نجم

د مقالې لیکلو لارې چارې

ژباړه: حبیب میرخیل

سریزه

د هغو کسانو یوه له اصلي ستونزو، چې د کومې لیکنې یا علمي اثر په لیکولو لاس پورې کوي، همدا د څنګه لیکلو مسئله ده. دغه ستونزه په اصل کې د هغو ټولو کسانو وېره ده، چې غواړي قلم ته لاس کړي او د راپور، مقالې، رسالې، کتاب او… په چوکاټ کې لیکنه وکړي؛ که څه هم تر دې دمه د څه لیکلو په اړه نسبتا زیات مطالب لیکل شوي او په هره لیکنه کې یاده مسئله د ځانګړي لیدلوري له مخې څېړل شوې ده، خو له دې امله، چې هرې پدیدې ته ښايي له مختلفو اړخونو او لیدلوریو وکتل شي. په دې لیکنه کې هڅه شوې د لیکلو لارې چارې د مینه والو له پاره په راونه او ساده ژبه بیان شي، څو لوستونکي وکولای شي هغه مسایل، چې په ذهن کې یې لري، له هرراز وېرې او اندېښنې پرته د کاغذ پرمخ راوړي.

دا ښکاره خبره ده، چې لیکل اکتسابي امر دی او د یو شمېر لومړنیو فنونو او تخنیکونو د زده کړې او تمرین  له لارې ترلاسه کیږي. له همدې امله، په لیکنه کې برلاسي زیاتې خوارۍ او تمرین ته اړتیا لري. کله کله پېښيږي، چې یو غوره او نوی فکر د سړي ذهن ته ورشي، خو نه شي کېدای دغه فکر د کلمو په چوکاټ کې د کاغذ پرمخ راوړي. دغه مسئله هر چاته پېښیږي او په کوم ځانګړي کس یا طبقه پورې اړه نه لري، چې تر ډېره له لیکلو د زړه تورېدو یا په ټولیزه توګه له لیکلو د لاس اخستو لامل کیږي. د دې مسئلې یوازینۍ حل لاره له زړه څخه د وېرې او اندېښنې ایستنه ده. اصلي بحث ته د ننوتو له پاره به بده نه وي، چې دلته یو شمېر پوښتنې مطرح کړو، لکه: ولې باید لیکنه وکړو؟ او لیکل څه ارزښت لري؟

ممکن هر څوک دغې پوښتنې ته خپل دلایل ولري، چې مهم هغه یې په لاندې توګه ګڼلای شو:

۱. د موجوده مسایلو او ستونزو بیانول

۲. نورو ته د خپلې پوهې او مهارتونو لېږدول

۳. له ځانه د اثر او فکر پرېښودل

۴. د فکر او عمل سره نیږدې کېدل

۵. په لیکنه کې د مهارت ترلاسه کول

۶. په کاري چاپېریال او ټولنه کې نورو ته د خپلو وړتیاوو ښودل او ځان مطرح کول

۷. د خپلو ذهني معلوماتو توږل او ستونزې یې رفع کول

۸. د خپلو ایډیاوو وده او په دې برخه کې د لا ډېرو څېړنو ترسره کول

۹. انساني پوهاوي ته وده او پراختیا ورکول

د لیکلو لومړنۍ اړتیاوې

لیکل هم د هرکار په څېر د یو شمېر مقدماتو چمتو کولو او د ځینو ټکو رعایت ته اړتیا لري. اصولا ً د یوه غوره اثر لیکل، په ځانګړ  ې توګه هغه مهال، چې که په پام کې وي د مقالې، کتاب، پایلیک یا… په چوکاټ کې ولیکل شي، لومړنۍ پانګونې او کره پلان ته اړتیا لري، څو د سیالۍ وړ ارزښتمند اثر تولید شي. د لیکلو له پاره تر ټولو مهمه پانګه د پوره مطالعې لرل او تر لاس لاندې موضوع په برخه کې د لازمې پوهې درلودنه ده. د مقالې لیکلو له پاره دوې لارې کارولای شو. یوه لاره یې دا ده، چې وغواړو لومړی د یوې موضوع په اډانه کې څېړنه وکړو او د خپلو څېړنو د لاسته راوړنو په رڼا کې مقاله ولیکو. دویمه لاره دا ده، چې په مستقیمه توګه یوه موضوع یا مقوله د مقالې چمتو کولو په موخه وټاکو او په هغه برخه کې په لیکلو پیل وکړو. په دې میتود سره د مقاله لیکلو له پاره کولای شو د کتابتوني سرچینو له مطالعې پیل وکړو. وروسته له دې په اطلاعاتي بانکونو، انټرنېټ او کتابښودونو کې په لټون سره کولای شو تخصصي کتابونه او د مقالو، پایلیکونو او نورو په څېر اطلاعاتي سرچینې پیدا او راټولې کړو. د اطلاعاتي او معلوماتي سرچینو په ټولولو پسې، په پيل کې د هغو سریزې او نیولیکونه وکتل شي؛ ورپسې یې زموږ له څېړنې سره اړوندې برخې او تړلي موضوعات مطالعه کړو او یادښتونه ترې واخلو.

مقاله څه ده؟

د بریټانیا دایرة المعارف لیکلي:  مقاله هغه انشاء ده، چې منځنی حجم لري او د ټاکلې موضوع په اړه بحث کوي. لیکوال باید د موضوع حدود رعایت کړي، روښانه او روانه یې وڅېړي“.

مقاله هغه لیکنه ده، چې د یوې ځانګړې موضوع په اړه نه اوږده، نه هم لنډه بلکې متوسطه کچه لیکل کیږي. مقاله تر ډېره په مجلو، ورځپاڼو، مهالنیو او کله کله کتابونو کې خپریږي. په اوسنۍ نړۍ کې مقاله پراخه لمنه لري او د مختلفو موضوعاتو د څېړنې او سپړنې له پاره کارول کیږي.

د مقاله لیکلو شرایط

لومړی: پر موضوع حاکمیت

دویم: ښه نیت او ریښتینولي، چې د قلم چلولو اصلي شرط دی

دریم: د ځانګړي کس یا ډلې نه بلکې د ټولنې مصلحت په پام کې نیول

څلورم: د داسې موضوع په ټاکنې سره د علمي، ټولنیزو، کولتوري او… له غوټو لږترلږه د یوې غوټې پرانستل، چې له مخې یې د ټولنې ټپونه ټکوریږي

د مقالو ډولونه

مقالې له څو لیدلوریو کته ګوري کېدای شي. یوه له دغو کته ګوریو کېدای شي د مقالې د اطلاعاتي محتوا پر بنسټ وي، چې له دې لیدلوري مقالې په څلور ډوله ( څېړنیزې، تحلیلي، کتنیزې او راټولې شوې) وېشل کیږي:

۱. څېړنیزه مقاله: له هغې څېړنې چمتو شوې، چې په دې وروستیو کې ترسره شوې وي او له دې امله، چې پر څېړنیزو لاسته راوړنو تکیه لري، څېړنیز راپور هم ورته ویل کېدای شي.

۲. تحلیلي مقاله: دغه ډول مقاله، چې نظري مقاله هم ورته ویل کیږي، هغه مقاله ده، چې لیکوال د پخوانیو څېړل شویو سرچینو په ګټنې سره په خپله کاري حوزه کې خاصه نظریه مطرح کړي. په دې ډول مقاله کې لیکوال ممکن پخوانۍ نظریې نوې او پراختیا ورکړي، د نویو اسنادو او شواهدو په مټ یې بډایه کړي، مطالب په نوې بڼه بیان او یا هم د شک په سترګه ورته وګوري.

۳. کتنیزه مقاله: دغه ډول مقاله د هغو لیکنو او څېړنو پراخ تحلیل او انتقادي ارزونه کوي، چې له دې وړاندې خپرې شوې دي. د کتنیزې مقالې لیکوال د مقوله بندۍ، یوځای کولو او د پخوانیو خپرو شویو متنونو د ارزونې له لارې، د روانې څېړنې د پرمختګ مسیر د یوې ځانګړې مسئلې د روښانه کولو په لوري تعقیبوي.

۴. راټوله شوې مقاله: دغه شان مقاله یوازې د ځانګړې موضوع په اړه په مختلفو لیکنو کې د شته نظریاتو او بحثونو په راټولولو چورلي، یانې کوم نوی کار نه ترسره کوي. له تحلیلي مقالې سره یې توپیر دا دی، چې په پای کې ترې کوم نوی نظر نه راوځي او له کتنیزې مقالې سره یې توپير دا دی، چې الزاما ً د ټولو پخوانیو آثارو بشپړه ارزونه او سنجونه نه کوي.

