نجم

نجم د سرخکانو په انستيوت کې ساحوي حلقه پرانستله

راپور: خاکسار (وقار)
نجم – لغمان د قرغيو ساحوي حلقې د خپل پلان له مخې د ياد ولايت د سرخکانو په سيمه کې د نيمه لوړو زده کړو انسټيټوټ له ځوانانو سره تر کتلو وروسته، هلته ساحوي حلقه پرانستله، د ساحوي حلقې مسئول ښاغلی حفيظ الله وټاکل شو او تر هغې وروسته نوموړي د خپلې حلقې نور تشکيلات پوره کړل. د يادولو وړ ده چې هلته شاوخوا (۱۳) تنو محصلينو د همکار فورمې هم ډکې کړې چې د نجم قرغيو يوه ستره لاسته راوړنه شمېرل کيږي.