نجم

لغمان کې د نیالګیو کرلو کمپاین وشو

User Comments

عباد الرحمن مهربان

یکشنبه، د ۱۳۹۴ کال د حمل میاشتې په ۲۳مه لغمان کې د نجم ولایتي ادارې په نوښت پې ولایت کې د نیالګيو کرلو کمپاین ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د لغمان پوهنتون په حویلۍ کې ۳۰۰ د نارنجو نیالګي وکرل شول.

د کمپاین په پیل کې یوه غونډه دایره شوه چې د نجم رهبري هیئت، د لغمان پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو،  استاذانو او د بیلا بیلو پوهنځیو څخه په سلګونو محصلینو په کې برخه واخیسته. غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، او وروسته د نجم افغانستان عمومي رئیس دوکتور رحمت الله زاهد د نجم په فعالیتونو رڼا واچوله د دین او وطن لپاره کار کول یې د ټولو فرض وباله. ښاغلي زاهد زیاته کړه افغانستان  زمونږ ټولو شریک کور دی، د دې وطن د هر اړخیزې ابادۍ لپاره به یو بل ته لاس ورکوو او هغه ودانۍ چې د تیرو نسلونو لخوا مونږ ته جوړې شوي باید په ساتلو کې یې مسؤلانه قدم واخلو.

دوهم ویناوال د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلی عبد الصبور غفورزی وه، نوموړي د جمعیت اصلاح او نجم له ټولو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او محصلینو ته یې توصیه وکړه چې د دوی په پروګرامونو کې برخه واخلي.

وروسته په لغمان کې د جمعیت اصلاح عمومي مسؤل استاد محمد عثمان اخلاص د تعلیم او تحصیل په ارزښت وینا وکړه، د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلي غفورزي د کړو خدمتونو ستاینه یې وکړه او د تعلیم په ډګر کې یې د هغه کړې هڅې د ډیر قدر وړ وبللې.

په پای کې د نجم لغمان ولایتي مسؤل انجنیر عبدالرحیم میاخیل په لغمان کې د نجم په فعالیتونو مفصلې خبرې وکړې او محصلینو ته یې بلنه ورکړه چې له دوی سره په پروګرامونو کې برخه واخلي تر څو ټول په ګډه د ګران هیواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

میاخیل د پروګرام له ټولو ګډونوالو او په خاص ډول د نیالګیو له چمتو کوونکو څخه مننه وکړه او د الله له دربار څخه یې ورته د خیر دعا وغوښته.

د یادولو وړ ده چی د نجم افغانستان لخوا د لغمان پوهنتون رئیس ښاغلي عبدالصبور غفورزي ته دهغه د ښو خدمتونو لپاره ستاینلیک هم ورکړل شو.

له غونډې وروسته د نمونې په ډول څو نیالګي نهال شول او د پاتې نیالګیو نهال د پوهنتون مسؤلینو ته پریښودل شو.

په اخر کې د پوهنتون مسؤلینو د نجم غړي د پوهنتون په مختلفو ودانیو، ادارو، لابراتور، او صنفونو وګرځول چې په ځینو صنفونو کې د نجم رئیس صیب وینا هم وکړه، محصلین يې تعلیم ته ډیر زیات تشویق او خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.