ذاکر جلالي
کابل ته نوی راغلی وم. ځینې خبرې مې له پخوانیو ګومانونو سره ورته وې؛ خو بعضې بیا زما له مخکینیو بارونو سره متفاوتې وې، یو شمېر ان متضادې هم وې.
کابل، یعنې د داسې یوه هېواد پلازمېنه چې لسیزې د بېفکره او وچفکره شاهي نظام تر کنګل، وچ او غیرمتحرک سیوري لاندې و. وروسته یوه لسیزه د خلقیانو/پرچمیانو د پرديپالو فکرونو لاندې شو. یوه لسیزه یې هم د اسلام په نامه ځینې نادودې ولیدې او نن بیا د بلا هېوادونو د ښکاره او پټو پلانونو او دسیسو ډګر و. کابل کې د فکر او ژور سوچ خبره تر ډېره هېره شوې وه، بلکې هېره کړای شوې وه. ځوان ته یې څلورویشت ساعته موسیقۍ کې د ژوند هر کمال برېښېد او پردی کلچر کې بیا ورته ځان تر ټولو “متمدن” ښکارېد… د کابل ځوان او پېغلې ته د هندي او ترکي سېریال قضا ناشونې برېښېده. کابل په وروستۍ لسیزه کې بیا د دومره نامتجانسو فکرونو او لیدلوریو ډګر شو، چې پخوا یې کله هم نه وو تجربه کړي.
مګر په همدې کابل کې، یو داسې نسل راټول شو، یو داسې نسل راوټوکېد، چې خلکو ته یې یوې نوې لارې ته، د ژوند یوه بل رنګ ته او بلاخره خپل تاریخ سره د پيوندولو بلنه ورکړه. که د “مودِ روز” رنګونه او دودونه ګورې، نو دا نسل ترې بېخي متفاوت دی. د دې نسل فکر، هڅې، مبارزه، ارمان، استقامت او اخلاص هغه څه دي چې دا نسل په همدې کابل کې له شته وو نورو څخه توپيروي. داسې يې بېلوي چې کابل ته د هر نوي راغلي فکر و نظر ځان ته راکاږي.
ماته هم په نوی کابل کې دا نسل له نورو شته وو جریانونو څخه ډېر نوی او نادر ښکاره شو. دا نسل غیرمتحرک نه دی چې زه یې وپېژنم، دا په خپله ځان نوو راغلیو ته ورپېژني. د دې نسل څرکونه د هر نوي راغلي سترګې برېښوي.
نجم ځان درپېژني
کابل کې –په ډېر بښنې- ډېری ځوانان په ګڼو ټولنو کې راغونډ دي. هره ټولنه یوه لار پالي؛ مګر یو مطلق اکثریت داسې دی چې فکرونه او “ارمانونه” یې د ولسمشرۍ یا ولسي جرګې له ټاکنو ثابت نه شي تېرېدای. د ټاکنو په درشل کې بلا ټولنې له ډول-ډول نومونو او ګڼو “موخو” سره سرونه راپورته کړي؛ مګر د ټاکنو سیلۍ یې بیا داسې په مخه واخلي، چې نه یې بیا د ارمان خبره مطرح وي، نه د فکر؛ بلکې پروني “همفکره” یاران بیا د غیبتونو او بدګوییو ښکار کړي. له بده مرغه په کابل کې د ډېری ټولنو او انجمنونو برخلیک دغسې دی. اکثر ټولنې له سیاسي توپانونو روغې نه شي تېرېدای. له هرې ټولنې سره د هر غړي لومړنۍ موخه د یوه امتیاز وي. د چا چې یو څه سر خلاص وي، په سر کې د امتیاز د وېش خبره ورسره کوي او څوک چې بیا له لوبو لرې او ناخبره وي، په ناخبرۍ يې په برخلیک سودا شوې وي. کله چې د ټاکنو اور سوړ شي، بیا د ټولنې له نامه ګټمن ځانونه بریالي ګڼي او نورو سره فاتحانه مخه ښې کوي؛ مګر نور بیا د نهیلۍ او مایوسۍ لاسونه مروړي. خو نجم (نهاد جوانان مسلمان) بیا له سره تر پایه بل ډول دی. ټاکنې راغلې او ولاړې، سیاسي جبهې جوړې شوې او وپاشل شوې؛ خو “نجم” پر خپل ځای ځلانده ولاړ دی. نه ټاکنو وپاشلای شوای او نه هم دسیسو.
هغه څه چې ماته په نجم کې په زړه پورې دي، لومړی یې نوم، په تېره “جوانان مسلمان” چې له یوې خوا له یوه ډېر مبارک تاریخي نامه سره موږ نښلوي او له بلې خوا په دې یوویشتمه پېړۍ کې چې “مودِ روز” او نور-نور شعارونه او نورې لارې دي؛ خو دوی لا هم پر خپلې مسلمانۍ ویاړي او اسلام حل لار او د ژوند لار ګڼي!
