نجم

ځوانانو د ناروغانو عیادت وکړ

د روان کال د سلواغی په یولسمه نیټه د لغمان ولایت د نهادجوانان مسلمان افغانستان (نجم ) ولایتی څانګی د ټاکلی پلان سره سم (۲۰) تنو غړو د لغمان ولایت د عامی روغتیا د روغتون د ناروغانو عیادت وکړ.
د عامی روغتیا د ریاست په انګړ کی د نجم ولایتی مسؤل عبدالرحیم (میاخیل) د ناروغانو د عیادت په اړه لنډه وینا وړاندې کړه، ورپسی د عامی روغتیا رئیس دوکتور عبدالطیف (قیومی) د ځوانانو د دی نیک احساس څخه مننه وکړه.
د نجم ځوانانو د عامی روغتیا زیرمتون ته د اړو ناروغانو په خاطر وینه ورکړه او په ۱۶۵ ناروغانو ئی میوه هم وویشله.
یاد پروګرام د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.