محمد نواب خوښ
په ټوله کې شعر له معنا خالي نه شي رامنځته کېدای، د شعر خپل معنوي جوهر هغه لېږدونکې افاده ده، چې له مخې يې د متقابل احساس، درک، دقت، جذبې، تفکر، الهام، خيال، معنا، پيغام او ذهنيت تداعي جوتېږي او په خپل جوړښت کې د پوهاوي تلازمات رانغاړي. شعر د کلمو په يو بل کې نغښتنه نه ده، د هغه احساس د معنا لېږد دی، چې د داخلي هيجاناتو له مخې رامنځته کېږي.
د شعر د وجود رمز په هغې معنا کې پروت دی، چې د کلمو له مانيز تړون څخه وروسته د هغه له محتوا څخه راښکاري. هر کله چې د شعر په چوکاټ کې د خيال او حقيقت، فکر او غور، الهام او پيغام، باطني معناوو او د بليغو کلمو ترمنځ داسې اوډون او پيوستون شته وي، چې ترې د اظهار طرز، د شته معنا فهم او د فکري مخې لوری درک کېږي، نو د نوموړي کلام ټوله معنا د افادې وړ او د دغه کلام وزن پرځای دی.
په شعر کې د افادې موضوع هغه څه ده، چې ترې په شعر کې شعريت او دغه راز هغه معنويت زېږي، چې شعر د خپل پوهاوي رسالت په امانتدارۍ سره ترسره کوي. نو که د شته کيفيت ژبه شته حالت رابرسېره کړي، ورته د کلمو نقش جوړ کړي، د هر درک محسوس حالت جوت کړي، هغه څه ترې احساس کړي، چې په هماغه موخه الهام شوی وي، نو د شعر معنا له اعجاز څخه ډکه ده.
معنا د هر څه د جوهر ښکارنده ده. که چېرې د معنوياتو په برخه کې کمی موجود وي، نو معنا هم خپله اوسېدنه نه شي بشپړولای. د دې جوته نښه چې شعر تر څومره خپله معنا ښکاروي، دا ده، چې هغه تا په يو څه پوه کړای شي، په هغه څه چې هغه د شعر له جوهره راوځي. له همدې مخې په معنا کې دقت او د معنا په ارزښت پوهېدنه د شعر معنويت تضمينوي.
همدغه کوايف د شعر د معنا په برخه کې اعجاز رامنځته کوي، نو هر کله چې يو کلام د معنا مغز ولري، هغه هېڅکله له اعجاز يا د فهم له اصالت څخه بې برخې نه وي. له دې مخې په شعر کې معنا هغه حتمي شرط ده، چې د شعري معجزې زېږنده او په ذهنيت خپل دقيق اثر غورځوي.
په شعر کې د معنا اعجاز د شعر هغه بشپړ رسالت ترسره کېدل دي، چې په کومه موخه د شعر الهام شونی شوی وي. شعر سره له دې چې د الهام له مخې شتون مومي، خو ورسره د معنا او پيغام غبرګ ګډون هم په کې برخه لري. د شعر مانيز اعجاز هغه کامله افاده اخيستل دي، چې په څو کلمو کې سره راټوله او د ستر داستان بحث په کې نغښتی وي. همدغه د اعجاز ځانګړنه د شعر کلموي وجود رامنځته او په کې د معنا جوهر ځای پر ځای کوي، هغه معنا چې د فهم او درک کېدو وړ وي.