ژباړه: حبیب میرخیل
سریزه هغه کلۍ ده، وروسته ګنجینه پرانیزي. سریزه د علمي کتاب، رسالې او مقالې یوه له هغو برخو ده، چې د کړکۍ په څېر لوستونکی له بهر نړۍ څخه د مقالې او کتاب داخلي نړۍ ته ننباسي او د ټول موضوع د لوستلو له پاره د نقشې حکم لري. د سریزې له لیکلو څخه موخه دې پوښتنې ته ځواب ورکول ده، چې « ولې په دې اړه څېړنه شوې». ډېرکله سریزه د هغې موضوع د لوستلو یوازینۍ برخه ده، چې د کومې مجلې له پاره استول کیږي. څېړنې ښيي، چې د مجلو ډېر مسوول مدیران د مقالې د منلو یا نه منلو پرمهال پرېکړه د سریزې له لوستلو کوی. له همدې امله، د مقاله لیکلو کره کتونکي وړاندیز کوي، چې د مقالې لیکلو نیم وخت د سریزې او پایلې لیکلو ته ځانګړی کیږي.
د سریزې جوړښت او محتوا:
په ټولیزه توګه د سریزې جوړښت له لاندې بهیر څخه پيروي کوي:
۱. د موضوع او د هغې د اهمیت په اړه د زمینې او لیدلوري وړاندې کول
۲. موجوده علمي متن ته لنډه کتنه
۳. د څېړنې ترسره کولو د اړتیا بیان
۴. د څېړنې د موخې یا هدف بیان
د سریزې اصلي دنده دې پوښتنې ته ځواب ورکول ده، چې ولې دغه څېړنه شوې او د څېړنې له سرته رسولو د څېړونکي انګیزه څه وه. د دې خبرې کره یادونه، چې په مقاله یا کتاب کې کوم مطلب یا مطالب څېړل شوي؛ یانې د څېړنې اصلي موضوع څه ده.
د سریزې لومړۍ کرښه:
د سریزې لومړۍ کرښه د هغې ترټولو مهمه برخه ګڼل کیږي؛ ځکه اصلي محور یې د موضوع د اهمیت بیانولو له لارې په لوستونکي کې د انګیزې ایجادول دی. د سریزې په لومړۍ جمله کې تر ډېره د څېړنې صلي موضوع معرفي کیږي. را وروسته پاراگرافونه د څېړنې هدف ته ځانګړي کیږي.
په سریزه کې د مطالبو وړاندې کولو بهیر:
په سریزه کې د مطلب وړاندې کولو بهیر تل له عام څخه خاص لوري دی؛ یانې لیکوال مطلب له کُلي او عامو اړخونو پیلوي او کرار کرار یې ځانګړیو یا خاصو برخو ته سموي، څو په پای کې هغه څه روښانه کړي، چې څېړنه یې لازمه ګڼل شوې.
د ښې سریزې د لیکلو هنر:
په کار ده څو لیکوال په سریزه کې ژور ټینګار وکړي، چې فرضیه یې څنګه چمتو کړې ده. په دې لاره کې لیکوال باید له خپلې څېړنې سره د مخکینیو څېړنو اړیکه په روښانه توګه په ډاګه کړي؛ ځکه دغه ټکي ته نه پاملرنه د سریزې په برخه کې تر ټولو ښکاره ستونزه ده. په ښه سریزه کې باید له نورو سرچینو او کتابونو دومره ګټه وا نه خستل شي، چې موضوع خپل اصلي رنګ بایلي او نه هم دومره اختصاصي ولیکل شي، چې د ګڼو لوستونکو له پاره ابهام ولري.
د سریزې وروستی پاراګراف:
د سریزې د وروستي پاراګراف مهمې ځانګړنې د څېړنې د هدف بیانولو له پاره غوره ځای دي. دغه برخه همدارنګه د څېړنې په برخه کې د کارول شوي مېتود یا مېتودونو د ګټو بیانولو برخه هم ده. د دې پاراګراف په وروستۍ جمله کې د مطالعې اجرايي مېتود ته هم لنډه اشاره ولرئ.
د سریزې لیکلو وخت:
د سریزې لیکلو له پاره منطقي ترتیب کېدای شي داسې وي، چې لومړی د موادو او مېتودونو برخه، ورپسې پایلې، بیا سریزه او په پای کې د مقالې د بحث برخه ولیکل شي. له دې سربېره، یو شمېر پوهان وايي سریزه باید د مقالې یا کتاب د نورو برخو له لیکولو وړاندې ولیکل شي او یو شمېر نور وايي، چې سریزه باید په پای کې ولیکل شي؛ خو د لیکلو وخت یې که هر کله وي، د سریزې په تنظیم کې د لیکوال له لوري پوره دقت اړین دی.
د سریزې لیکلو ستونزې:
ـ د څېړنې د هدف نه په ډاګه کول، چې لار ورکی لامل کیږي
ـ اړوندو سرچینو ته اشاره نه کول، چې د څېړنې اعتبار زیانموي
ـ د هغو څېړنو شرحه کول، چې له اوسنۍ څېړنې سره لرې اړیکې لري، چې د لوستونکي د ستړیا لامل کیږي
ـ د څېړنې د کُلي تیوریک جوړښت نه توضیح کول، چې د موضوع د نورو برخو لوستلو په برخه کې له مخاطب لیدلوری ورکوي
د ښې سریزې اندازه:
لیکوال او څېړونکي وړاندیز کوي، چې د سریزې اوږدوالی باید لږترلږه دوه یا درې مخه وي. اوږده سریزه د لوستونکي حوصله تنګوي او نه شي کولای ټول موضوعات یې ذهن ته وسپاري.
د سریزې لیکولو پرمهال څو مهم ټکي:
۱. هېڅکله په سریزه کې د څېړنې پایلو ته اشاره ونه کړئ.
۲. د امکان ترحده له معلومو افعالو کار واخلئ. «زه» هغه کلمه ده، چې ډېری کره کتونکي ورسره جوړ نه دي، ښه به دا وي، چې د لومړي شخصي ضمیر له کارونې ډډه وکړئ.
۳. د لیکلو پرمهال، کله چې د منل شوې او ثبوت شوې موضوع په اړه خبره کیږي، ساده حال زمانه او کله، چې پخوانیو څېړنو او مطالعاتو ته اشاره کیږي، له تېرې زمانې ګټه واخلئ. که د چا خبره په خپله اصلي بڼه را اخلی، په غبرګو لیندیو کې یې ونیسئ.
۴. هڅه وکړئ، چې کمیاب او ګونګ مخففات ونه کاروی.
۵. د مهمو او کلیدي لغتونو له تکرار مخه ونیسئ؛ ځکه د سریزې او په ټوله کې د لیکنې ښکلا ته زیان اړوي.
۶. د مخاطب له پاره یې ولیکئ نه د ځان له پاره.
۷. او په سریزه کې د مهارت ترلاسه کولو له پاره، ډېر ولیکئ او له تکړه لیکوالو تقلید وکړئ.