نجم

نجم د جلال اباد د لويو لېسو اول نمره ګانو په وياړ غونډه جوړه کړه

د ۱۳۹۲ کال د جوزا په ۳۰مه د پنجشنبې په ورځ نهاد جوانان مسلمان (نجم) د جلال اباد څانګې له خوا د جلال اباد د لويو لېسو د لسم، يوولسم او دولسم ټولګيو د عموموي اول نمره ګانو د تقدير او تشويق لپاره غونډه جوړه شوه او ټولو ته جوايز او ستاينليکونه ورکړل شول.

غونډه د عرفان الله همدرد په ويادويۍ او د ښاغلي حافظ محمد عارف له خوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه. د غونډې لومړی ويناوال د نهاد جوانان مسلمان ريئس ښاغلی دکتور رحمت الله زاهد و چې د ځوانانو، ځوانۍ او د تعليم او تحصيل په اهميت يي پوره خبره وکړه او وروسته يي د نجم لنډه معرفي او د اساس په اړه  خبرې وکړې. د زاهد صاحب څخه وروسته د جمعيت اصلاح د جلال اباد څانګې مسؤل ښاغلي استاد نعمت رسول نعمتيار د ځوانۍ په اهميت او د تعليم د ترلاسه کولو په ضرورت خبرې وکړې او ځوانان يي تشويق کړل چې لا ډېرې زدکړې وکړې. د غونډې بل مشر ويناوال د پوهنې رياست علمي مرستيال ښاغلی استاد ملکيار شګيوال و چې د زدکړې په اهميت، د پوهنې په معيار او د زده کوونکو او استادانو په ستونزو يي خبرې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې ښوونکي او زده کوونکي د زدکړې معياري ساتلو ته وهڅول

د حاضرينو د ستړيا د له منځه وړلو لپاره ښاغلي عبيد الله په خپل ښکلي اواز ترانه وويله چې ورپسې امداد الله رحماني د ذهني پوښتنو په کولو سره ټول محفل راويښ کړ. د غونډې په ورستيو شېبو کې د نجم غړي او د غونډې يو تن جوړونکي حضرت علي راشد ممتازو زده کوونکو ته هغه وړيا کورسونه او تخفيفونه اعلان کړل چې د جلال اباد لويو تعليمي مرکزونو له خوا د نجم په نوښت دوی ته خاص شوي و. د غونډې وروستی ويناوال د نجم د ننګرهار څانګې مسؤل قدرت الله جاهد و چې په ننګرهار کې يي د نجم په فعاليتونو خبره وکړه او ټول حاضرين يي دې ته وهڅول چې د نجم سره په ټولو ديني او دعوتي کارونو کې پوره همکاري وکړي. په پای کې د شکران احسان په وياندويۍ د جوايزو د ويش لړۍ پېل شوه چې ټولو راغليو مشرانو مېلمنو په خپلو لاسونو جايزې په زده کوونکو وويشلې.

د يادونې وړ ده چې په دې پروګرام لاندې انسټېټيټونو د وړيا کورسونو او تخفيفونه او خپرندويه ټولنو د کابونو مرسته کړې وه:
ضيا انسټېټيوټ:
•    د دولسم ټولګيو ټولو اول نمره ګانو ته د کمپيوټر ساينس دوه کلنی پروګرام په ۵۰٪ تخفيف

•    د لسم او يوولسم ټولګيو ټولو اول نمره ګانو ته سپيشل يا خصوصي صنفونو کې وړيا داخله
•    څار انسټېټيوټ: ټولو اول نمره ګانو ته په ټولو کورسونو کې ۵۰٪ تخفيف
•    عابد د عصري علومو انسټېټوټ: ټولو اول نمره ګانو ته په ټولو کورسونو کې ۵۰٪ تخفيف
•    نوی سهار انسټېټيوټ: ټولو اول نمره ګانو ته په ټولو کورسونو کې ۴۰٪ تخفيف
•    عبدالمجيد مومند او توحيد والسنة کتاب پلورنځيو ټولو اول نمره ګانو ته د وړيا کتابونو مرسته کړې وه.
•    سليم کتاب پلورنځی (د اصلاح افکار څانګه): يو سېټ وړيا کتابونه او په نورو اخيستل شويو کتابونو کې د پام وړ تخفيف

نهاد جوانان مسلمان (نجم) غواړي چې د داسې تشويقي غونډو له لارې د هېواد په کچه په ځوانانو کې علم سره مينه زياته کړي او هغوي دې ته وهڅوي چې مسلمان ځوانان بايد په هرڅه کې له نورو مخکې وي.