عبدالمصور برکت
دا، چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي ادارې مخ په زیاتېدو دي، له ګڼو نورو هغو ستونزو سربېره، چې په پوهنیز بهیر کې شته، له یوې ناوړه او کرغېړنې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان دي. دا ناروغي ډیرې ناوړه پایلې لري او کولای شي له ځانه نور بېلابېل وژونکي ویروسونه د ساري ناروغیو په څیر ولېږدوي. دا داسې یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د اسلام او مسلمانانو لخوا تل غندل شوې او پرې له اخته خلکو څخه د بشر د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د امتي والي د امتیاز له سلبولو سربیره، په مسلمانانو کې هم نه ګڼل کیږي. دغه خطرناکه او کرغېړنه ناروغي تعصب نومیږي. تعصب یوه داسې خطرناکه ناروغي ده، چې پرې اخته ډیری کسان د خالق او مخلوق دواړو حقونه تر پښو لاندې کوي. د اسلام د سپېڅلي کتاب قرآن کریم له انده، متعصب هغه کسان دي، چې په حق پوهیږي، خو پټوي یې: (ولاتلبس الحق باالباطل و تکموالحق وانتم تعلمون).
په ورته وخت کې حضرت محمد مصطفی (ص) د متعصبینو په اړه په روښانه توګه په یوه حدیث کې فرمایي: هغه کسان، چې خلک تعصب ته رابولي، په همدې مفکوره جنګ کوي او په همدې مفکوره مړه شي، زما له امت څخه نه دي. ښکاره خبره ده هغه کس، چې د حضرت محمد (ص) له امت څخه حساب نه شي، مسلماني یې په شک کې ده او د مسلمانانو له ډلې نه ګڼل کیږي، چې دا بیا خپله کفر دی.
له اضافي خبرو ډډه کوم او غواړم په ځانګړې توګه د هېواد په پوهنتونونوکې، چې ممکن د تعلیم له انده تر ټولو غوره ځایونه وي، د تعصب د ناوړه ناروغۍ په اړه څه ولیکم.
درنو لوستونکو! تاسو ټولو په تیره بیا میندو ته ښه جوته ده، چې د ماشوم لویول او په اسلامي روحیه یې روزل څومره ستونزمن او له جنجالونو ډک کار دی. په ښوونځیو کې د هغوی شاملول او باسواده کول تر ټولو ستر کار دی. کله، چې ماشوم لوی شي، ښوونځی ووايي، ۱۸ کاله یې مور او پلار په ډيرې سختۍ سره لویوي او ښوونکو صاحبانو ته یې د حقې لارې زده کولو له پاره استوي، تر څو له دوولسم ټولګي فارغ شي. د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته د کانکور له پل صراط هم په ډیره جنجالي توګه تېریږي او په پای کې که یې الله نصیب کړی وي، نو یوه پوهنځي ته لاره پیدا کړي. کیدای شي دغه پوهنځی یې خوښ او یا هم نه وي خوښ، خو د افغانستان د لوړو زده کړو د قانون له مخې یې یا باید ووایې او یا هم ورڅخه لاس په سر شي. مور او پلار خپل او خپلوان یې خورا خوښ وي؛ ځکه د کانکور تر ازموینې تېرېدل هم د پړانګ بخت غواړي خو مور او پلار یې نه وي خبر، چې د خونخوارو او په تبعیضي ناروغۍ اخته کسانو لاسونوته لوېدلي وي. د پوهنتون استادان د دې پرځای، چې محصلین د اسلامي اصولو سره سم په وطني، مذهبي، فرهنګي او ملي روحیو سمبال ټولنې ته وړاندې کړي، د تعصب په غضب ککړ او هر یو له یو او بل څخه د کرکې په لتو تړلی خوار او زار ولس ته په دې پلمه وړاندې کوي، چې ښه خدمت وکړي. آیا هغه کسان، چې په پوهنیز ډګرکې یې له مربیانو څخه د تعصب چل ول زده کړی وي، د دې دردېدلي ملت به په کوم زخم پټۍ ولګوي؟ آیا شلېدلي زخمونه به نور ونه بلیږي؟ د دې او د دا وړ ټولو پوښتنو ځواب دا کیدای شي، چې نه!! نه به خدمت وکړي، نه به د ټولنو وګړي سره یو ځای کړي او نه به هم د مظلوم ملت اوښکې پاکې کړای شي.
