دکتور رحمت الله زاهد
د مرکزي سيلو پر مخ د کوټه سنګي طرف ته د غزيدلي سرک تر منځ په شنه ساحه کې د يو څو ځوانانو سره يو ځای روان وم، پدغه تش په نوم شنه ساحه کې چې د نور ښار په څير د کابل د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله يې په خراب حالت د هيواد سره د مينه کوونکي هر هيوادوال زړه خپه کيږي، ځای پر ځای د څو تنه ځوانانو څخه جوړې ډلګۍ ناستې او د هيواد د ناخوالو څخه يې د ځان بې خبره ساتلو په موخه د نشه اي موادو په استعمال اخته ول.
په داسې ځایونو کې په نشه اي موادو د روږدو کسانو شتون عادي خبره ده، ځکه چې د عامو خلکو پياده تګ راتګ هلته کم وي او دوی هم پدې هڅه کې وي چې د عامو خلکو د نظر څخه ځان ګوښه وساتي. زمونږ لپاره هم د هغوی شتون کومه د حيرانۍ خبره نه وه، خو پدغه ډلو کې د يوې ډلې تر منځ د يو ښکلي ځوان ښایسته څیرې زما پاملرنه ځان ته واړوله، داسې ښکاريده چې ځوان د خپلې ځوانۍ ايله څلور پنځه سپرلي شاته پريښودي. د ځوانۍ په لومړيو پړاوونو کې و، څيره او بدني جوړښت يې ډير ښایسته و، لا تر اوسه يې نشې د مخ په ښکلا ډيره اغيزه نه وه کړې، د يوې ډلې ناستو معتادينو په ډله کې ولاړ و او له جيب څخه يې د سګرټو قوتۍ راباستله، داسې ښکاريده چې نوی نوی د نشه اي توکو ښکار شويدی.
دا يواځې دغه ځوان نه دی چې په نشه ای توکو د معتادو ملګرو د دوستۍ له امله يې د خپل ژوند د هلاکت په لاره قدم ايښی، بلکې زمونږ د هيواد ناخوالو، پرلپسې جنګونو، ناامنيو، فقر، بې سوادۍ، د چارواکو بې پروايۍ، د مافيايې کړيو شتون، د شخصي مصالحو د پوره کولو ليونيو له امله په سلګونو زره ځوانان د نشه اي توکو په توره بلا اخته او هره ورځ پرې په سلګونو ځوانان اخته کيږي.
که يو طرف ته د بيلا بيلو مجبوريتونو له امله د هيواد څخه په غير قانوني توګه وتونکي ځوانان د سفر د کړاوونو او يا د معتادينو د ملګرتوب له امله د اعتياد په بلا اخته کيږي، بل طرف ته د بې کارۍ، د هيواد ناسمو حالاتو، غربت، فقر او ناپوهۍ له امله مو ځوانه طبقه نشه اي مواد د ځان لپاره د ستونزو څخه د خلاصون لاره ګڼي.
د هيواد ناخوالو وهلي ځوانان نه يواځې دا چې په ناسمه کارونو د لاس پورې کولو له امله خپله ځواني، ژوند او راتلونکی د ستونزو سره مخ کوي، بلکې د هغوی د دغه چلند له امله ټول ملت او هيواد د ستونزو سره مخ کيږي او د هغوی د ډيريدو له امله د هيواد او ملت ستونزې هم ورځ په ورځ ډيريږي.
که دغه ځوانان د خپل ژوند لپاره د ناسمې لارې په ټاکلو کې ملامت او ګرم دي،ټول ملت او په ځانګړې توګه واکمن په لومړي قدم کې د دغه سترې ستونزې ملامتيا پر خپلو اوږو لري، ځکه چې هم دغه واکمن دي چې د خپلو شخصي مصلحتونو د پوره کولو په خاطر د هيواد د هر دښمن سره سازش ته غاړه ږدي او هم دوی ملت ته د ستونزو د جوړولو مسئولیت لري.
د دې مظلوم ملت او وران هيواد دغه تش په نوم واکمن او د ملت په اوږو بار بډایه خلک د دې پر ځای چې د خپل ځوان نسل غم وخوري، هغوی د ژوند د ستونزو څخه خلاص کړي، د اساسي اړتياوو د پوره کولو هڅه يې وکړي، د خپلو بادارانو د خوشحالولو، د خپلو شخصي نوکرانو د مړولو، د مړو د کورونو د آبادولو او د ژونديو د کورونو د ورانو لپاره هر کار ته مخه کوي.
هم دغه د ملت په سرمايه ډک شوي واکمن، د مړو د مقبرو په آبادولو دومره بې خرته مصرفونه کوي چې له امله يې د زرګونو بې کوره هيوادوالو کورونه آباديدای شي، په دسترخوانو پاتې خواړه يې د سلګونو کورنيو لوږه ختمولای شي، د بې اړتيا لوکسو تعميرونو په شتون يې د مکتبونو او پوهنتونو د ځای د کموالې ستونزې حل کيدای شي.
که دغه واکمن او بډایان مو د هيواد د ناخوالو وهلو ځوانانو په حال رحم ونکړي، د ځوانانو ستونزو حل کولو ته جدي پاملرنه ونه کړي، د هغوي د ښوونې او روزنې غم ونه خوري، دنشه اي توکو د خرڅلاؤ او توليد مخه ونه نيسي، ليرې نه ده چې د دغه معتادينو د نشيې توکو د اور په لمبو کې د غریبو د چوپړيو څخه مخکې ددغه واکمنو او بډايانو محلات وسوزي.