روح الله ساحل
تر هغه چې د یوې ټولنې خلک یو او بل درک نه کړي، یو او بل ونه زغمي او د یو او بل سره لاسونه ورنه کړي، نه په خپلو ستونزو برلاسي کېدلای شی او نه هم بیرونیو ننګونو ته د مناسب ځواب ورکولو وړتیا پیدا کولای شي.
ټولنې له خلکو جوړې دي، خلک لکه څېرې یې چې توپیر لري، افکار یې هم یو او بل ته ورته نه وي. کیدای شي د یوې ټولنې ځینې کسان د ځینو نورو په وړاندې پوره مخالف نظرونه ولري خو اړینه دا ده چې مخالفت، لکه څرنګه چې دی ومنل شي، او د هغه د قناعت او د خرابیو د منځه وړلو لپاره د خبرو له لارې کار وشي.
شونې نه ده چې د یو هېواد ټول خلک دې هغه خبرې ومني چې یو سیاسی حزب یې خپلو پلویانو ته تعلیم ورکوي، دا هم آسانه نه ده چې خلک دې له استثنا پرته په یوه ټولنیز ارګان کې راټول شي یا دې د یوه رهبر خبره ومني. نو باید ومنو چې مخالفت به د تل لپاره شته وي. دا حقیقت دی او له حقایقو څخه تېښته، حقایق بدلولای نه شي. مخالفت تل د قناعت په مرسته له منځه وړل کیدلی شي او که له منځه نه ځي باید له ځینو هغو خبرو سترګې پټې شي او په خپل حال ومنل شي چې تر هغې غټې ستونزې نه ترې پیدا کیږي.
قناعت کله د زړه خبره وي او که په ذهن پوره اړه لري، که غواړې د چا په زړه کې خبره کښېنوې نو یا به یې د نیکو احساساتو له لارې د مخالف په زړه کې کښېنوې او یا د منطقي دلایلو په مرسته د انسان په ذهن کې. فزیکي زور د یووالي د راوستلو لاره نه ده او مخالفو حساسیتونو ته وده ورکولی شي.
په یوه ټولنه کې دننه باید مشران تل په دې هڅه کې وي چې د خلکو تر منځ هغه غټ مشترکات راپیدا او خلک په هغه باندې راټول کړي چې خلک د ټولو مخالفتونو سره سره په هغه کې سره یوه خوله دي. که کله خلک په غټو مسائلو کې متحد شول، وړو مسائلو ته حل لارې پیدا کول آسانه کیږي.