په جلال اباد کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) له خوا پيل شوی معارف اسلامي کورس چې د دلوې له لومړۍ نېټې څخه پېل شوی ؤ، د همدې مېاشتې په لسمه نېټه پای ورسيد.
په دې وره کې چې ۱۵۰ تنو پکې ګډون درلود، د دلوې په لومړۍ نېټه سهار نهه بجې د قاري حضرت علي راشد له خوا د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پېل شو ، ورپسې د ننګرهار ولايت د نجم مسؤل قدرت الله جاهد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او دکورس په اړه یې هغوی ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په درسي ورځو کې پر دوو ټاکلو موضوعاتو استادانو درسونه وړاندې کول او هغوي يي د اسلام د مقدس دين له مختلفو احکامو او لارښوونو نه خبرول.
د کورس په جريان کې دا درسونو وړاندې شول: د عباداتو فقه، د قرآن درس، عقيده، د احاديثو درس، تزکيه او اسلامي اخلاق، د اديانو او مذاهبو
پېژندنه، د مسلمانو ځوانانو مسؤليت او سيرت النبي. درسونه په ترتيب سره د استاد شېرزاد عزيري، استاد مير عباس ګوهري، استاد مولوی محمد شريف رحماني، استاد مولوي محمد ناصر حليمي، استاد زبير مخلص، استاد محمد ګلاب توحيديار، دکتور رحمت الله زاهد او د استاد عبدالرحيم صراف له خوا وړاندې شول. د درسونو تر څنګ د تفريحي برنامو لپاره خاص وخت ورکړل شوی و چې په کې د ترانو ويلو، سوال ځواب، جالب معلومات، د خطابې مسابقه، خوراک مسابقه او داسې نور شامل ول.
د کورس په شپږمه (جمعې) ورځ د ګډونوالو لپاره د هغوي په مالي مرسته يوه په زړه پورې علمي رحله برابره شوې وه. د رحلې لپاره د جلال اباد د هډې فارم چمن ټاکل شوی ؤ، چې د سهار نهه بجې ورته ټول ګډونوال و
رسيدل او رحله د قاري ذکي الله په تلاوت سره پيل شوه، وروسته مختلفې روزنیزې او تفریحي برنامې وړاندې شوې. په دې رحله کې د نجم رئيس دکتور رحمت الله زاهد هم ګډون وکړ او حاضرينو ته يي د ځوانۍ او کار په اهميت خبرې وکړې. رحله غرمه ۱۲ بجې د ډوډۍ له خوړلو وروسته پای ته ورسيده.
په ۱۰مه او وروستۍ ورځ د جمعيت اصلاح د ختيز زون مسؤول دکتور نجيب الله صالح، د جمعيت اصلاح د ننګرهار ولايت مسؤل استاد عبدالرحيم صراف، د نجم د رهبري هيت غړي استاد محمد ګلاب توحيديار او د نجم ريس دکتور رحمت الله زاهد خبرې وکړې او د ګډونوالو له احساس نه يي مننه وکړه چې د دين زدکړې لپاره يي د سهار په يخو شېبو کې ځان را رساوه او همدارنګه هغوي يي ټولنيز کار او خدمت ته لا تشويق کړل. ورپسې حافظ عارف او تاج الدين د ګډونوالو په نماينده ګۍ خبرې وکړې او معارف اسلامي يي يو ګټور او کاميابه نوښت وګاڼه او د داسې کورسونو د دوام غوښته يي وکړه. حافظ عارف وويل: ما په دې کورس کې ډېر څه زده کړل چې ټول د وخت د کمۍ له کبله نه شم يادولای خو په لنډه ما دلته دا
زده کړل چې په هره ټولنه کې يو صالح اسلامي حرکت ته اړتيا شته چې بايد ټول مسلمانان ورسره يوځای شي، يو مسلمان په ټولنه کې له کومو ستونزه سره مخ دی او څنګه ورسره مبارزه وکړي، د لمونځ، روژي او… په فقهي مسايلو پوه شولو او په دې پوه شولو چې اسلامي امت په کوم حال کې دی او څنګه ترې وتلای شي.
په پای کې فعالو ګډونوالو ته جايزي ورکړل شوې او همدارنګه ټولو منظمو ګډونوالو ته تصديق پاڼې ورکړل شوې. د کورس عمومي مسؤلين د نجم د جلال اباد مسؤل حضرت علي راشد او د نجم د ننګرهار معان انس فدايي ول او د ستيج چارې يي شاکر الله، عرفان الله همدرد، بشير احمد، طارق مصلح، رفيع الله يوسفزي او زبير مصلح په مخ وړل او د تفريجي برنامو مسؤلين شکران احسان او جميل الباسط ول.
د ننګرهار ولايت نجم د ژمنيو او د اوړي له رخصتيو نه په ګټه اخيستنې هر کال د معارف اسلامي په نامه لس ورځني او يو مياشتنې کورسونه جوړوي چې موخه يي په ځوانانو کې د دين پوهې عامول دي.