نجم

کرکټ نړېوال جام سياليو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره ګډون کوي

قدرت الله جاهد

افغانستان د کرکټ نړېوال جام سياليو کې د لومړي ځل لپاره ګډون کوي چې له شپږو هېوادونو سره به لوبې ولري. دا سيالۍ چې په استراليا او نیوزیلنېډ کې ترسره کيږي تر زرو زياتو افغانانو يي د نندارې لپاره تکټونه اخيستي.

استراليا کې افغان سفير ښاغلي نصير اندېشه ازادي راډيو ته ويلي دي چې د استراليا خلکو د افغانستان له ټيم سره خپله علاقمندي ښودلې او ويلي يي دي چې استراليان به د انګلستان-فغانستان لوبه کې افغانستان تشويقوي. نوموړي دا د افغانستان د عامې ډپلوماسۍ لپاره ډېره مهمه موقع بللې.

ښاغلي اندېشه وايي چې د کړکيچ ځپلو هېوادونو معاصر تاريخ ښيي چې د کرکټ په شمول ټيمي لوبې دا ظرفيت لري چې په خلکو کې ملي احساس را ژوندی کړي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان د جنګ ځپلو هېوادونو له جملې څخه يواځنی هېواد دی چې په دومره چټکتيا سره يي دې جام ته لار پيدا کړه او په دې سياليو کې برخه اخلي.

ددې سياليو د کتلو لپاره په زره ګونه تنه مينه وال په ميدان کې او په ميلونونو نور يي د تلويزون له لارې ننداره کوي.

د کرکټ نړېوالو جام سيالۍ د کرکټ نړېوالو شورا له لارې په هرو پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کيږي چې دا يي د ۱۱مې دورې سيالۍ دي چې فبرورۍ د ۱۴مې او د مارچ ۲۹مو نېټو ترمنځ به ترسره شي. په دې جام کې دا ځل ټول ۱۴ هېوادونه برخه اخلي چې په خپلو کې سره ټولې ۴۹ لوبې کوي.