نجم

کابینه د ملي اولویاتو او شخصي تمایلاتو تر منځ

عنایت الله کاکړ

له هغه ځایه چې زموږ د هیواد وضعيت د تېرو پنځه دیرش کلونو یرغلونو، مقاومتونو، کورنیو جګړو کړکېچن کړی وو، په وروستیو وختونو کې د دغه کړکېچ د حل د باندنیو فورمولونو له لاسه د کړکېچ له حالته د پيچلتیا یوه حالت ته وؤت او دا دی نن ورځ نژدې ټول شنونکي او د اوضاع څارونکي پر دې باور دي چې د افغانستان اوضاع د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله پيچلي ده او د همدغې پيچلتیا له کبله د پيښو هيڅ ډول پيش بيني هم نشي کیدلای.

له بده مرغه په تېرو دری نیمو لسيزو کې په یوه نقطه کې هم موږ د ستونزي لپاره د یوه افغاني حل په وړاندې کولو بریالي نشو، دا په داسې حال کې چې په تاریخي متونو او مجلسونو کې مو د پنځه زره کلن تاریخ، د جرګو مرکو د دودونو کيسې پای نه لري!

د همدغه افغاني حل لپاره د عزم نشتوالی وو چې باندنۍ مغرضې کړۍ یې د خپلو شومو ستراتيژيکي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مداخلې ته تشويق کړې. ځینو مغرضینو وغوښتل چې دغه اهداف د یوه بربنډ تجاوز له لارې لاسته راوړي او ځینو نورو بیا د سولې او مصالحې د نمايشي حرکتونو په اجرا کولو سره د افغانستان په خړو اوبو کې د ستراتيژیکي کبانو د نیولو هڅه وکړه.

د تېرو ټاکنو پر مهال تمه کیدله چې هغه به د هیواد روان بُن بست ته د پای ټکی کيږدي. افغانان به د یوه وړ او استازي، یوه مسؤل او غښتلي نظام څښتنان شي او د همدغه نظام په برکت به له یوې خوا د سولې ولاړ اورګاډی د بري د منزل خوا ته په حرکت شي او له بله پلوه به د ملي انکشاف او پرمختګ لپاره بيړني اقدامات ترسره شي. د وتلي اقتصادپوه او د اداري چارو ماهر ښاغلي اشرف غني له کانديداتورۍ او په را وروسته کې له بریالیتوب سره د خلکو دغه هیله نوره هم زیاته شوله او بیا چې ښاغلي اشرف غني د تلويزوني مباحثو او ولسي غونډو له لارې خلکو ته خپل کاري پروګرام وړاندې کړ او د هیواد نه د فساد د ټغر د ټولولو او نظام د سمون په اړه یې د خپل جدیت او قاطعیت باټې وويشتلې، نو خلک یې نور هم د راتلونکي لپاره اُمیدواره کړل.

خو بیا کومه داسې ټکه راولویدله چې د غالب اکثریت پر اخيستلو سربېره اشرف غني د بریالي نوماند په بڼه اعلان نشو او هغه ته په مستقل ډول له خپل پلان سره د یوه مسلکي نظام د جوړولو چانس ور نکړل شو؟ او پر ځای یې انتخابي سیال د ملي حکومت په نامه د یوه دوه سري ښامار په بڼه د هغه تر پښو ور وتړل شو…؟

خبره داسې وه چې دا نظام له لویه سره زموږ د ملي ضروریاتو له مخې نه دی ډيزاین شوی. بلکې د یرغلګرانو او د هغو د ائتلافي مغرضینو د ناروا اهدافو د تأمین په موخه ډيزاین شوی دی چې هر یوه ته یې د شخصیاتو او اقتدار د ساحې غیرمحسوسه ورکړای شوي ده. په دې حساب سره به تاسې کتلي وي چې د تېر رژیم په دوران کې چې به هر هیواد له افغانستان سره په هره برخه کې مرستې کولې، د اړونده برخې وزير به هم د هماغه هیواد په خوښه ټاکل کيده. همدا راز هر هیواد چې به په کوم ولایت کې سرتيري یا پي آر ټي لرله، والي به یې هم د هماغه هیواد په خوښه ټاکل کیده او د زیاتره ولایاتو والیان به آن له اړوندو هیوادونو نه کاغذپيچه وارد شول او د ولایتونو سره او سپين به ورته سپارل شول.

