نجم

زرګونه کابل ښاریانو د پېغمبرﷺڅخه د دفاع لاریون وکړ

د جمعې ورځ (دلوې ۳مه) د کابل ښار زرګونه اوسيدونکو د حاجي عبدالرحمن جامع جومات مخې ته د جمعې ورځې له لمانځه وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دفاع او د فرانسوي مجلې لخوا د سپکاوي ډک کارتون د خپراوي په غبرګون کې لاريون وکړ.

لاریون کوونکو، چې د “مونږ له محمد صلی الله علیه وسلم سره مینه لرو” پوسټرونه یې له ځانو سره لیږدول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینې، الله اکبر، مرګ په فرانسې او مرګ په اسرائیلو شعارونه یې ورکول.

اسلام مونږ ته د هیڅ دین د سپکاوي اجازه نه راکوي، مونږ هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو، چې زمونږ په عقیده او مونږ ته له خپل ځانه ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې برید وکړي”، د غونډې یوه ګډونوال وویل.

کابل کې د لاس انجلس ټایمز خبریال علي لطیفي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وه، چې ده تر دې دمخه دومره منظم او سولییز لاریون هیڅ چیرې نه وه لیدلی.

لاریون ته د پارلمان غړي، جهادي مشران، علماء، د بیلابیلو اجتماعي او سیاسي ټولنو غړي او مشران او عام وګړي راغلي ول. لاریون د جمعیت اصلاح افغانستان د یوه غړي له خوا د پریکړه لیک په لوستلو په سوله ایز ډول پای ته ورسید.

دا پداسې حال کې ده، چې په همدې ورځ هرات، کندز او بغلان کې هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه د دفاع لاریونونه شوي. د اسوشیتد پرس په وینا هرات کې شاوخوا شل زره وګړو په لاریون کې برخه اخیستې وه.

افغانستان او نړۍ کې لاریونونو هغه مهال زور واخیست، چې د فرانسوي مجلې چارلي ایبدو پر دفتر له برید وروسته یادې مجلې يو ځل بيا، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کاریکاتور په سلګونه چنده ډیر تیراژ (۷ میلونه ګڼې) او د نړۍ په پنځو مهمو ژبو بیا چاپ کړ.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني لا دمخه دا کار غندلی او دا یې اسلام او مسلمانانو ته ستر سپکاوی بللی.