زاهد جلالي
له ماشومتوب نه مې له ليکوالۍ سره لېونۍ مينه وه. زما د کاکا مرحوم استاد ميرحمزه يو پراخ کتابتون و، چې زما په وړاندې يې تل دروازې خلاصې وې. زه کشر وم، د ډېری کتابونو پر مفهوم نه پوهېدم؛ ځکه کتابتون مې د عالم او سياستمدار کاکا و، د ماشومانو کتابونه په کې نه وو، بلکې ټول کتابونه زما له سويې اوچت وو؛ خو له کتاب سره زما لېونۍ مينې د کتابتون په لور بېولم. د تره مشر زوی مې، زما له پاره د کتابتون کيلي د باندې ځړولې وه او هر کله چې مې غوښتل، کتابتون ته تلای شوم.
زما يادېږي، په عربي ډېر لږ پوهېدم، خو د الجزايري «الفقه علی مذاهب الاربعة» مې لوست، په داسې حال کې چې لږ پرې پوهېدم.
هماغه وخت کې مې چې د ليکوالو ستر کتابونه ليدل، له ځان سره به خپه کېدم چې زه ولې داسې ليکل نه شم کولای. يو وارې مې قلم او کتابچه راواخيسته او د نېکئ په اړه مې ليکل پيل کړل. ښه مې په ياد دي، يو پرګراف مې وليکه، نور مخکې نه شوم تلای، له سترګو مې اوښکې راغلې او د کمترۍ احساس مې وکړ.
کله چې پوهنتون ته لاړم، د پوهنتون ډېر پراخ کتابتون و، بلکې څو کتابتونه يې وو، په زرګونو کتابونه په کې وو او ما تل له ورتلو او مطالعې په کې خوند اخيسته.
کله چې پوهنتون کې وم ژباړې او ليکوالۍ ته مې مخه کړه. هغه وخت کې ما شخصي کمپيوټر نه لاره. تل به د کتابتون کمپيوټر لېب ته تلم، هلته ستونزه دا وه، چې پښتو کيبورډ په کې نه وو. ما چې به کوم څه وليکل، کمپوز به يې ستره ستونزه وه. عربي کيبورډ به مې خلاص کړ او د ټول افغان وېب پاڼې د «اړيکو» په کړکۍ کې به مې په عربي ليکل کول، کله چې به پښتو توری راغی، بیا به مې د ټول افغان له کېبورد نه په موز ليکه.
په همدې شکل به مې لنډې او اوږدې ليکنې کولې. زړه خوړونکی حالت خو هغه و، چې ما به ليکنه پای ته نږدې کړې وه، او برېښنا به پرې شوه. ما يوه ليکنه دوه وارې نه ده ټايپ کړې او تر اوسه مې دغه کار له وسې نه دی پوره.
دا ټولې خبرې اوس په دې رايادې شوې، چې دا څو اوونۍ مې څو ليکنو ته زړه شوی. ځينې مهمې موضوعګانې دي او د ليکلو له پاره يوه اندازه تومنه هم شته، خو ليکل يې په نن او سبا رانه پاتې کېږي.
د ژورنالېست ملګري او د علومو اکاډمۍ غړي، څېړندوی حقيقي صاحب هغه سپارښتنه رايادېږي، چې ويل يې:
په پيل کې بايد سړی ځان پرکاره عادت کړي او ډېر کار وکړي، ځکه د وخت په تېرېدو، هغه لومړۍ جذبه او انرژۍ کمېږي، څوک چې پرکاره آموخته شوی وي، وروسته به يې کار کم شي، خو بيخي به په ځای نه ودرېږي.