له پورته څلور ډوله مقالو سربېره، د مجله يي لیکنو داسې نور ډولونه هم شتون لري، چې له لږې بډاینې برخمن وي؛ لکه انتقادي یادښتونه، نقد او کره کتنه، لنډ راپورونه او… ، چې د بحث اوږدېدو له امله یې دلته له یادونې ډډه کوو.

د مقالې اجزاوې

۱. سرلیک: د هر اثر سرلیک د هماغه اثر د هویت ښکارندوی دی؛ که دا علمي اثر وي یا هنري. سرلیک د متن د مطالبو منظبط لنډیز دی. سرلیک باید لنډ، منطقي او خوږ وي څو وکولای شي په لوستونکي کې د مطالعې انګیزې ایجادولو ترڅنګ، هغه ته د خپلې اړتیا وړ مقالې په ټاکنه کې لارښوونه وکړي.

۲. لنډیز: لنډیز د مقالې د متن اصلي ټکو سره یوځای د مقالې لنډه خلاصه ده او داسې تنظیمیږي، چې له لوستونکي سره اصلي مقالې ته د ورتګ یا نه ورتګ له پاره مرسته کوي. د لنډیز محتوا کې هغه مطالب شاملیږي، چې د مقالې لیکوال پرې ټینګار کړی دی. د لنډیز اندازه تر ډېره د مقالې په ډول او اوږدوالي پورې اړه لري.

۳. سریزه: سریزه د هر مطلب یا مبحث پیلامه ده او د لیکنې په لړ کې شته مسایلو او ستونزو ته په اشارې سره، تر بحث لاندې موضوع په اړه پخوانۍ لاسته راوړنې په لنډه توګه شرحه کوي او په پای کې یې حل لاره په ګوته کوي. په حقیقت کې د لیکوال او لوستونکي ترمنځ اړیکه د سریزې له لارې جوړیږي؛ ځکه نو اړینه ده، چې روانه او جالبه وي.

۴. اصلي متن: د مقالي په اصلي متن او منځپانګه کې د موضوع موخې، کاري میتود، په دې اړه پخوانۍ څېړنې، محدودیتونه، نیمګړتیاوې، لاسته راوړنې او پایله راځي. له همدې امله باید د لیکوال اصلي پیغام په مفصله توګه بیان کړي، داسې چې لوستونکی یې په لوستلو سره وکولای شي د تمې وړ پایله تر ګوتو کړي. تر ډېره د مقالې له منځپانګې وروسته، یانې د مقالې یا څېړنې په پای کې له هغو کسانو او سرچینو مننه کیږي، چې په څېړنه کې یې مرسته کړې وي.  د مقالې په وروستۍ برخه کې لنډه پایله او د اخځلیکونو معرفي راځي.

د مقالې رکنونه

ممکن مقالې یو شمېر نور ارکان او مهم داخلي اجزا هم ولري، خو مهم هغه یې په لاندې ډول دي:

الف. د موضوع یوالی: مقاله باید د یوې ځانګړې موضوع پر محور ولیکل شي. لیکوال نه باید مکررا ً له یوې موضوع بلې ته ټوپ ووهي او لوستونکی د متفاوتو او بې ربطه معلوماتو ترمنځ لالهاند کړي.

ب. د زمانې یوالی: لیکوال باید د مقالې وخت له پیل تر پایه ثابت وساتي. که په پام کې وي، چې یوه موضوع حال زمانه کې وڅېړل شي، نه باید د مقالې په منځ کې د همدې موضوع اړوند اړخونه پېړۍ وړاندې زمانه کې وڅېړل شي. باید پوره پاملرنه وشي، چې دغه کار د تاریخي پرتلنې له راوړلو سره ټکر و نه لري.

ج. د ځای یوالی: د مقالې ځای یا مکان هم باید ثابت وساتل شي. که مقاله د افغاني پدیدو په اړه لیکل کیږي، نه باید په پای کې د هماغې موضوع په اړه په امریکا کې شویو څېړنو ته ننوځو.

د. تسلسل: تسلسل او د موضوعاتو تړاو د هرې لیکنې مهمه ځانګړنه ده. د یوې مقالې کلمې او جملې د یوه ځنځیر د کړیو په څېر له یوبل سره تړلې دي. لیکوال باید د لیکوالۍ د هنر او استدلالي ځواک په مټ، موضوع بډایه کړي او لوستونکي ته هغه څه ورکړي، چې هغه یې غواړي. د مقالې په جوړښت کې هر ډول ګډوډۍ او بې نظمي به لیکوال د ناکامۍ کندې ته وغورځوي.

