خاکسار وقار
د حوت په اته ويشتمه د نجم د ارکانو اجتماع وه، نږدې له ټول هېواد څخه ورته ملګري راغلي و، د ننګرهار نجومو ته دې الله اجر ورکړي چې د اجتماع لپاره يې ډېر غوره ځای انتخاب کړی و، هلته مو د پسرلي له ښکلي او زړه راښکونکي طبيعت څخه بلا خوند واخیست.
اجتماع له نوي کال دوه ورځې وړاندې پيل شوه، او د نوي کال په لومړی ورځ پای ته ورسېده، خو خورا ډېرې خوږې خاطرې يې ارکانو ته پريښودې.
هلته د مينې عجيبه فضا، د ملګرو ايثار، د خدمت روحيه، د جديت نمونې، د قرباني عملي تمرين، د اطاعت بيلګې، د محاسبې اصل او… ټول هغه څه ول چې ګډونوال به يې تل يادوي.
ځينې ملګري له ډېر لرې ځايه راغلي وو، حتی چې د ننګرهار له طبیعت او هوا سره هم ډېر نه وو بلد، ولې د اجتماع فضا دومره ډاډه او ارامه وه چې هيڅوک يې نه پريښودل تر څو د يواځيوالي او پرديتوب احساس وکړي.
هلته به ډېری ځوانان لکه ما غوندې په کور کې ناروغانو ته پريشانه ول، خو د اجتماع هرې شيبې دېته نه پريښودل تر څو د پريشانی تر دروند بار لاندې راشي.
په اجتماع کې د نجم رئيس او د رهبري هيئت ټول غړي هم وو، خو د ورورګلوۍ څومره قوي اصل و چې هغوی هم د نجم عادي ارکان بلل کېده، سمه ده چې مسئوليتونه يې ستر وو خو دغه فضا کې هر څوک د نجم د رکن په نامه ياديده او هيڅ رکن له بل څخه برتري نه درلوده، داسې انګيرل کېده چې د نجم هر رکن رئيس ده.
هو! هلته رئيس سره هر رکن حساب وکړ، هلته د رهبري هيئت هر غړی محاسبه شو.
اه! څومره خوږه ايماني فضا، کاش چې ژوند بېرته شاته تللی او مونږه يو ځل بیا بېرته په هماغه اجتماع کې ناست وو.
اجتماع يو ځل بیا د ټولو ارکانو حوصله لوړه کړه، دوی یې بیا خپل راتلونکي ته هوډمن کړل، دوی بیا وتوانېدل چې په پوره انرژي خپل ټاکل شوي مسئوليتونو ته اولويت ورکړي او په پوره اخلاص او جديت مخ پر وړاندې ولاړ شي.
د هېواد په اسمان کې د نجم د لا ځلېدا په هيله!