کومې خوښ شو
د پادشاه مخې ته ورغې مخکښ شو
وزیر وویل زما ګرانه باداره!
ځواب پیدا دی نور مه کیږه ناکراره
ستا سوال زما نه دا وو چې خدای څه خوري؟
خدای د هر یوه بنده غم په ډیر ښه خوري
پادشاه وویل په دې ځواب دې قانع یم
دوهم ځواب راکړه که نه زه ستا مانع یم
وزیر پوه شو چې دوهم سوال یې هېر شوی
په اوبو یې لوټه اېښې را تېر شوی
له پادشاه څخه غوښتونکی د مهلت شو
په وعده باندې وفا یې مسولیت شو
وزیر بیا چټک د کور په لور روان شو
د ښکلاوو له ماڼۍ نه په هجران شو
چې له لرې یې نظر شولو غلام ته
ښکارېدل چې رسېدلی وي مرام ته
ویل د خلکو په آندونو ته مزدور یې
حقیقت کې خو ته ورور زما ضرور یې
ته مې لاس ته زما مټ ته مې وزر یې
په میدان کې د منطق زما زور او زر یې
زما پادشاه چې ما نه کړې وې پوښتنې
یوه حل شوه بله پاتې شوه د کړنې
د سلطان پوښتنه دا وه چې خدای څه خوري؟
هغه ځواب سم دی اوس وایه چې خدای څه کړي؟
غلام وویل چې حل را سره شته دی
د لومړي په شان دا هم ډیر ښایسته دی
خو زما سره په سر کې دي شرطونه
که یې نه منې بیا نه وایم ځوابونه
ستا دا ښکلې ارزښتناکه ښه چپنه
زه آغوندم او ته واخله زما خیرنه
ته به پړی د آس نیسې زه به سپور وم
ستا پر ځای به زه د شاه مخ کې سمسور وم
د دې سوال ځواب به زه وایم پادشاه ته
چې سرمشق وګړځو شاه او هم ګدا ته
وزیر پوه شو چې چاره نه لري بله
ویل مجبور یم ستا دا شرط منم پاګله
په خوځښت یې پیل وکړ مخ په قصر
تر څو هیلې د ژوندون یې نه شي کسر
غلام سپور په آس د شاه مخ ته ولاړ شو
د وزیر کړنه تمثیل د بل پړاو شو
پادشاه وویل چې دا څه ګستاخي ده؟
دا په آس ستا سپرېدل یوه سپین سترګي ده
غلام وویل زموږ ګرانه سلطانه!
دا خو ځواب ستا د سوال دی مهربانه
ستا پوښتنه وه کارونو کې خدای څه کړي؟
شاه ګدا او ګدا شاه په ډیره ښه کړي
څوک تر هر چا ډیر عزیز او څوک ذلیل کړي
دا کارونه ټول په شتون د ده دلیل شي
د غلام پاخه منطق ته شاه حیران شو
له واړه ځوابونو ټینګ د ده ایمان شو
غلام پس له دې مرستیال د خپل سلطان شو
وزیر هم په دنده ناست د شاه جانان شو
د ریان خبره واورئ انسانانو!
هم پوهان هم عارفان شی بنده ګانو