دکتور رحمت الله زاهد
د جلال اباد ښار د نجم مرکزي حلقې لخوا د اسلامې روزنې کورس د پاي په پروګرام کې، چې د يوې رحلې په ډول د غازي امان الله خان په پارک کې نيول شوی و، چې کله د لنډې وينا لپاره پاڅيدم، يو شمير ښکلي او په ښایسته جامو سمبال ځوانان د غونډې خوا ته د تماشې لپاره راورسيدل، ما له نورو ځوانانو سره د ناستې بلنه ورکړه، خو هغوی زما په خبره هيڅ غوږ ونه ګراوه، او يو څه فاصله ليرې یې خپل بنډار جوړ کړ.
د وينا پر مهال مې غوږونو د موسيقۍ غږ اوریده او سترګې مې په يو څو نڅا کوونکو ځوانانو ښخې وې. هغوی خپل ساعت د موسيقۍ په اوريدلو او نڅا کولو تيروه، پداسې حال کې چې د نجم ځوانانو دیني او تعلیمي لارښوونې اوریدې او په خپل منځ کې یې سره تبادله کولې.
له پروګرام وروسته مې د ځوانانو دوه کرکټرونه مخې ته وو، يو هغه کرکټر چې د خپل اینده د جوړولو لپاره هوډ او عزم لري، خپل ځان ته يې د برياليتوب يوه لاره ټاکلې او غواړي د خپلې فکري او روحي روزنې، د خپل تعليمي صلاحيت د لوړلو، د خپل وخت څخه د سمې ګټې پورته کولو په پايله کې خپل راتلونکی روښانه کړي. دغه ځوانان وو چې خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره د يوې قافلې سره ملګري او د يو لارښود تر لارښوونې لاندې يې په هغه لاره حرکت پيل کړی وو چې ګويا خپل منزل ته پرې ورسيږي.
دوهم کرکټر بيا بيخې بل ډول و، د خپل حال نه غافل او د خپل اینده څخه بې خبره، د هغه لاروي په څير چې په يو لويه دښته کې پرته له کومې معلومې لارې او له کوم لارښود څخه حرکت کوي چې نه يې منزل معلوم وي او نه يې د منزل طرف. پدې هم فکر نه کوي چې کومې خوا روان يم او ولې روان يم، د حرکت هدف مې څه دی او مخکې به له څه سره مخ کيږم، بس يواځې په دښته کې يې حرکت د ساعت تيرۍ وسيله ده او بس.
زمونږ د هيواد دځوانانو دغه دوهم کرکټر ناڅاپي نه دی توليد شوی او نه زمونږ ځوانانو د سوچ او فکر وروسته دغه کرکټر خپل کړي دی. داسې نه ده، د دغه کرکټر په جوړولو کې زمونږ د هيواد د څلورو لسيزو ناخوالې پوره ونډه لري، هغه لسیزې چې زمونږ د ځوانانو ځوانۍ يې وخوړې او زمونږ کوچنيان پکې د ځوانۍ له مرحلو هم تيريدونکي دي.
هغه لسیزې چې ځوانانو مو پکې په ډيرې چټکتيا سره ډير رهبران وليدل او ډير يې وازمایل، خو هيڅ داسې رهبر يې پيدا نه کړ چې د دغه لسیزو د ناخوالو د پايلو په پراخه دښته کې ورسره ملګرتوب وکړي، لاره ورته وښايې او خپل حقيقي منزل ته په رسيدو کې ورسره مرسته وکړي.
هغه لسيزې چې ډيرو په نوم رهبرانو پکې ځوانانو ته په خوبونو کې جنتونه ورښودل، د پرمختګ، هوساينې او آرامتيا درسونه يې ورکړل، د متمدن کيدو، نړيوال کيدو، واکمن کيدو نغارې يې ورته وډنګولې؛ د بدلون، انقلاب، بدلې اخستلو، د نه په شا کيدو سندرې يې ورته انګازه کړي؛ هغوي د وعدو د پوره کيدو په انتظار د کاریګرو ځوانانو په کوپړيو ځانونه د بې معنا رهبرۍ مقام ته ورسول خو بيا هم ځوانان بې رهبره پاتې شول.
زمونږ ناخوالې ليدونکي ځوانان د حقيقي رهبر په لټه کې داسې بې رهبره شول چې اوس نو د کوم رهبر رهبرۍ ته په اسانه غاړه نه ږدې او غواړي چې د ژوند دا يو څو شپې ورځې همداسې بې رهبره په ساعت تيریو کې تيرې کړي.
خو بيا هم زمونږ د ملت ډيری ځوانان اوس هم د داسې رهبرۍ تږي دي چې د دوی سره مينه وکړي، د ژوند په ناخوالو کې ورسره د زړه خواله وکړي، د فکرونو او سوچونو په درياب کې ورته کښتۍ شي، د بې هدفه ژوند په صحرا کې ورته د هدف څلی شي، د ژوند تباه کوونکو طوفانو کې ورته سپر شي، او د بې شميره فتنو او مصيبتونو په تيارو کې ورته د لارې ځلانده مشال شي.
د همداسې یو حقيقې رهبر په هیله!