کټ مټ همداسې د ټاکنو په بهیر کې ترسره شول. د ګڼو هیوادونو د ګټو متضمن نوماندان وو، خو یو به بل پسې سره تېر او حذف کړای شول او په پای کې د اشرف غني او عبدالله ټیمونه پريښودل شول. دغه دواړه ټیمونه په حقيقت کې د باندنیانو د ګټو د دوو قطبونو تر منځ د رقابت محصول وو. خو کله چې باندنیانو ولیدل چې د اشرف غني په ګټات کې یو قطب زموږ ملي حریم ته له لاسرسي محرومه کیږي، نو یې په خورا هنرمندانه توګه د ملي یو والي د حکومت په نامه دوي یو له بل سره ضم کړل.

اوس چې د ملي یو والي د حکومت تر چتر لاندې د کابینې ترکيب تر بحث لاندې دی، نو په متوازي ډول د متصادمو مفاداتو او مصالحو څو قطبونه سره په زغل کې دي. یو یې په کابينه کې د وزيرانو د ټاکلو په برخه کې د خارجیانو دلچسپي ده. هر هیواد غواړي چې د هیواد کلیدي اُرګانونو ته ستراتيژیکي لاسرسی ولري، ځکه نو هغوي له یوه پلوه اشرف غني هڅوي چې د دوي د پام وړ وزير واخلي، خو سیال هیواد یې بیا عبدالله په لاس کې ورته ونيسي او د اشرف غني کانديد رد کاندي. دغه ډرامه ښايسته ډېر وخت روانه وه خو په پای کې د مسلکي کابينې پر ځای له انتهايي کمزورو، بې ارادې او وارداتي وزیرانو یوه مقلوبه جوړه شوه او نوم یې د کابینې ورباندې ولاړ کړ.

له ولسي جرګې نه د تائيد په برخه کې هم د باندنیو هیوادونو دخالت او له وکیلانو سره چنه بازي خورا محسوسه وه. کیلانو ته د امریکا، برتانيې او فرانسې د سفارتونو میلمستیاګانې، شخصي لیدنې کتنې او د زیړو پاکټونو تبادله هاغه دی نیماي نړۍ ولیدله.

کابینه کیدای شي په راتلونکو څو اونیو کې تکميل شي، خو د کابینې بڼه به د ملي اولویاتو له مخې نه وي ټاکل شوي بلکې د خارجي هیوادونو د فشارونو او همدا راز د دوه سري حکومت د مشرانو د تمایلاتو زیږنده به وي.

اوس به وکتل شي چې ښاغلی اشرف غني له دا ډول کابینې سره څنګه چليږي؟ خو تر کومه چې موږ ورته ګورو د ولسمشر او اجرائیوي رئيس تر منځ د معینانو، رئيسانو، مشاورینو او نورو کدرونو په تعین او تقرر کې بلا ډيرې ستونزې مخې ته راتلای شي. همدا اوس مو وکتل چې ښاغلي عبدالله د خپل یوه مرستیال انجینیر خان محمد لپاره د یوه خپل سري حکم له مخې یولس تنه مشاوران په مافوق رتبه بست کې ټاکلي دي او اټکل کیږي چې د ولس مشر او اجرائيوي ریاست د مرستیالانو د مشاورینو او دفتري پرسونل شمېر به تر زرو کسانو واوړي او دوي ټولو ته به لازماً ډالري معاشونه حواله کيږي چې د فقر او عسرت په دغه زمانه کې د افغانانو له توانه وتلي خبره ده.