هـ . پایله: هره مقاله د یوه پیغام لېږدولو په موخه لیکل کیږي. ښايي پایله د مقالې په وروستۍ برخه کې د مختلفو دلایلو له ګټنې وروسته راوړل شي. ښايي لیکوال د مقالې پیغام په پیل کې راوړي او له هغه وروسته په استدلال پیل وکړي. حتا ممکن لیکوال د ټولنیزو فشارونو له امله خپل پیغام د پراګرافونو او مطالبو ترمنځ ځای پرځای کړي. خو په هرصورت، مقاله باید نتیجه ګیري یا پایله ولري. د مقالې او یادښتونو مهم توپیر همدلته دی؛ ځکه په یادښتونو کې پایله اړینه نه ده، بلکې تر ډېره د یوې موضوع یادونه او تذکر ته پاملرنه کیږي.

مقاله څنګه ولیکو؟

د مقالې لیکلو له پاره باید لاندې پړاوونه ګام په ګام ووهو:

۱. د کُلي موضوع په ګوته کول: د مناسبې موضوع موندلو له پاره د لازمې انګیزې لرل او د ټولنې اړتیاوو ته پاملرنه، د دې پړاو له مهمو مسایلو دي.

۲. د ارزښت او شونتیا په لحاظ د موضوع تحلیل او شننه: د مقالې لیکلو د ارزښت موندلو او شونتیا له پاره کولای شو څو پوښتنې مطرح کړو: د مقالې موضوع څومره ارزښت لري او نوې ده؟ له کومو اړخونو د کومو کسانو له پاره ګټوره ده؟ آیا د دې ډول مقالې چمتو کول شوني دي؟ پر وړاندې یې احتمالي ستونزې او خنډونه کوم دي؟ که کولای شو دغو پوښتنو ته مناسب ځوابونه پیدا کړو، ښکاره خبره ده، چې د لیکلو پړاوونه به اسانه شي.

۳. د لومړنۍ طرحې او عمومي جوړښت تدوین: د مطالبو مقدماتي نیولیک چمتو کول، د اصلي او فرعي برخو د سرلیکونو چمتو کول، د مخاطبینو کته ګورۍ او هدف ته پاملرنه، د مقالې د جوړښت او ډول ترمنځ همغږي او له نظرخاوندانو سره سلا مشوره هغه څه دي، چې په دې پړاو کې باید په پام کې ونیول شي.

۴. د وخت مدیریت (د کار ترسره کولو له پاره مهال وېش جوړونه): مناسب مهال وېش او ګام په ګام وړاندې تلل د هغو مسایلو له ډلې دي، چې له ټاکلي مهال وېش سره سم د مقالې او څېړنې چمتو کول او تدوین شوني کوي.

۵. د بنسټیزو اطلاعاتو او سرچینو لټون: بنسټیزې اطلاعاتي سرچینې عبارت دي له کتابتونونو، اړوندو پخوانیو مقالو، اړوندې شوې څېړنې او… څخه.

۶. له موضوع سره تړلیو معلوماتو لټون: د بنسټیزو سرچینو له څېړنې او لټون وروسته، د کتابښود یا انټرنېټ په کارونې سره کولای شی د اړوندو کتابونو لېست چمتو او تخصصي سرچینې په ګوته کړئ.

۷. د اړوندو سرچینو او اطلاعاتو مطالعه: د اصلي او مهمو اطلاعاتي سرچینو په مطالعې سره کولای شو د خپلې موضوع لمنه وټاکو. له دې سربېره، د مقالې اعتبار او بډاینه له هغو سرچینو سره اړه لري، چې ترې کار اخستل کیږي.

۸. د راټولو شویو سرچینو ژوره مطالعه او د باهدفه یادښتونو اخستل.

۹. د مطالبو نیولیک پر بنسټ د یادښتونو ترتیبول، بیا کتنه او چاڼول.

۱۰. د مقالې د متن لیکنه ( لومړۍ خاکه): ښه به وي، چې د مقالې لیکنه له ساده مطالبو پيل او د کلام له اوږدولو ډډه وشي. د مقالې هدف، جوړښت او مخاطب ته پاملرنه او د برخو او پاراګرافونو ترمنځ د منطقي تړاو او انسجام په پام کې نیول؛ د لیکوالۍ د اصولو او لیک نښو رعایت، له هغو مهمو ټکو ګڼل کیږي، چې د مقالې لیکوال باید ډېره پاملرنه ورته وکړي.

۱۱. د لومړۍ خاکې بیاکتنه او سمون (د دویمې خاکې چمتو کول): د نظر ګڼ خاوندان وړاندیز کوي، چې د لومړۍ خاکې له چمتو کېدو وروسته، یوه یا څو ورځې مقاله پر خپل ځای پرېږدو او بیا یې بیا ځل کتنه وکړو. د مقالې د بیاکتنې پرمهال باید نا اړینې جملې او پراګرافونه له منځه یوړل شي او د مقالې مهم ټکي نورو مقالو ته په کتو سره بډای کړل شي. باید د مطالبو تسلسل او ترتیب په سمه توګه کنټرول شي.

۱۲. له متخصصینو او نظرخاوندانو سره سلامشوره او د مقالې وروستۍ سمون.

۱۳. له پایلې او لنډیز، ویپانګې، سریزې، نیولیک او مآخذونو وروسته، د مقالې د وروستۍ نسخې چمتو کول.

په دې اړه د پام وړ ټکی دا دی، چې په دې برخه کې ټول یاد شوي څه باید د اصلي متن له لیکلو وروسته ترسره شي. پایله د ټول متن لنډیز دی، سریزه اصلي متن ته په کتو سره لیکل کیږي، حال دا چې کله کله ځینې کسان د سیمینارونو او کنفرانسونو له پاره د خپلې مقالې پایله یا لنډیز چمتو کوي، چې که چېرې د مقالې لنډیز د سیمینار جوړونکو له خوا ومنل شي، بیا د بشپړې مقالې لیکولو ته ملا تړي. دغه کار بېله شکه د مقالې محتوا او جوړښت ته زیان رسوي. همدارنګه د اخځلیکونو په معرفي کولو کې هم باید د لیکوالۍ اخلاقي اصولو ته پاملرنه وشي. د کارول شویو سرچینو او مأخذونو یادونه او استناد د نورو آثارو ته له درناوي سربېره، د اثر د ارزښت او اعتبار لوړېدو لامل هم کیږي.

د مقالې د لومړني جوړښت او طرحې د کنټرول معیارونه‌

که وغواړو د خپلې خوښې موضوع په برخه کې د څېړنې پر بنسټ مقاله ولیکو، کولای شو د مقالې د لومړني جوړښت او طرحې د ارزونې له پاره یو شمېر پوښتنې مطرح کړو:

– د څېړنې دلیل څه وو؟

– کومې فرضیې و ازمویل شوې او پایله یې څه شوه؟

– له کومو مېتودونو کار واخستل شو، معلومات څه ډول راټول شول؟

– په راتلونکې کې د دې ډول څېړنې ترسره کولو له پاره کوم وړاندیزونه شته؟

لکه څنګه، چې پوهیږو هر لیکوال په معتبرو خپرونو او مجلو کې د خپلې لیکنې د چاپ او خپرېدو په موخه قلم ته ګوتې وروړي، له بلې خوا، په دې هم پوهیږو، چې مجلې او خپرندویه ټولنې هم خپلې تګلارې، د مقالو کیفیت او محتوا ته په کتو سره، ترلاسه کړې مقالې تر څېړنې او ارزونې لاندې نیسي. له همدې امله غوره ده څو هغه پوښتنې، چې د مجلې او خپرندویه ټولنې د ارزوونکو له لوري د مقالې اروزنې له پاره مطرح کیږي، د لیکوال له لوري مطرح او مناسب ځواب ورکړل شي. دغه میتود د مقالې له کره کېدو سربېره، د دې لامل کیږي، چې احتمالي تېروتنې هم اصلاح او د مقالي استحکام تضمین شي.

وروستۍ خبره

د لیکلو له پاره باید له نن، بلکې له همدې شېبې پیل وشي. ولیکئ او اصلاح کړئ، بیایې ولیکئ او اصلاح یې کړئ؛ څو د نه لیکلو وېره مو له زړه پاکه او د پخوالي پړاو ته ورسېږی. هېڅکله تمه مه کوی، چې له عملي تمرین پرته، ستاسو لومړنۍ لیکنه له عیب او نیمګړتیا پاکه راووځي. په یاد ولرئ، چې هر پیاوړي لیکوال د خامۍ پړاو تېر کړی دی. که غواړی په دې لاره کې سترې بریاوې ترلاسه کړئ، هره ورځ لیکنه وکړئ، ولیکئ، ولیکئ، ولیکئ او غلطیانې یې ونیسئ.