سوله د شریعت غوښته او د ملت حق!

راپور: د نجم رسنیز ټیم
نجم ننګرهار « سوله د شریعت غوښته او د ملت حق» تر عنوان لاندي د سولې کنفرانس ترسره کړ، چې پکې ویناوالو د سولې په اړه مهمې ویناوې وکړې
یاد کنفرانس د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، د کنفرانس لومړی ویناوال د جمعیت اصلاح افغانستان د خیځ زون د سیاسي کمیسون مسؤل او د پوهنتون استاد حکم مشفق و، چې نوموړي په افعانستان کې په تیرو اتلسو کلنو کې د سولې په اړه شویو هڅو باندي یې رڼا واچوله، او په دغه جریان کې یې د سولې اړونډ خنډونو او پرمختګونو یې هم وینا وکړه، د غونډې بل ویناوال د جمعیت اصلاح د خیځ زون د ارتباطاتو مسؤل استاد عبدالرحیم صراف و نوموري «افغان سوله ولې له ځنډ سره مخ شوه» په موضوع باندي وینا وکړه، او د سولې د خنډ داخلې او خارجې ابعاد یې ګډونوالو ته وړاندي کړل، په وروستیو کې د سولې په اړه د جمعیت اصلاح لخوا جوړه شوې طرحه د جمعیت اصلاح د خیځ زون مسؤل استاد محمد عثمان اخلاص لخوا ګډونوالو سره شریکه شوه، همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې یاده طرحه به عامو هیوادوالو، د سولې جانبینو، نړیوالو، د سولې فعالینو او مطرحو اشخاصو سره شریکه کړې، په پاې کې د نجم ننګرهار ولایتي مسؤل قاري محمد عادل بصیرت د سولي په اړه لنډه وینا وکړه او نجم لخوا د سولې اړوند برنامې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې، غونډه د مولوي صیب عتیق الله ثاقب په دعا سره پاي ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *