نجم

افغانستان د ۱۵۳ منډو په توپیر لوبه وبایلله

د نړیوال جام سیالیو ته د تیارۍ په درشل کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د هند لوبډلې سره دوستانه سیالۍ وکړه.

د هند لوبډلې ټاس وګټه او لومړۍ توپ وهنه یې وکړه. د ۵۰ اورونو په ترڅ کې د هند لوبډلې وکولای شو د پنځه ویکټو په له لاسه ورکولو ۳۶۴ منډې هدف وټاکي.

هند لوبډلې له ۱۶ منډو وروسته د شیکر داوان او ویرات کولي دوه مهمې ویکټې لاسه ورکړې. وروسته سریش رینا او روهیت شرما د هند لوبه په پښو ودروله او ملګرتیا یې تر ۱۵۸ منډو دوام وکړ.

د هند لوبډلې ټول ټال ۳۶۴ منډې وکړې، چې ۱۵۰ پکې یواځې د روهیت شرما وې.

جاوید احمدی او عثمان غني د افغانستان له لوري ښه توپ وهنه پیل کړه او وروسته لدې، چې جاوید احمدي ویکټه له لاسه ورکړه، نورز منګل تر ډیره ویکټه وساتله.

افغان لوبډلې د ۸ ویکټو په له لاسه ورکولو ایله ۲۱۱ منډې وکړې. پدې توګه افغان لوبډلې د ۱۵۸ منډو په توپیر د هند په وړاندې لوبه وبایلله.

دا پداسې حال کې ده، چې استرالیا ته له تلو راهیسې دا د هند لومړۍ لوبه وه، خو افغان لوبډلې لدې پخوا د استرالیا له کلپونو دوه لوبې ګټلې. د افغانستان او هند تر منځ سیالۍ لیدو ته شاوخوا ۳۵۹۱ لیدونکي راغلي، چې استرالیا کې میشت افغانان هم پکې وو.