مدثر اسلامي
هیله آرین زما د ماسټرۍ دورې همصنفۍ وه، خواري کښه او درسونو ته پابنده نجلۍ ښکاریده. د ماسټرۍ درسونو تر څنګ دارالمعلمین کې ښوونکې هم وه. د ماسټرۍ په پای کې د تیزس دفاع لپاره سویډن ته تلو؛ دې سره اندیښنه وه، چې کورنۍ یې بهر ته د تلو اجازه نه ورکوي.
سره لدې، چې هغې پخوا هم امریکا ته سفر کړی وه، د سویډن په لاره ترهیدلې معلومیده، ډیرې خبرې یې نه کولې، خپل ټیلیفون کې بوخته وه، له نجونو سره هم ډیره نه غږیده.
د سویډن کارلستاد ښار ته نیمه شپه ورسیدو، د ښار یواځې څو هوټلونه خلاص وو، چې حلال پکې له سره نه و. مونږ له مجبورۍ یوه ایټالوي هوټل ته ورغلو، چې له پاستې (مکروني ډوله خواړه) پرته پکې نور څه نه پیدا کیده. د پاستې قابونه لا هماغسې ډک ایښي وه، چې مونږ په پاسته اخیستو پښیمانه شوي وو. بیا مو ځانونه ایله د خوب خونو ته ورسول.
نورو همصنفیان تر ډیره د تیزس دفاع ته وارخطا وو، خو دا تر ډیره ارامه او انګریزانو په خبره ریلکس وه. دوه ورځې، چې تیرې شوې، رویه یې پوره بدله شوه. اوس نو مونږ باوري شوي وو، چې هیله له کور نه د لرې والي له امله ناروغه شوې.
دریمه ورځ سهار مونږ ډلې ډلې پوهنتون ته لاړو. په ټولګي کې د هیلې د کوټې ملګرې مونږ ته د هیلې د ناروغۍ په اړه وویل؛ دې خبرې ټول لا نور وارخطا کړو. زمونږ سویډني ښوونکې له اندیښنې ټولګی پریښود او د هیلې د پوښتنې لپاره له یوې بلې نجلۍ سره هوټل ته ورغله. د هوټل کمرو له لیدو وروسته یې زمونږ افغان ښوونکي ته ټیلیفون وویل، چې هیله نور بیرته نه راګرځي. ټوله ورځ د هیلې د راتلو په تمه وو، خو رانغله.
سبا یوې بلې همصنفۍ د ښوونځیو په پرمختیايي شوراګانو کې د ښځو ونډې په اړه د تحقیق نتایج وړاندې کړل. په پای کې یې وړاندیز دا وه، چې د افغانستان تعلیمي بهیر کې د ښځو د ونډې ډیرولو هره هڅه باید د اسلامي فرهنګ او افغاني دود په رڼا کې وشي، که نه نو پایلې به یې ناکامې وي.
لدې سره د تیزس لارښود استاذ د نوموړې په خبرو کې ورولویداو په جدي لهجه یې ترې وپوښتل: که افغاني دود او اسلامي فرهنګ دومره منل شوی وی، نو هیله ولې درنه وتښتیده؟ د هغه په وینا هیله او ورته نورې نجونې له افغانستانه ځکه تښتي، چې له اسلامي فرهنګ او افغاني دود نه تنګ شوي!
پرون، چې کبری خادمي کناټیو او سینو ته اوسپنیزه توبره اچولې وه، یو ځل بیا مې د سویډني استاذ خبرو په غوږونو کې کړنګهار وکړ. له هیواده بهر ډیرو ښځو او سړیو به بیا تصور کړی وي، چې افغان سړي د وحشت او حیوانیت ښکاره مثالونه دي. پداسې حال کې، چې کبری او هیلې دواړو د خپلو شخصي غوښتنو په موخه وطن ته بدنامي واړوله.
Author: Modaser Islami
About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.