په دې بلا بوختیاوو کې بنده ټولنه کې، د نجم ځوانان کتابونه تخرګ کې نیولې، بروشونه په لاس کې، حلقې ته روان یا هم د یوې نوې تربیتي غونډې تابیا نیسي! ښايي نابلدو ته همدا د نجم ښه پېژندنه وي. همدا هڅانده ځوانان له یوې دنیا ارمانانو او کمساري اخلاص او تعهد سره شپه و ورځ لاس په کار دي. له یوې غونډې نه وي خلاص، چې بل مناسبت سر راپورته کړي او نجم بیا د هر مناسبت په تړاو ولس ته ځان مسئول ګڼي چې باید هر ملي-اسلامي مناسبت ونمانځي/وغندي څو ولس د ځانګړو ورځو له ارزښته خبر کاندي. کابل ته نوو راغلو ته “نجم” په خپلې ځلا ځان ورپېژني. نوي راغلي اړ شي چې د نجم په باب پوښتنه وکړي.
د کابل په نوي مفشن ښار کې، د ځوانانو ډېری غونډې او راټولېدنې په مفشنو هوټلونو او ځانګړو امتیازاتو سره وي؛ خو د نجم بیا د ولس په منځ کې، له ولس سره تړلې او د ولس په رنګ رنګینې غونډې نیسي. داسې غونډې چې له هوټلونو سره ناشنا ولس ته یې ځان په هېنداره کې ښکاري. دا د اخلاص او تعهد څومره دنګ څلی دی چې څو تنه ځوانان دې ته مجبوروي چې د بلې ورځې لپاره د غونډې د څوکیو او خیمو د ساتنې لپاره شپه تر شنه اسمان لاندې رڼه تېره کړي! دا داسې مثالونه دي چې په شته ټولنو کې يې بېلګې ډېرې کمې لیدای شو.
یو فرهنګي ټولی
د افغانستان په څېر یوې نالوستې ټولنې کې د نجم فرهنګي فعالیت او کتابپالنه بله هغه ځانګړنه ده چې د فعالیت اغېزې يې ډېرې ملموسې دي. په یوه داسې وطن کې چې په کورونو کې ایله “قرآنکریم” ساتل کېږي او کله-کله لوستل کېږي، د نوو کتابونو، رسالو او بروشرونو وېش او لوست د یوه فرهنګي بدلون زېری له ځان سره لري. نجم یوه متمدن فرهنګ دودولو کې خپل لوړ ځای لري.
نجم د فرهنګپالنې او کتابلوستنې د ودې لپاره له ډېرو ابتکارو لارو ګټه پورته کوي. د موبایلونو له لنډو ګټورو پیغامونو نیولې بیا تر رزونیزو او لارښوونکو بروشرونو پورې د فرهنګي فعالیتونو هغه نوې لارې دي چې په افغانستان کې يې نوښت د نجم په برخه کېدای شي. هغه څه چې بیا د نجومو مینه د سړي په زړه کې څپاندوي، هغه د زرګونو بروشرونو وړیا وېش چې که همداسې سرشاره اخلاص او د دیني کار جذبه نه وي، خدایزده که د لرو وطنوالو تر ګوتو ورسېدای شي. په بروشرونو کې ډېر مهم مسایل په ډېرې خوږې او روانې ژبې د هېواد په دواړو ژبو خپرېږي چې لوستوال هرچېرته مطالعې ته اړباسي.
…او وروستۍ خبره
نجم په افغانستان کې نوی خوځښت دی او دا غورځنګ د همدې تولنې تولید دی. د افغانستان په څېر یوې وروسته پاتې ټولنې کې دغسې متفاوت فرهنګي-دعوتي بهیر له دومره نوښتونو سره واقعاً سړي ته هیلهبښونکی وي؛ خو دا باید هېره نه شي چې د همدې له ناخوالومالامالې ټولنې له اغېزو هېڅ غورځنګ په بشپړ ډول نه شي پاکېدای. څنګه چې نجم د یوې نوې ټولنې هوډ کړی، دغسې ښايي د نوې ټولنې، د هغې ټولنې چې دوی یې ارمانجن دي الګو ځوانان هم ټولنې ته وړاندې کړي چې ټولنه هغه ارمان د دوی په څېرو کې ولیدای شي.
نجم کې چې د اخلاص، تعهد او نوښتونو کمی نه شته، دا په دې معنا نه ده چې دا دې ګواکې د نوښت او ابتکار پای وي، بلکې همدا نجم دې خپل هر فعالیت او هره ځانګړنه د یوه نوښت او نوي نسل هېنداره کړي. نجم ته چې د ولس هیلې دي، ښايي نجم دا هیلې درک کړي او د دغو هیلو په حقیقت بدلولو کې له خپلې ټولنې سره د تفاهم ژبه خپله کړي.
په دغسې یوه نجم کې چې کله د اصلاحاتو بهیر چټک شي، ابتکار او نوښت تر دې هم ډېر شي، خپل لیدلوري یې واضح او کورني او بهرني سیاستونه درک کړي، دا نو هغه مهال دی چې نجوم روڼ اندي باله شي او افغانستان د ځوانانو د یوې روشنفکرې طبقې خاوند شي.