نجم

رسالت فرهنګي انجمن میاشتنۍ غونډه وکړه

د پنج شنبې ورځ، د جوزا ۱۴مه، رسالت فرهنګي انجمن د ګڼ شمیر کابل میشتو لیکوالانو او شاعرانو په ګډون ادبي غونډه وکړه.

غونډه کې، چې د کابل په سید جمال الدین افغان تالار کې جوړه شوې وه، د ادبي درس تر څنګ مقالې او شعرونه ولوستل شول.

د غونډې کوربه د دې انجمن مشر محمد نواب خوښ وه؛ لیکوال او شاعر داد محمد ناوک د لیکنې په اړتیا، ارزښت او لارو چارو درس وړاندې کړ، مدثر اسلامي خپله لنډه لیکنه واوروله او بیا د لیکلو په اړه ازاد بحث وشو.

په پای کې د غونډې مشر میلمه ګل احمد هاتف د غونډې اروزونه وکړه، چې په ترڅ کې یې له ښاغلي ناوک د مننې تر څنګ غونډه بریالۍ او ګټوره وبلله.

د یادونې ده، چې رسالت فرهنګي انجمن له ۲۰۱۲ کال راهیسې په کابل کې میاشتنۍ ادبي غونډي کوي او له ۳۰ ډیر لیکوالان او شاعران یې غړي دي.