نجم

ننګرهار کې د غوره ځوان سیالۍ پایله اعلان شوه

د ننګرهار ولايت کوز کونړ (ښيوې) ولسوالۍ کې د نجم لخوا د غوره ځوان سیالۍ پايلې د حمل په ۳مه نېټه اعلان شوې.

د دې سيالۍ ازموينه د ۱۳۹۳ کال د حوت په ۲۲مه نېټه اخيستل شوې وه، چې په کې شاوخوا ۵۰۰ تنو متعلمينو او محلصينو ګډون کړی و.

د سيالۍ لپاره نومليکنه د ۱۳۹۳ کال د حوت  له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې د يادې ولسوالۍ په ټولو لېسو او تعليمي مرکزونو کې دوام درلود.

د سیالۍ د جوایزو د ویشلو غونډه د نجم ننګرهار مرکزي ساحوی حلقې د مسؤل فواد شګیوال په ویاندویۍ او د قاری عبدالتواب په تلاوت پیل شوه. د پیل وینا د مسابقې مسؤل انجنیر نور محمد نوري وکړه. هغه وويل چې ځوانان تعليم ته هڅول د نجم لومړيتوب دی.

وروسته د جمعیت اصلاح د ختیز زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف له نجم څخه د مننې ترڅنګ د نوې ټکنالوژۍ او د هغی په اهمیت رڼا واچوله. ورپسې د پوهنې رياست معاون استاد ملکیار شګیوال خپله وينا کې ځوانان د دوی مسولیتونو ته متوجه کړل.

د ښیوې ولسوالۍ د علماوو په استازيتوب مولوی محی الدین خبری وکړې. له هغه وروسته د نعمانیه مدرسې مدیر استاد نور الرحمن وينا وکړه. يو بل ديني عالم مولوی عبدالودود د اسلامي نړۍ اوسنۍ وضعې ته لنډه كتنه وکړه. د ځوانانو په استازيتوب عبدالقهار صاحب خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې نجم ننګرهار مسؤل، د انجينر اسماعيل گوهري لخوا د امتحان په شفافيت لنډه رڼا واچول شوه. ښاغلي ګوهري وویل د سیالۍ موخه ځوانان پوهې ته هڅول او د پوهنې په ډګر کې د ځوانانو تر منځ سالم رقابت رامنځ ته کول وو.

د سيالۍ لومړی ګټونکی ښاغلی محمد وارث اعلان شو چې د لېپټاب جايزه ورکړل شوه او ورته پګړۍ وتړل شوه.

د سيالي ۴۰ تنو لوړو نمرو اخيستونکو ته جوايز ورکړل شول چې په کې يو پايه لېپټاب، دوه بايسکلونه، څلور سيټه موبايلونه او نورې وړې جايزې شاملې وې.

د يادونې وړ ده چې نجم ننګرهار تېر کال د ښار ترڅنګ د دې ولايت په مخلتفو ولسواليو کې د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت روحيي پياړوتيا په موخه ديني او علمي سيالۍ جوړې کړي چې زرګونه ځوانانو په کې ګډون کړی.