اصلې خبره مې د هغو زده کوونکو ځورېدنه وه، چې څه موده مخکې مې د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د یوه محصل څخه وپوښتل، چې په غزنې پوهنتون کې څه حال دی؟ له یو ساړه اسوېلي وروسته يې په غرېو نیولي غږ وویل، چې څه مې کوې چې حال مې پوښتې. ورته مې وویل: ولې خیر خو دی؟وېل په ټولګي کې اول نمره وم، درې سمستره ډیر ښه تېر شول او خورا لوړې نمرې مې واخستې، خو په څلورم سمستر کې د کیمیا استاد یوازې ۲۳ نمرې راکړې، چې کله مې استاد ته د پارچې درا ایستو وویل راته یې وویل، چې ځه ځه ستا په پارچه کې د نیمو پوښتنو ځوابونه له سره نه شته. زه حیران شوم او ورته ومې ویل، استاده! ما خو ټولې پوښتنې سمې حل کړې وې؟ آخر مې، چې په منطقې خبرو کې ورپسې واخستو، نو یې راته ویل، چې ورشه په خپل ولایت کې دې پوهنتون ووایه؛ دا د غزنیانو حق دی، باید همدوی اول نمره شي.
د دې محصل په خبره مې سم باور ونه شو، له یوه بل مې وپوښتل چې ما ستاسو د پوهنتون په اړه داسې یوه کیسه اورېدلې ده او دا پورته کیسه مې کټ مټ ورته تېره کړه. محصل وویل: که زما نوم چاته نه اخلې نو زه دا کیسه منم او یوه بله عجیبه به هم درته وکړم. نوموړي زیاته کړه، چې زموږ د یوه مضمون استاد د خپلې سیمې محصلینو ته پرته له دې، چې په ازموینه کې حاضر وي، تر هر هغه محصل چې ډیر خواری کښ هم وو، زیاتې نمرې ور ډالۍ کړې او بله نادوده خو یې لادا وه، چې دا څو ورځې کیږي استادان د یوه او بل پرضد نمرې نه اعلانوي او په دې ډاډه ماتل دي، چې وویني د دوی څو وطندارانو ته د بل استاد له لوري چانس ورکړل شوی، چې بیا دوی هم په همغه پیمانه د بل استاد وطنداران ګونډه کړي. دا ټول د بې ځایه تبعیضونو پایله ده. آن د یادې سرچينې له قوله، چې زیاتو بیچاره ګانو محصلینو د پورته یادو ناخوالو له لاسه درسونه پرې ایښې، چې ځینې یې پردیو هیوادونو ته د مزدورۍ او ځینې یې د مخالفینو لیکو ته ورګډ شوي دي.
زه د یوه افغان وګړي او زړه سواند په توګه د افغانستان د ګډ حکومت په مشر ښاغلي محمد اشرف غني او په خاصه توګه د لوړو زده کړو وزارت په لوړ پوړو چارواکیو غږ کوم، چې د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې دې د متعصبو استادانو، رئیسانو او نورو اړوندو چارواکیو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي او د لوړو زده کړو په ډګر کې د تعصب د ریښو وچولو په موخه مشوره ورکوم چې:
– هر پوهنتون دې ځان ته دشمولیت ځانګړې ازموینه ولري. په دې ډول به په کانکور کې د درغلیو مخه هم نیول شوې وي. که دا چاره د کانکور ازموینې ترمخ او یا وروسته کوي، په دواړو حالاتو کې ښه ثابتېدای شي.
دهیواد په ټولو پوهنتونونو کې دې د کریډټ سیستم اجباري او د محصلینو له ازموینو څخه دې تیر شي او د هغو پر ځای دې داسې بدیله لاره وګوري، چې په عملې ډګر کې نظریات په عملې تو ګه پلي کړای شي.
ټول هغه کسان، چې د پوهنتون د استاد په توګه ګمارل کیږي، باید د مسلکي معلمۍ دوه کلن کورس ووایي څو هر هغه څوک، چې معلم مقرریږي، لږ تر لږه د شاګردانو په تنظیم پوه شي. له بده مرغه اوس د پوهنتونونو ډیری استادان په دې نه پوهیږي، چې تدریس څه ته وايي او څنګه کیږي.
د یوې ځانګړې کمېټې له لوري دې هغه استادان، چې په تبعیض کولو تورنیږي، په داسې یو تور لیست کې شامل کړي، چې بیا د تل له پاره په دولتي یا خصوصي پوهنتون کې د استادۍ حق ونه لري. بیا هم له بده مرغه تر دې دمه دولت په دې اړه هېڅ راز ګام نه دی پورته کړی او د متعصبو استادانو شمېر ورځ تر بلې لا زیاتیږي.