سوله

مونږ سـوله غواړو جنــګ خو نفرتونه راولی
وحــــدت مو یاره وژنی او نفـــــاقونـه راولی
هر خوا کی جنګ کورونه اورو کی سوزوی
زمونږ هیلی ســــــوزوی او غمـــونه راولی
په هر کور کی چی ګورم یتیمـان په ژړا دی
ځـــــوانان را نه وژنی او ماتمــــونه راولـی
هر خــوا ګلان رژیږی د انـام زړه دردیږی
ګــــلان را نه وړی او خـــــــــزانونه راولی
علمـــــا را نه وژنی ماشومـــان را نه وژنی
رڼا ورځ تیـــــاره کوی ماښــــــامونه راولی
تــــــــور تم دی ظلم روان دی زما کندز کی
هرخوا کی ماشومان شهیدوی دردونه راولی
زه انام وزیری دعــا کوم ورک شی جنګونه
سوله راشی خوشحــــالی ته پیغامونه راولی
سوله کی مو خیـــر ده قرآن کی خدای ویلی
تفرقه له منځه وړی یوالی رحمتــونه راولی

محمدعارف انام وزیری

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *